هرات کې ۲ امنیتی کمپنی بې وسلی کیدل
د هرات د والی ویاند محی الدین نوری د دغه خبر تایید وکړ ویویل دبې وسلې کولو پروګرام کې د یادو شخصی کمپنیو وسله والو مقاومت ونه ښوده ۸۰ میله وسله ترې ټوله کړی شوه:
په افغانستان کې امنیتی کمپنۍ ۲۰۰۲ کال راهیسی دود شوې دقیق شمیر یې نوه څرګند خو د ۵۰ زره وسله والو د شتون خبره یې کیدله چه د بهرنیو موسیسو د ودانیو او ایساف د لوجستیکی کاروانونو د لیږد رالیږد اوڅه نورو چارو امنیتی مسولیت یې لاره
دغو وسله والو د غیرمسلکی حرکاتو له کبله طالبانو سره نښتوکې ډیر د سرزیان لاره او په ډیری مواردوکې د غیرمسولانه کړنو یا ناامنیو لامل کېده د عوامو په نیوکو سربیره یو ځل افغان جمهور ریس دوی د ورځی د امنیت، خو دشپې یې ګڼه د غلو په کردار متهم کړه
ځکه یې نو د بی وسلې کولو حکوم ور کړ او تر اوسه یې ډیری کمپنی ختمې شوی دی د هغوی اړونده چارې د پولیسو دنده وبلل شوه.
خو ترکومه ځایه چه هرات ګې د ورته ۲ کمپنیو د بې وسلی کولو خبره شوه یوې یې د کابل بانک، اوبلې د روشن مخابراتی کمپنی د امنیت چارې په مخ بیولې چه تر دې وروسته یې امنیتی چارې د پولیسو د اړوند ادارې په غاړه ورکړل شوې
مسولینو وایی ټولې ورته کمپنی به بې وسلی کړی خو داچه هرات کې څو داډول کمپنی تر اسوه بې وسلې، یاڅومره نورې فعالیت کوی؟ د هرات د والی ویاند یې د ځینی دلایلو له کبله جزیات اوس و نه ویل: