«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

د هرات زندان له نږدې ۲۶نیم سوه بندیانو تر زر، تنه یې په مخدره موادو روږدی دی

له ونې دنګه، ظاهر ښکلی، خو له رنګه زیړې زبیښلې تور پړنی کې نغښتې پیغله اوس، اوس د هرات زندان د ښځینه وو برخه کې ساتل کیږی. ارامه حرکات، کراره، لهجه   او ګوښی ناسته پاسه یې سوال برانګیزه وه،  ځکه نوماهم له ټولو وړاندې له هغې څخه د نوم وپښتل:

هغې نوم شیرین شابانی، راوښوده وویل د ایران ده په مخدره موادو روږدې وه، خو یوه میاشت راهیسی چه زندان ته راغلی نشه یې پریښی ده:

ترې ومې پښتل زندان کې د اعتیاد د پریښودو درمل ورکړل شوی؟ ګه څنګه.  په نه سره یې ځواب راکړ ویویل عادی تابلیت کاروی.

شیبانی ونه ویل چه په کوم جرم بندی او افغانستان ته یې راتګ څه عوامل لرل. خو دایې بیا وویل چه زندان کې نورې په نشو روږدی ملګری هم لری

معمولا ورته کسانو ته په ټولنه کې بد نظر باندې کاته کیږی دلته څنګه؟ یوې بلی زندانۍ میرمنې څخه مې له هغوی سره د نورو دسلوک وپوښتل ویویل لکه د دناروغ په ډول هسې سلوک ورسره کوی.

د هرات زندان څلویښت کاله وړاندې شرایطو ته په کتو جوړ شوی دی. د څلور سوه کسانو د ځای تابیا پکې نیول شوی ده، خو اوس په میرمنې او نارینه ۲زره، ۶نیم سوه زندانیان پکې شته البته نارینه یې جلا او ښځې بیله ودانۍ لری.

که څه هم ازادی راډيو ته د نارینه وو له برخې د کتنې اجازه ورنکړل شوه، خو بهرکې ځینی باوری خبری سر چینو په نارینه وو کې هم د یوې لوی برخې د محبوسینو په نشو د روږدتیا وویل. په داسې حال کې چه د رغونې لپاره هیڅ روغتتیایی پروګرام نه لیدل کیده.

همدغه پوښتنې مې د محبس امر جنرال شامیر امیر پور،  څخه وپوښتلې خبرونه یې یو په بل پسې تایید کړه ویویل له ۸ سوه بیا تر زرتنه بندیان په نشو روږدی لری.

د زندان چاری په داوروستیو کې له عدلې وزارت څخه د کورنیو چارو وزارت چوکاټ ته سپارل شوی دی. ځکه نو امیر پور، خپله دنده تازه وبلله زیاته یې کړه جریان څخه یې مرکزی اداره خبره کړې د حل ډاډ یې لاره

د هرات د ولایتی شورا مرستیال ریس تور محمد ظریفی، څخه مې وپوښتل چه د خلکو د استازی په حیث ولایتی شورا ولې له دغې ستونزې نده خبره؟ ده ویویل خبردی ولې نه اجرات باندې اجرایه وی ادارې ګرمی کړی.

په هرصورت حکومتی چارواکی ټول یې ستونزې ته د رسیدو ډاډ ورکوی. کومې خبرې چه دخلکو لپاره تکراری، نور د ژمنو په ځای د عمل هیله لری.

+ لیکل شوی په  یکشنبه هفتم خرداد ۱۳۹۱ساعت 11:45  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |