«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هراتیان وایی له ایران څخه مړی را ولیږدول خو د قاتلیینو تر سپارلو به یې خاورو ته ونه سپاری

 

د هرات د کهسان ولسوالۍ خلک له ایران څخه د خپلو ۱۳ وژل شویو دوستانو د اجسادو په رالیږد بریالی شول. ۴۱ کلن میرخان چه د خپل یو  زوی او ځوان ورور او نورو وژل شویو کسانو تابوتونه یې رالیږدول، نن ماښام یې د هرات روغتون کې پژواک ته وویل: «دغه کسان ټول ۱۳ ځوانان وه د تیرکال د ۶ میاشتې په ۴ تاریخ ایران ته د مذودرۍ لپاره تلل چه ایرانی سرحدی ځواکونو ترژوندی نیولو وروسته په مرمیو ویشتلی و مړی یې د داسلام قلعه سرحد ته نږدې ۲۵ کیلومترۍ  دایرامن تی اباد  ښار کې پټ کړی و چه تر ۶ میاشتو دعو وروسته دادی د مړیو په رالیږد وتوانیدلو»

میرخان د سلام کلا ښار د احمد اباد اوسیدونکی دی، اجسادو سره د کهسان ولسوالۍ تر سل تنو زیات خلک راغلی وه  د وژل شویو دوستانو تابوتونو ترڅنګ یې د هغوی عکسونه هم ځان سره لرل.

میر خان وویل دافغان حکومت د بهرینو چارو وزارت ایران ته د سفر او خپلو وژل شویو دوستانو د وژنې د تحقیق او قبرونو د سپړنو او تشخیص زمینه ورته برابره کړه

خو په دې سربیره یې هم په ایرانی او یو شیمر افغان چارواکو او د ولسی جرګې یو شمیر هراتی وکیلانو تور لګاوه چه د پیښې د نه خبری کولو ټینګار په  کوی.

ده داهم وویل چه ایران هم ورته شرط باندې اجساد ورکړه ۴ جسدونه یې د روانې میاشتې په ۲۱ ورځ ورته وسپارل دا سې شرط یې په ایښې وه  که دغه پرته له رسینزه خبر  خاورو ته وسپارل شو نور نهه تنه مړی به هم ورته سپاری  چه بیاهمداسیې وشوه.

حبیب الله د ۵۵ کلونو عمرلرونکې ده پژواک ته یې وویل چه پیښه کې د حفیظ الله په نوم ۱۹ کلن زوی وژل شوی دی  ده  ایران ظالم وباله ویویل د خپل مظلومیت چیغه به ملګرو ملتونو او د بشر د حقونو ادارې ته ورسوی.  ده وویل نور هیڅ له لاسه نه ورکوی تر هغو به جسدونه خاورو ته ونه سپاری څو د ملګرو ملتونو په زور یې ایران قاتلین   نړیواله محکمې ته ونه سپاری.

ایران کې د افغانانو دغه وژنه باندې تیرکتل څوپلاهراتیانو دغه ولایت کې د ایران سرکنسلګری په وړاندې اعتراضی لاریونه نه هم وکړل  چه یوه پلاخو په کنسلګری باندې د خلکو دیرغل په اعتراض د یوې اونۍ لپاره کنسلی چارې هم معطل کړی،  ایرانیانو ویل چه داسې کومه پیښه د دوی خاوره کې نده شوې.

خو اوس چه دا موضوع روښانه شوه د خبریالانو له پرله پسې اړیکوسره سره  نه د ایران کنسلګری مامورینو اونه هم د هرات ولایتی چارواکو رسینو سره خبرو ته حاضر  شوه.

د هرات د روغتون یوه مسول ډاکټر هم د نوم نه خپرولو په شرط وویل دوی ته نن ۹ مړی له ایران  رسیدلی دی  د وژنې په څرنګوالی به یې تر تحیقیق وروسته زسنیو ته خبرې وکړی.

+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و هشتم فروردین ۱۳۹۲ساعت 20:10  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |