طالبانو ایران ته د خپل پلاوی سفر تایید کړ
د ایران اسلامي جمهوریت ته داسلامي امارت داستازو دسفر ونوپه اړه دقاري محمدیوسف احمدي څرګندونې
لکه څه رنګه چې د فارس خبري آژانس د ایران اسلامي جمهوریت ته د افغانستان د اسلامي امارت د هیئت د سفر خبر خپور کړی، اسلامي امارت نوموړی خبر تاییدوي.
څه موده وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د مشر په مشرۍ یو هیئت د ایران اسلامي هیواد پلازمېینې تهران ته یو درې ورځنی سفر درلود، نوموړی سفر د دواړو لوریو د علاقې وړ موضوعاتو د څېړلو په موخه تر سره شوی، چې د مربوطه موضوعاتو له څېړلو وروسته هیئت بیرته را ستون شوی دی.
همدارنګه دایران داسلامي جمهوریت په رسمي دعوت داسلامي امارت څو تنونورو لوړرتبه چارواکو په تېرو نږدې ورځو کې دایران اسلامي جمهوریت ته یوبل سفر هم درلود ، ددې سفر په مهال داسلامي امارت هیأت د اسلامي ویښتابه اوعلماءپه نوم په هغه نړیوال کانفرانس کې ګډون وکړ ، چې ددې هیواد په پلازمینه تهران کې دائر شوی وو .
داسلامي امارت چارواکو د وینا په مهال داسلامي امارت دبرحقې داعیې په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل ، او د افغانستان او نړۍ دمهمو مسائلو په اړه یې خپل دریځ په ډاګه کړ .
دا سفر چې دایراني حکومت په رسمي بلنه ترسره شوی ، په ترڅ کې یې داسلامي امارت استازو دخپل اولس او مجاهدینو غږ او غوښتنه دنړۍ دبیلابیلو هیوادونو داستازو ترغوږونو ورسوله ، او دروان وضعیت په اړه یې معلومات ورکړل او هم یې دایران داسلامي جمهوریت له لوړ رتبه چارواکو سره په بیلابیلوموضوعاتومثبتي خبري وکړي ،په ځانګړي توګه دهغو افغان مهاجرینو مسئلې یې یادي کړي چې همدا اوس په ایران کې میشت دي ، دوی له ایراني چارواکو وغوښتل ، چې دافغان مهاجرینو دستونزوحل ته ډیره توجه وکړي او په دې برخه کې دترخو وقائعو دپیښېدو مخه ونیسي .
تردې وړاندې هم داسلامي امارت استازو په جاپان او فرانسه کې په نړیوالو کانفرانسونو کې دشرکت له لارې خپل دریځ نړیوالو ته ابلاغ کړی وو ، چې پایلې یې مثبتې وې .
باید ووایو چې اسلامي امارت ددوه اړخیز احترام په چوکاټ کې تل د نړۍ او سیمې له هیوادونو سره داړیکو پاللو هڅه کړې او په دې برخه کې به بیا هم خپلې هڅې ونه سپموي .
داسلامي امارت و یاند قاري محمد یو سف احمدي
۱۴۳۴/رجب/۲۴هق