غور کې لاریون
دغور ولایت لعل سرجنګل ولسوالۍ سلګونه وګړي په اعتراضي لاریون واټونو ته راووتل افغان ولس مشر څخه یې سیمه کې د بنسټیزه پروژو له دغه منځه د غور هرات او غور کابل د سړک د پروژې د پیل هیله وکړه.
له لعل سرجنګل ولسوالۍ څخه د غور ولایتي شوراکې د خلکو استازي؛ احمد صادق یوسفي، دویچه ویله راډيو ته په ټلفون سره وویل نهه کاله د مخه ولسمشر حامد کرزي د دوي سیمې ته ورغلي وه؛ خلکو سره یې د دغه سړک د ډمبرولو ژمنه وکړه خو په عمل کې د دغمره عمر په تیریدو هیڅ کار نده شوي
«دیني علما، ولسي مشران، میرمنې او ماشومان د ۵ زره تنو په شمول لعل سرجنګل ولسوالي عمومي واټ ته په لاریون راوتلي مرکزي ادارې څخه د غور کابل او غور هرات د عمومي سړک پخول غواړی او په دغه برخه کې د افغان ولسمشر د ۹ کاله وړاندې ژمنې پوره کولو هیله لری. د غور ترمنځ سړک د افغانستان مرکزي دهلیز په معني دي او زمونږ د خلکو اقتصادي ژوند تړاو ورسره لري»
له هرات بیا تر غور او بیا له دغې لارې کابل ته سړک د کار پوهانو په وینا د دې ترڅنګ چه د هرات کابل اوسني سړک څخه ۲۵ سلنه منزل لنډوي ګڼه نورو مرکزي ولایاتو اقتصاد لپاره هم مهم یاد شوي دی. ځکه نو ډيري دولتي چارواکي یې تل په خبرو کې په جوړښت ټینکار کوي او د غور د خلکو په وینا چه افغان ولسمشر یې د جوړښت کلکه ژمنه هم ورسره کړي وه.
دغه سړک له دې درکه هم د غور خلک د ځان لپاره مهم بولي چه سیمه کې ټولې لارې خامه دي او د ژمي په مهال د واورو له کبله نږدې ټول ساړه موسم کې د ترافیکو په مخ بنده او خلک یې له کبله ډيرې ستونزې ګالي.
د لعل سرجنګل ولسوال محمد حسین دانشیار، د خلکو لاریون سوله ایز وباله ویویل د سړک جوړښت د خلکو لپاره حیاتي او مرکزي ادارې ته یې ده تیرمهال هم شکایات رسولي دی:
«دلته سړک ډیر خراب او بیلابیلو طبیعي حالاتو کې خلک ستونزو سره مخ کوي ځکه نو د مدني ټولنو ګڼه فعالین او سیمه ایزه خلک واټونو ته راووتل هیله یې داده چه د جوړښت پروژه یې د راتلونکي کال د حکومت پرمختیایي بودجه کې ونیول شي»
باید ووایم چه لاریون د ګډونوالو په پریکړه لیک سره پرته له کومې امنیتي پیښې ختم شو دولتي مامورین وایي دوي یې غوښتنې یاداشت او دحل لپاره یې مرکزي اداره په جریان کې واچوله