«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

غورکې سیلاب منارحام ته هم زیان واړاو

د غور د والی ویاند عبدالحی خطیبی په ټلفون سره هغه ولایت کې د سختو سیلابونو، د راوتلو خبر تایید کړ،  ویویل د لومړینو دقیق معلوماتو په اساس تر اوسه ۴ ولسوالیو لکه،  شهرک، تولک، جهارصده او دولتیار ولسوالیو کې د باران او سیلابونو په وجه ۲۴ تنه مړه، سلګونه جریبه ځمکه تخریب او ډیر څاروی له منځه تللی دي:

«تراوسه د اورښت او سیلابونو په وجه ۲۴ تنه مړه نهه تنه ټبیان دی. زرګونه ونې اوسلګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوه. څاروی ډیر قتل شوی او په څلور ولسوالیو کې د خلکو ترمنځ لارې  د ترافیکو په مخ تړلی دی»

غور د افغانستان یو له مرکزی غرنیو ولایاتو څخه ده چه په ټول ولایت کې یې سړک نده پوخ شوی.  ځکه نو په ورته طبیعی پیښوکې خلک ژر روغیتایی مراکزو ته نارغانو  رسیدو کې ستونزو سره مخ وي.

په دغه ولایت کې ګڼه  لرغونې عابدې شته. چه له منځه یو یې یوه هم شهرک ولسوالۍ کې د منار تاریخی جام دی، کومه عابده چه د یونسکو کلتوری ټولنې د نړۍ میراث کې ثبت کړې او دجهان په کچه یې د خپل ډول بې ساری اثر بللی. خو د غور د والی ویاند وویل له بده مرغه د جام د منار،  استنادی دیوال سیلاب ړنګ کړ،  خپله جام هم د سیلاب ګواښ سره مخ دی:

«بلې د جام منار استنادی دیوال سیلاب وړی منار ته هم تهدید متوجه دی د ژغورنې لپاره یې همدا اوس یو بلډوزر او څو کسه کارکونکی په ماموریت وګمارل شو»

خو په دې سربیره هم په غور کې ګڼه خلکو د زیانونو دزیادښت او حکومت د نه پاملرنې شکایت وکړ.

په سیمه کې له طبیعې پیښو سره د مبارزې له ریس عبدالحامد دادفر،  څخه مې وپوښتل.  ده هم د مړیو شمیر ۲۵ ټپیان ۹ تنه او نور زیانونه هم لکه د والی د ویاند په رقم هسسې وویل: خو ویویل په اداره کې یې مالی توانمندی نشته څو بیړنۍ مرستې وکړی:

«مونږه ۱۳لکه افغانۍ په واک کې لرلې د څلور ولسوالیو لارې مرکز، هرات او کابل سره د ترافیکو په مخ تړلی دي د خلاصون لپاره مو دوه سکواټره واستول نور امکاناته نشته راسره مرکز مو په جریان کې اچولی هیله شته مرستې به وکړی»

دا په داسې حال کې ده  چه له دې وړاندې څو پلا مرستندویه ټولنې او د بیړنیو مرستو ادارې د عاجلو پیښو تر رامنځته کیدو مخه  د پوره تیاری ډاډ ښودلی وه. خو په دا ورستیو کې د هیواد بیلابیلو سیمو کې ښکاره شوه چه  په وخت خلکو ته مرستې نه رسیدې او د ګڼه خلکو د مرګ ژوبلې پیښې رامنځته شوې.  ځکه نو عام خلک د حکومت په یاد ه اداره د اداری فساد نیوکې کوی ولسی جرګې او عدلی ادارو څخه هیله لری چه په دغه هکله دی معلومات وکړی.

+ لیکل شوی په  شنبه سوم تیر ۱۳۹۱ساعت 16:23  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |