«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات کې له یوې ځوانې میرمڼې څخه یې خاوند سرغوڅ کړ

د پولیسو ویناند وویل وژل شوې مرمن  سیما نومیده له هغه وروسته چه میړه یې میرمنې څخه   په چړې سره سرغوڅ کړې په تیښته تللی  او د پولیسو لټون جریان پسې لری.

ده تایید کړه چه د روان کال درې میاشتو کې د ښځو د وژلو پیښې تر شل تنو ورسیدلې چه په دغو ارقاموکې هغه ۳ میرمنې هم شاملې دی چه ځان وژنه یې کړې ده  البته د دا ډول پیښو لوی عوامل کورنۍ تاوتریخوالی، جبری ودونه او د ټيټ اقتصاد له امله عصبی اختلالات یادشوی دی.

د ښار د اوومې ناحیې یوه استوګن شکیب پژواک ته وویل تیره شپه یې د ګاونډی په کور کې د لفظی شخړې غږ او دمیرمنې ژړا واوریده خو داچه دغه جنجال همیشنی او ګاونډيان ورسره عادت شوی و باک مو په رانوړ،  له بده مرغه سهار موپولیس ولیدله چه له کوره یې مړی وکیښ ویل یې خاوندیې وژلې او قاتل له کوره تښتیدلی دی.

ده وویل دغه تن دوه کاله د مخه واده کړی و او اولاد یې نلاره، شکیب هم د موضوع یولامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړ.

د هرات د بشر د حقونو ادارې له تازه پیښې لاخبر نلاره  خو په تیرو کې یې هرات کې د ښځو د وژنې په زیادښت اندیښنه وښوله   هرات کې د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون ریس عبدالقادر رحیمی عدلی او قضایی ادارو څخه په ښځو تیریکونکو باندې د قانوند پلی کولو هیله وکړله.

+ لیکل شوی په  سه شنبه چهارم تیر ۱۳۹۲ساعت 14:8  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |