په هرات کې ۱۵۰ تنه پولیس له ۵ میاشتنې روزنې وروسته، فارغ شوه
د افغانستان غرب ۶۰۶ نمبر د انصار په نوم د زون د پولیسو قوماندانۍ تعلیمی مرکز څخه ۱۵۰ تنه پولس له پنځه میاشتنۍ مسلکی زده کړې وروسته فارغ، رسمی غونډه کې د باور پاڼې په ور کړه سره یې هیواد ته د خدمت لوړه وکړه:
د زون د پولیسو قوماندان، جنرال سید احمد سامع، د دغو پولیسو د فراغت مناسبتی غونډه کې وویل له یاد تعلیمی مرکز څڅه تراوسه ۱۵ زره تنه پولیسو مسلکی، عقیدوی او د بشر د حقونو د رعایت زده کړې، کړې دی. هغه چه د ده په وینا اوس، اوس د هیوا بیلابیلو برخو کې په دندو بوخت دی.
فارغ شویو پولیسو وطن ته د وفاداری او په شجاعت د خدمت هوډ، لاره ټول هغه یې چه ازادی راډیو ته وغږیدل ویویل د دین، وطن او نوامسو د خدمت له پاره قربانی ته تیار دی:
غونډه کې دا هم وویل شوه چه د دغې قوماندانۍ ۴۰ تنه افسرانو ته هم د مهارتونو درې ورځنی روزنیزه سیمنار ور کړل شو. هغه چه پایلې یې ګټورې وګڼل شوې
باید ووایم چه د افغان پولیسو د روزنې چارې او لګښت د نړیواله ټولنې په غاړه دی. د چارواکو وینا ده، چه له ۲۰۱۴م کال پورې به د ټول هیواد امنیتی چارې خپله افغانان سمبال کړی. د ناټو چوکاټ کې بهرنی عسکر به خپلو، خپلو هیوادونو ته ستانه شی. همدااوس د ټول هیواد نیمه برخه افغانان پوځ سره ده او د هرات له درې ولسوالیو پرته نور د ټول ولایت چارې افغانی شوی دی.
تر دې د مخه د افغان پولیسو په مسلکی وړتیا او سلوک څه نیوکې موجودې وې. خو تر دې وروسته مامورین وایی دا تشه ډکه او د پولیسو او خلکو ترمنځ د مرستې او باور فضا منځ ته راغلې ده.