د هرات درې ولسوالیو کې د ښونځيو د ودانیو د بنسټ ډبره کیښول شوه
د معارف د ریاست ویاند محمد معین صبور نن پژواک ته وویل دغه درې ودانۍ د فرسی، کسهان، او پښتون زرغون ولسوالیو کې په پاخه او اساسی ډول د شپږ میاشتو په موده کې جوړیږی، په جوړونه به یې د ۵ زره نارینه او ښخينه زده کونکو د ځای د کمښت یاد نشتواالی ستونزه حل شی.
ده وویل مالی لګښت یې تر ۴۰۰ زره یورو رسیږی چه د افغانستان د معارف پرمختیایی بودجې، کابل کې د جاپان سفارت او هرات کې میشت د ایټالیاولایتی بیارغونې ټیم ورکړی دی.
د ښونځيو دغه ودانۍ د فرسی د دواب کلی کې د ولایتی بیارغونې ټیم په ۱۴۱۰۰۰ یورو جوړیږی. د پښتون زرغون، ولسوالۍ د ده شیخ، کلی کې ودانیږی مالی لګښت یې ۱۴۵۰۰۰ امریکایی ډالره دی د جاپان د سفارت په لګښت ودانیږی. او د کهسان ولسوالۍ د زینب په نوم ښځينه ښونځی ته د افغانستان د معارف وزارت د پرمختیایی بودجې څخه د ۹۸ زره امریکایی ډالرو په لګښت د ودانۍ کار پیل شو.
د هرات د معارف ریس عبدالبصیر اروین طاهری د دغو ودانیو د بنسټ د دبرې د کیښودو غونډه کې وویل چه ودانۍ یې افغان ساختمانی شرکتونو ته د تړون په اساس ورکړی دی د ۶ میاشتو په موده کې به یې په بنسټیزه ډول چاری تکمیلوی د پروژې له بهیره یې د معارف په مسلګی پلاوی سربیره د سیمې د شورا له خوا هم څارنه کیږی څو تړون سره سم یې په غوره کیفیت چارې په مخ بوزی.
ده دا هم وویل چه هرات کې د کال له سره د ښونې برخه کې ۳۵ پروژې لاس لاندې نیولی چه څه ېې د پیل په مرحلو او یو شمیر یې د بشپړیدو په حال کې دی.
د فرسی د دوآب د ښونځي د ۷ ټولګی یوه زده کونکی شیرحیدر پژواک ته وویل تیرمهال یې د ښونځي د نشتون له کبله ډیر مشکلات ګاللی دی د یخنۍ او ګرمۍ په موسم کې به په لوڅ ډګر درس ته ناست وه خوتردی وروسته به دی وایی د ښونځي ودانۍ په جوړښت دښو صنفونو لرونکی شی.
د معارف د ریاست ویاند وویل په نویو ودانیو کې به زده کونکو ته د څښن د پاکو اوبو او تشنابونو په سیستم سریبره د لوبو ډګر او نور اړین امکانات هم برابر شی.