د انجیل د امینه قوماندان د نیولو په اعتراض کې د شندند خلکو مظاهره کړې
د شندند لسګونه خلکو نن ۹ بجو راهیسې د عزیز اباد ښارګوټي کې لاریون پیل کړی دی چه د دغه راپور ترمهال یې جریان درلود دوی ادعاکوی چه حکومت دهرات د انجیل ولسوالۍ امنیه قوماندان د یوه سوداګر د زوی اختطاف پیښه کې په لاس لرلو ناحق نیولی دی د بیرته ازادی غوښتنه یې کوی. د انجیل پخوانی د امنیه قوماندان د شدند اصلی استوګن دی او د یوه سوداګر د زوی تښتونکو سره دلاس لرلو شک په کیږی.
تیر کال په هرات کې د نصیر احمدنوروزی په نوم یوه سوداګر ۸ کلن زوی علی سینا نوروزی تر تښتولو وروسته ووژل شو چه په اتهام یې د دوه ښځو به ګډون اته کسان نیولی شوی دی
په دوه تنو یې لومړی او د مرافعې محکمه کې د اعدام حکوم شودی او ۶ نورو ته یې له ۶بیا تر ۲۰ کاله د بند سزا اورول شوې ده چه قضیې سره په تړاو په داوروستیو کې د انجیل امنیه قوماندان او دوه نور پولیس هم تحقیق ته کینول شوه.
دغه موضوع په خپل وخت د هرات امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپی پژواک ته تایید کړې وه. ویویل یادکسان یې تر نظارت لاندې راوستی که بې ګناه وپیژندل شی بیرته به یې ازاد وی.
خو د شندند خلک چه لاریون کې یې ګډون لاره له لویه سره د انیجل ولسوالۍ امنیه قوماندان نیول ناسم ګام بولی وایی باید پریښول شی
د عصمت الله په نوم یوه لاریونکی دولت څخه د انصاف هیله وکړله« مونږ د انسان تښتونکو پلوی نکو بلکې لاریون مو په ډې کړی چه کسان مو بې ګنا نیول شوی او د موضوع ترشاه قومی او سیاسی لاسونه کار کوی. نوغواړو چه دوسیه باندې له سره غور وشی او بې کناه کسان ازاد کړی شی»
د هرات د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مل پاسوال عبدال حیمد حمیدی وویل د شندند لاریون کې تاوتریخوالی نشته او غوښتنو د اوریدو لپاره یې سیمې ته یو پلاوی ولیږل شو اوازونه به یې تر عدلی او قضایی ارګانونو ورسول شی.