«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

بالامرغاب کې پنخه سرحدی پولیس ووژل شوه

په لودیځ زون کې سرحدی پولیسو مشر ومنله چه تیره شپه یې دبادغیس بالامرغاب ولسوالۍ کې په یوه پوسته د طالبانو برید کې پنځه تنه پولیس ووژل.

د سرحدی پولیسو قوماندان جنرال شیر احمد ملدانی نن په هرات کې خبریالانو سره په خبرو کې دغه خبر تایید کړ ویویل د ۲۰۰ په شمیر کې طالبان تیره شپه بالامرغاب کې د سرحدی ځواکو په پوسته په حمله ورغلی دی جګړی ټوله شپه دوام کړی او د سیمې خلکو په مرسته ځواکونو پوسته طالبانو ته نده پریښې خو نښته کې ۵ تنه پولیس وژل شوی دی یو ټپی شو.

ده وویل د جګړې له میدانه داسې نښې  ښکاری چه طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقیق شمیر یې نده څرګند.

له سیمه کې د عبدالله په نوم یوه وکړی هم  دټلفون په کرښه د سختې جګړی حال ورکړ خو زیاته یې کړه چه طالبانو د شپې په مهال د پوستې په نیولو سره پنځه تنه پولیسو ووژل او د هغوی وسلې او امکانات یې ځان سره وړی دی. خو دولتی مامورینو دغه ادعا ناسمه وبلله.

طالبانو په تازه پیښه نظر نده ویلی.

+ لیکل شوی په  دوشنبه نهم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 17:24  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |