«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دکهسان ولسوالی دتاخام نومی کلی منځی ښونځی ته دایټالیاولایتی بیارغونی ټیم په لګښت دښونځی ودانی په پاخه اواساسی ډول جوړه ګټی اخیستنی ته چمتوشوه دهرات دښونی ریاست مرستال عبدالبصیراروین طاهری وایی لګښت یی ۹۷زره یوروشوپه جوړونه یی د۴سوه ماشومانودزده کړی دځای دکمښت ستونځ هواره شوه«له نیکه مرغه دښونځیودرغونی لړکی مونږدکهسان ولسوالی دتاخام دښونځی ودانی جوړه لګښت یی دایټالیاولایتی رغونی ټیم په غاړه وه اته ټولګی څلوراداری خونی په ۷سوه مترمربع زیربیناسره ودانی په پاخه اواساسی ډول جوړه شوه»دکهسان ولسوال نوراحمدهفت بلادخپلی ولسوالی خلک ناداره خودښونی مینوال وبلل سیمی ته یی دښونی دتقوی برخه کی ددولت له کړیوکارونومننه اودلاپام لرنی هیله وکړه«دایونیګ ګام وه مننه اسلامی دولت نه مننه کوم مونږدروان کال په اوږدوکی وتوانیدوچه ۶بابه ښونځیوته ودانی جوړی کړودلته خلک تعلیم سره مینه لری اوولسی مشران دښونی پراختیاکی فعاله ونډه لری»ولسوال وویل هیڅ داسی یوکلی یی ولسوالی کی نشته چه هلته ددهغه په وینااستوګنوته یی ښونیځی نه وی برابرشوی مګردښونځیوودانی کمښت یی بیاستونځه وبلله وویل ډیری ماشومان پرته له سرپناپه خړمیدان زده کړی کوی.هرات کی دولتی مامورین وایی له دی سره سره چه سلګونه ښونځیوته دنړیواله بیلابیلوخیریه ټولنوپه کومک ودانی جوړی شوی خوالاهم دڅه دپاسه ۶سوه زده کونکو۴۰په په سلوکی پرته دښونځی له ودانی زده کړی کوی دلته په داوروستیوکلونوکی دکتابونونشتوالی یوه بله ستونځه وه خودمعارف دریاست مرستال وایی داستونځه اتیاپه سلوکی حل شوه«له نیکه مرغه دښونی وزارته په ځانګړی پاملرنه یولیونو۷څه دپاسه ۴۰زره ټوکه کتابونه له ۷ټولګی بیاتر۱۲ټولګی راورسیدل اتیاپه سلوکی دکتابونودکمښت ستونځه حل شوه»دکتابونودویش لړی دهرات والی احمدیوسف نوریستانی په لاس پیل شوه مامورین وایی دنوی کال روزنیزه پروګرام له پیله سره به یی ټولوښونځیودولات ته ورسوی.

                                           

+ لیکل شوی په  پنجشنبه هشتم اسفند ۱۳۸۷ساعت 13:34  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |