«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

بالامرغاب کې بیا هم سیه یزه خلک زیانمن شوي دی

د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ ګڼه خلک په حکومتي ځواکونو ملکي وګړو سره د زورزیاتي تور لګوي.  دغه کسان چه د شنبې په ورځ په ټلفوني تماسونو خبرې کولې ویویل د میران زو، په کلي کې برایي ورځ د پولسو په یوه موټر دسړک د غاړې مین پټاو شو  ځوابي حمله کې یې ځايي دولتي پوستي په عامو کلیوالو ډزې کوي چه تراوسه یې د دوي په وینا د ښځو او ماشومانو په ګډون تر شل تنه زیات ټپیان او ځینې وژلي هم دي.

دوي ویل ټپیان یې نږدې کلنیک او هرات روغتون ته د موټرو په زریعه ولیږدول او د مړیو شمیر ځکه دقیق نشي ویلي چه لاهم په سیمه کې ډزې روانې او خلک د دوي په وینا له یوه کلي بل ته نشی تلي.

د دغې ادعا په اړه لا ځایی چارواکو نظر نده ویلي  خو په تیرو کې څوځله ورته پیښې تکرار  او د جګړې په منځ کې د ملکیانو د زیانونو خبرونه خپاره شوي وه. چه حکومتي مامورینو هغه مهال تر ډيره بریده پړه په وسله واله طالبانو اچوله چه د دوي په وینا د ولسي خلک د سپر په توګه کاروي.

خو طالبان بیا برخلاف پړه په دولتي ځواکونو اچوي،  ولي که هر څه وي  حقیقت داده  چه تل ولسي خلک د جګړي له طرفینو د نه ترحم شکایت کوي.  وایی د جګړې اصول او دخلکو حقوق تر پښولاندې ګوي شسیمه یزه خلک د خپلې ادعا دثبوت لپاره سیمې ته دولتي پلاوي او د ولسمشر حامدکرزي ځانګړې توجه غواړي.

+ لیکل شوی په  شنبه هجدهم شهریور ۱۳۹۱ساعت 18:26  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |