«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دایټالیادبهرنیوچارووزیرپرانکوپرانتیونی دچهارشنبی په ورځ دلته دایتلافی ځواکونومرکزکی خپلوعسکرواودهرات دوالی په شمول يوشمیردولتی چارواکوسره وکتل خپل عسکریی دغه هیوادکی دسولی وامنیت پلی کولوته متوجه اودهرات والی سره یی ژمنه وکړه جه لس ملیونه امریکایی ډالره به روان میلادی کال دلته دولایتی بیارغونی له لاری پروژی پلی کړی ده راتلونکی څه موده کی دپنځه سوه تازه نفسوعسکرودراتلوخبره هم وکړه چه دجمهوری ریاست دټولټاګنوپه مهال به امنیت کی کومک وکړی دهرات ولایت د مطبوعاتی دفتریوه مامورنقیب اریون په دغوخبرزوسربیره وویل اوس ایټالیاافغانستان په ځانګړی ډول هرات اوکابل کی ۲۳۰۰تنه سرتیری لری«داټالیادبهرنیوچارووزیرپه افغانستان په ځانګړی ډول هرات کی دسولی اوسوبات لاری کی تازه ژمنی وکړی دبیارغونی پروژودپلی کولویی وویل »اروین وایی دغه ایټالیایی ماموروویل چه دایټالیااودهغه هیوادخلک په یوه خوله دافغانستان بیارغونی سره علاقه لری اوخپله دنده به هغه وایی پرځای کړی. دایټالیادبهرنیوچارووزیردهرات ګذره ولسوالی کی دایتلافی ځواکونوله خواچه ویل کیږی ملکی وګړوته مرګ ژوبله اوښتی په تحقیقاتوټینګاروکړاودجمهوری ریاست دټولټاکنوپه مهال یی دافغانستان دګاونډیوهیوادونودامنیت دټینګښت دونډی اخیستوخبره هم داسی وکړه«اوس په دغه موضوع خبری کیږی چه څوڅنګه ایران دی ته وهڅوچه دافغانستان بیارغونی اوسولی ټینګښت دندوته ونده واخلی دایتلافی همکارانواودافغانستان جمهوری ریس سره په دغه موضوع غږيږم»بایدووایم هرات ته دایتلافی ځواکونویولوړپوړی مامورهم رسدلی څودلته په هغادعاڅیړنه وکړی چه ګواکی ددوشنبی په شبه یی ګذره ولسوالی کی کم نه کم ۱۲تنه ملکی وګړی بمباری کی ووژل دغه عملیات دغلام یحیاسیاهوشنانی په نوم یوه مخالف قوماندان دوژلوپه نیت شوی وه اوقربانیان یی هم ایتلافی ځواکونه وسله وال بولی.

                                          

+ لیکل شوی په  دوشنبه پنجم اسفند ۱۳۸۷ساعت 15:6  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |