هرات کی دوه تنه اعدام شوه
د هرات والی ډاکټر داود شاه صباه هرات کې د یوه ماشوم دوه تنه تښتونکو د اعدام د سزا د تطبیق خبرتایید کړ ویویل ۱۰۰ تنه نورو جنایی مجرمینو باندې هم قضا د اعدام حکوم کړی چه دولسمشر دلاسلیک په صورت کې به یې حکوم عملی شی:
«قانون د عملی کولو په لړ کې دوه تنه د انسان تښتونې او وژنې په تور د ولسمشر حکوم سره سم اعدام شوه څو په دغه ډول دوی ته سزا او نورو انسانانو له پاره د عبرت سبب وګرځی»
جليل احمد او عبدالسميع، چه تیرکال د ۸ کلن علی سینا نوروزی په نوم د یوه سوداګر دزوی د تښتونې او وژنې په جرم نیول شوی و درې ګوونو محکموکې قاضی د اعدام پریکړه ورته اورولې وه دوی هم په کړی جرم اعتراف لاره، چه دولسمشر له تایید وروسته د شنبې په ورځ لس بجې د هرات په محبس کې اعدام شول، شول.
د مقتول ماشوم پلار نصیر نوروزی او میرمن یې د افغان ولسمشر د پریکړې هرکلی ورکړ ویویل دا چه د زوی قاتلان یې مجازات شوه نور ارمان نلری:
له دغو کسانو سره مل دوه مېرمنې او څلور نارينه له ٦ تر ٢٠ کلونو پر تنفيذي بند محکوم شول.
د مدني ټولنې او بشري حقونو فعاله ګلثوم صديقي د يادو مجرمنيو اعدام ښه پيل وباله او زياته يې کړه، چې د قانون په پلي کېدو سره به د خلکو سر او مال خوندي شي، د تښتونو او نورو جرمونو په کچه کې به کموالى راشي.
د دې په وينا، دې ته ورته نور مجرمين هم شته، چې بايد سزا ورکړل شي.
په هرات کې د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون ریس عبدالقادر رحیمی په دې سربیره چه د عدالت پلی کولو طرفدار وه خو ویویل د تازه اعدامونو په موضوع دوی تحقیق کوی« د محکمې جریان څخه مونږ څیړنې کو په هرصورت د بشر دحقونو د عدالت او قانون د تطبیق پلوی دی خو په دې شرط چه د عدالت په نوم عدلی او قضایی ادارو کې د چاه حقوق نقض شوی نوی»
د طالبانو ترواکمنۍ وروستته تیرو لس کلونو کې هرات کې د حکومت له خوا د اعدام دا لومړۍ پلا ده باید ووایم چه د اعدام دعملی اجرایې د رسنیو او عامو خلکو له حضور پټه وشوه.