«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات کې بیاهم د ښځو د تاوتریخوالی بده پېښه

نږدې د ۲۷ کلونو عمر لرونکې عارفې، په ټول تن د وهلو زخمونه څرګند وه  د هرات د څارنوالۍ دفتر کې یې د ورپیښو ټپونو له کبله د کمزورۍ احساس لاره په سختې یې خبرې کولې منځالۍ ګوته یې غوڅه وه  وېوېل مېړه یې په قیجی پرې د دېې له وړاندې کباب او وخوړلې ده:

«عارفه وایی: زما مېړه چرته میلمه وه د شپې ۱۲ بجو کورته راغی ډوډۍ یې راڅخه وغوښته داچه کور کې څه نوه ومې ویل نشته، هغه له ماڅخه  د ګازو پکنیک(نغری) او چاړه وغوشته وېویل غوښه یې راړی کباب خوری، ماهم همدغسې وکړه که ګورم قیچی یې راپورته زماګوته یې غوڅه کړه ګوتې مې په ځمکه ټیټکې کولې هغه زما په خوله لاس کېښوده ویویل نه شې ژړلی بیا زما مړه،  ګوته له ځمکې پورته  په اور کباب غوښه یې په خوله کړه»

په هرات کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی دا څه نوې پېښه نده بلکې یوازې د روان کال په اوږدو کې د هرات څارنالی  وایی چه ۲۰۵ شکایتونه ورته راتغلی او دې یی عاملین د قضایی اجرااتونو لپاره مربوطه ادارته سپارلی دی.

خو تر کومه ځایه چه د عارفې شکیایت شو د هرات د څانوالۍ مشرې ماریا بشیر، وویل د څارنوالۍ پلاوی یې عریضه څېړلې مېړه یې روانه اونۍ یو درې کلنه ماشومه هم وژلې دا چه دغه مېرمن په ګېډه کې ماشوم لری هغې ته یې د معایناتو ویلی د لور دزېږوې په صورت کې یې په مرګ تهدیدکړې ده:

«د دې مېرمنې یو درې کلن ماشوم ۳ ورځې وړاندې د مېړه له خوا په قتل رسېدلی دی، نور هم ډېر ظالمانه سلوک ورسره شوی دی پولیسو یې مېړه ونیوه اوس څارنوالۍ کې ده»

څارنوالې د خبرو په دوام وویل دغه کورنۍ نهه میاشتې د مخه د ایرا له کډوالۍ څخه راستنه شوې او د زور زیاتې بیلابیل ډولونو اتهامات یې په مېړه شته چه په تن پروشی سربېره ډول، ډول تهدیدونو سره یې میرمن مواجه کړې خو وروستی لانجه یې په ګېډه کې د ماشوم تلویزیونې معاینې پېښه کړې  چه عارفې یې له غوښتنې له دې وهمه که لور وې وبه یې وژنی سرغړونه کړې چه له امله یې هغه سخته وهلې او د ګاونډیانو په مرسته څارنوالۍ ته عاریضه شوه:

عارفې مېړه ته دعمری بند غوښته او د هرات څرنوالۍ هم د عدالت رڼاکې هغه ته د رسیګی وویل

+ لیکل شوی په  سه شنبه دوم اسفند ۱۳۹۰ساعت 16:45  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |