دنیمروزوالی ډاکټرغلام دستګیرازادپه ټلفون سره ازادی راډیوته وویل حمله کونکی تربریدوړاندی دپولیسوله خواوپیژندل شوه خوپه دی سربیره هم ترهدفه وړاندی یی دباروتی وساکټونوپه چونه ځانونه منفجریوپولیس مړاودری نورټپیان شوه.دپیښی مسولیست طالب ویاندقاری محمدیوسف احمدی په غاړه واخیسته وویل بریدکونکی دوهاړه دنیمروزاستوګن ۱۳کسه پولیس یی وژلی اوتردیرش کسه زیات یی ټپیان پرځای پریښول مګرازادیی دانسانی اضافه زیان ادعاردکړه خودپنځه نظامی موټرودتخریب خبره یی ومنله ازادوایی طالبانویی ولایت کی دجنګ روحیه له لاسه ورکړی اویواځی په انتحاری بریدونویی دخلکوژوند دناکراری هڅه کوی.دیوه بل خبرپه اساس وړمه شپه ناڅرګندووسله والودهرات نسبتاارامه ولسوالی اوبی په یوه امنیتی پوسته بریدوکړیوامنیتی چارواکی چه دنوم اوغږله خپرولوډډه کوی وویل سړیوته زیان نده اوښتی خوځینی وسایل وسله والوولوټل مګرطالب ویاندوایی پیښه کی یی دوه پولیس وژلی څوتنه له ځان سره بوتله اودامنتی پوستی ودانی یی وسوځوله دغه ادعادولتی مامورین بی اساسه بولی.