«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

له څلور کاله ځنډ وروسته بالامرغاب ته ښونیزه کتابونه ولیږدول شوه

د دغه ولایت والی احمدالله علیزی پژواک سره په خبرو کې وویل ۵۲ زره ټوکه کتابونه او مربوطه قرطاسیه یې تیرمازیګر پرته له امنیتی مشکله بالامرغاب ته ورسیده او د ۶۸ ښونځيو د زده کونکو د کتاب د کمښت یانشتوالی ستونزه ورسره حل شوه.

« دغه کتابونه ډير یې د هغې سیمې د خلکو له غوښتڼې سره سم په مورنۍ ژبه ورته ترتیب شوی دی  چه تیرمهال دبالامرغاب ښونځيو کې د زده کونکو یوه له غوښتنو څخه وه»

د بادغیس والی ومنله چه د کتابونو په لیږد کې یې سیمه یزه طالبانو سره تفاهم شوی دی. ده پژواک ته وویل« د طالبانو ځو بیلابیلو مشهورو ډلو سره د کتابونو د لیږد او ښونیزه بهیر په اړه اړیکی ونیول شوی هغوی ډاډ راکړ البته د کتابونو لیږد کې د ولسی مشرانو هځې هم د قدر وړ دی»

دغه راز د بالامرغاب ولسوالۍ د معارف امر خیرمحمد خادم هم په ټلفونی تماس کې د کتابونو لیږد کې د طالبانو مرسته تایید کړه ویویل ډاډ یې ورکړی دی چه د ښونیزه پروګرام په اړه به مرسته کوی.

د بالامرغاب د معارف امر وویل د کتابونو رالیږد د دوی د ولسوالۍ لپاره د یوه انقلاب هغومره اهمیت لری او ټول بالامرغابیان ورته خوښ دی.

ده وویل بالامرغاب کې ۶۸ ښونځي شته چه ۹ یې لیسې ۱۷ یې متوسطې یوباب د دینی علومو مدرسه پاته نور د لومړنیو زده کړو ښونځي دی. د زده کونکو شمیر له لومړی بیا تر ۱۲ ټولګی ځه دپاسه ۱۶ زره تنو ته رسیږی چه یونیم زرتنه یې نجونې زده کونکې دی.    دوی  تر دی مهال د کتاب او نورو درسی توکو د نشتوالی ستونزه لرله.

د بادغیس یوه استوګن عبدالحق پژواک سره په خبرو کې سیمې ته د کتابونو په وروړلو ډیر خوښ و. ویویل د کورنۍ درې تنه ماشومان یې د هغې سیمې د اکازو ښونځي کې له دریم تراوم ټولګی زده کړې کوی  تردې د مخه یې د کتابونو نشتوالی یوه ستونزه وه هغه وویل« زمونږ هلکانو او نجونو به یو کتاب په نوبت سره په ۵ تنو ګرځاوه  دغه کباب به هم د ۵ کاله پخوا وه  دمره زوړ او شکیدلی وه چه اصلاٌ توری به یې نه څرګندیدل»

دیه وویل خو اوس چه نوی کتابونه راغلل د زده کونکو په زده کړه به مثبتې اغیزې وکړې ځکه یو خونوی دی  بل ښیګڼه یې داده چه په مورنۍ (پښتو) ژبه دی. د کوم څه لپاره چه مونږه ډيرځله عرایض دولت ته ورکړی و

بالامرغاب د بادغیس ښار قلعه نو شمال ۱۵۰ کیلومترۍ کې یوه ترټولو ګڼه میشته ولسوالۍ ده چه  په ګاونډي هیواد ترکمنستان سربیره  غور او فاریاب ولایتونو سره د سرحد په لرلو ستراتژیکه سیمه یادیږی.  د راپورونو په بنسټ د بالامرغاب  ولسوالۍ ترمرکز پرته نور په ټوله ځمکه له پنځه کلونو راهیسې د طالبانو ښکاره حضور شته  او د هیواد تر تولو بنسټيزه پروژه  د افغانستان د حلقوی سړک کار هم دلته  ځنډ او خنډ سره مخ دی.

نو دا چه طالبانو یې سیمې ته د ښونځي د کتابونو لیږد کې مخالفت ونکړ  ګڼه سیمه یز خلک یې په نیک پال شمیری وایی تمه شته چه د تولنیزه ژوند نورو برخوکې به یې هم سهولت پیدا شی.

+ لیکل شوی په  پنجشنبه سی ام خرداد ۱۳۹۲ساعت 10:28  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |