فراه او د جنگ تازه حال
فراه ولایت کې د طالبانو ډله یزه برید مات، د څلور تنه حمله کونکې، د یوه ملکی مامور په شمول ۷ بولیس ووژل شوه ۱۲ نور ټپیان دی.
فراه کې د عامې روغیتا ریس ډاکټر عبدالجبارشایق، وویل ټپیانو کې ۸ تنه پولیس ۴ نور ملکی وګړی دې چه دوه ماشومان، یوه میرمن او بل سیمه یزه سړی پکې شامل اوس له درملنې لاندې دی.
د فراه په لایت د پنج شنبې په ورځ له غرمې د مخه څلور تنه مخالف وسله والو برید وکړ. د والی مرستیال محمد یونس رسولی، وویل حمله کونکی طالبان وه، د سرحدی پولیسو یونفرم څخه په استفاده ښار ته تللی وه لومړی یی د ولایت د ودانۍ دروازه کې انفجار، بیا ودانۍ ته د ننوتلو هڅه وکړه.
خو د والی د محافظینو مقاومت له کبله پلان کې ناکام ۴ واړه ووژل شوه. رسولی په تلفون سره خبرې کولې وویل خپله یې دغه وسله وال مقاومت کې برخه اخیستی دی هم سربیرن ټپی او زوی یې هم زخمی شو څوک چه د ده د ساتنی مسولیت یې لاره.
د برید مسولیت طالب ویاند قاری محمد یوسف احمدی، په ټلفون سره رسنیو ده په غاړه واخیسته، ویویل ګڼه ویویل د برید موخه یې والی وه ګڼه دولتی مامورین یې وژلی دی. کومه ادعا چه دولتی مامورینو رد، کړه
فراه، د افغانستان یو له هغو ولایاتو څخه ده چه ترهلمند څخه وروسته د مافیایی کړیو، قچاق وړونکو او وسله واله طالبانو ډلګۍ پکې فعاله او درې ولسوالیو، لکه بالابلوک، بکواه او ګلستان کې یې له مرکز پرته نورو سیموکې حکومتی حاکمیت نشته. دغه سیمه ایران سره هم پوله لری چه دا خپله د یادې سیمی ناامنی لامل یادیږی.
ځکه نو ګڼه ولسی خلک او کارپوهان دولت څخه د امنیت د ټینګښټ نه صورت کې له ناټو څخه د امنیتی مسولیت پروګرام لیږد افغانانو ته ناشونی بولی.
په فراه کې د امریکا متحده ایالات د ولایتی بیا رغونې ډلې مشری په غاړه لری پتیل شوی چه تر ۲۰۱۴م کال پورې به د افغانستان د نورو ولایاتو په څیر دلته هم افغانی شی