«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

په هرات کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي تازه پیښې

دیرش کلنه ګلثوم د غالیۍ اوبدلو یوه روزنیزه مرکز کې د کار له ګبله د میړه د مخالفت په وجه د جړې په تېغ ټپي روغتون کې یې ژوند له لاسه ورکړ، د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونوال نورخان نیکزاد دویچه ویله المان راډيو سره په خبرو کې د قتل دغه ډول تر ټولو ظالمان یاد کړ، داځکه د وژل شوي میرمنې په تن د هغې د دوه تنکیو ماشومانو په حضور د چړو ګزارونه شوي دي:

د هرات دشهري څارنوالي مشر ګل احمد رامش وویل دمیرمن ګلثوم د قتل دوسیه ورسیدلي، د عدالت د پلي کولو ډاډ یې ورکړ:

په هرات کې د روان هج ل کال له پیله دا دمیرمنو دقتل ۱۷ پیښه ده چه د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون د ښځو دچارو مسولې په وینا د تیرهر بل کال په پرتله ډیر ارقام دي. د یادې ادارې مشرې ملکه رسولي، د زون د څلور ولایاتو په هرات سربیره بادغیس، فراه، او نیمروز کې ټول ټال واقعات ۲۷ وګڼل چه د ټولو وژنو یو له عواملو ناموسي قتلونه دي.  په کوم څه چه روان کال د ملګروملتو اړونده ادارې هم د افغانستان په کچه د زیادښت اندیښنه وښودله:

په هرات، په ټولیزه ډول افغانستان کې د ورته تاوتریخوالي تر شاه یو شمیر راپورنوکې د نارینه ؤ زیاتي څخه شکایت کیږي. خو د هرات په انجیل ولسوالۍ کې تیره میاشت پولیسو داسې یوه قضیه کشف کړه چه د یوې نوې واده شوې میرمنې ماګل، نومې ښځې سر دهغې د خواښې په زریعه پرې کړي شوي وه.

د هرات امنیه قوماندان دغه ښځه رسماً د قتل په تور یوه مطبوعاتي کنفرانس کې متهمه او د عدالت له پاره یې اړونده ادارې ته وسپاله.

خو دغه ښځه چه پريګل،  نومیږي د هرات د پولیسو په توقیف کې یې د خپلې ناوې انګور وژنې ته په کور د غلو د لویدو رنګ ورکړ،  په ځان لګول شوي تورونه یې بې اساسه وبلل: خو دهغې له انکار سره، سره مامورین وايي کره شواهد په لاس لري چه دا په قتل کې ښکیل ده

انجیل او کرخ چه د تاوتریخوالي د تازه پیښو شاهدې وې، د هرات ښار ته ترټولو نږدې واټن کې پرتې ولسوالي دي، د عیني شهدانو په وینا استوګن یې تر یوه بریده متمدن او زده کړي دي،  ځکه نو د ښځو دملاتړ ګڼه فعالین اندیښمن دي، دویچه ویله المان راډيو ته یې وویل دناوې ماګل،  او دوه ماشوانو مور ګلثوم پیښې چه د حکومت تر کنترل لاندې سیموکې منځ ته راغلي د اندیښنو وړ دي؛ په دې ډول نو پوښتنې راپورته کوي،  چه د لرې پرتو سیمو میرمنو ورځني حال به څه ډول وي؟  

هغه چه د دوي په وینا د مطبوعاتو له دید څخه ګوښی پاته دي. ځکه دا کسان حکومت ته د ښځو د ژوند د سمون د هڅو او تیري کونکو عدالت ته د راکشکاګلو غوښتنه کوي

+ لیکل شوی په  پنجشنبه یازدهم آبان ۱۳۹۱ساعت 11:49  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |