«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات کې یوه تن خپله ښځه ووژله

د هرات د ښاری څارنوالۍ ریس څارنمل ګل احمد نظری نن پژواک ته وویل چه تیره شپه ادرسکن ولسوالۍ کې یوه تن خپله ښځه د تیشې په زریه وژلې او مجرم له سیمې تښتیدلی دی.

ده وویل د پیښې لامل کورنی تاوتریخوالی یاد شوی دی  په پیښه یې پولیس پلټنې کوی د هرات د بشر د حقونوکپلواک کمیسیون  ریس غلام قادر رحیمی په پیښه په خوابدی سره وویل د روان کال دوه میاشتو کې دولایت په کچه لس میرمنې د کورنی تاوتریخوالی قربانی شوی دی.

د یوه بل خبر په اساس تیره ورځ د هرات لومړنۍ محکمه کې د محمد سلیم په نوم  یوه تن ته د اعدام سزا واورول شوه

د هرات د لومړنۍ محکمې ریس قاضی غلا رسول منصور وویل دغه ځوان د تیرکال په وروسیتو کې د هرات ۸ ناحیه کې خپل مور وژلې وه  د کره جرمی شواهدو په اثبات سره  محکمې د اعدام پریکړه ورته واوروله.   قاضی وویل تورن ته نورو محاکمو کې د دفاع حق ورکړل شوی دی.

+ لیکل شوی په  جمعه دهم خرداد ۱۳۹۲ساعت 14:8  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |