«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

د غور د ښځو حال

د غور د ښځو چارو ریسه میرمن معسومه انوری، ازادی راډیو سره په خبرو کې د خپل ولایت د ښځو په حال اندیښنه وښوده.  ویویل زور واکې،  ټوپک مار د تاوتریخوالی اصلی عاملین دی، جبری او د کم عمر ودنوزیادښت د دې وجه شوې چه ځینی میرمنې په ځانګړی ډول پیغلې د خلاصون له کبله مرګ ته مخه کړی:

«د ښځو چارو ریاست تایید وی چه سږ کال په ښځو د زور زیاتی فصدی تر ۹۰ درجې رسیدلی ده  غور کې تیر مهال مونږ ډیر کمې پیښې لرلې»

د غور د ښځو چارو ریسه وویل د دوه میاشتو په اوږدو کې یوازې  د لعل سرجنګل ولسوالۍ  کې د میرمنو د وژنو یا ځان وژنې ۵ پیښې ور سره ثبت شوی دی، چه عامل یې اجباری ودونه وه.  خوحکومت یې تر اوسه پیښه باندې تحقیق نده کړی چه دوی ریښنیاهم وژل شوی که   ځا وژنه  یې کړې.

غور کې د جهاد د مهال ډیری قوماندانان لاهم په وسلو سمبال دی. که څه هم په ظاهره دا وسله وال ځانونه  حکومت پلوه یادوی،  خو د غور د ښځو د چارو ریسه وایی کړنې یې د خلکو او دیموکراسی خلاف دی.  د دودیزه باورونو په وجه  له ځوانانو یې د ژوند د ملګری انتخاب اخیستی  او کردار یې ټولنه کې،  د ښځو حضور لپاره تهدید دی.

ځکه د هغې په وینا دا ډول وسله والو په څو مواردو کې له مکتب څخه نجونې او کلنیک څخه روغتیایی کارکونکې تښتولی دی.  چه وروستۍ بیلګه یې د لطیفې په نوم د یوه کلینک روغتیا پاله وه.  پنځه ورځې یوه قوماندان ځان سره وړې وه.  دغه ځوانه میرمن بیا د والې په هڅه وژغول شوه.  خو عامل یې لاهم ازاد ګرځی.

د غور د والی ویاند عبدالحی خطیبی، دا تورونه،  نه ردوی خو وایی پولیس یې د عالملینو د لټون او نیولو کار پیل کړی دی.

خو ترکومه ځایه چه د ښځو د ځان وژنې دود شو، دایې د خپل ولایت په کچه  نوی او له ګاونډی هیواد ایران څخه د مهاجرو راتګ سره یو ناوړه تقلید وښوده:

«د پولیسو د څیړنو له مخې ټولو هغو میرمنو چه ځان وژنه او یاهم د ځان وژنې هڅه کړې د ایران له مهاجرت څخه راستنې شوی دی،   دغه دود یې هم له ایران څخه ځان سره راوړی دی»

د غور دوالی ویاند وویل دینی علماو اوسیمه یزه خلکو سره په خبرو به  خلکو کې  د عامه پوهاونې  پروګرام په لار واچوی تر څو نارینه د ښځو حقونه مراعات،  اوهغه میرمنې چه له کورنۍ شکایت کوی د خلاصون لپاره مرګ ته نه،  بلکې عدلې او قضایی ادارو ته مخه کړی.

+ لیکل شوی په  یکشنبه چهاردهم خرداد ۱۳۹۱ساعت 18:18  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |