«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

د هرات هوایی ډګر اوس نړیواله الوتنو ته چمتو دی

د هرات هوایی ډګر کې امنیتی عصری وسایلو د مسافرو د انتظارخونې او موټرو د پارکینګ  پروژې د امریکا متحده ایالاتو او ایټالیا هیوادونو په یو میلون ۸ سوه سزره امریکایی ډالرو بشپړې عملا ګټې اخیستنې ته چمت شوې:

متاسبتی غونډه کې یې د هرات والی ډاکټر داود شاه سبا یادو هیوادونو څخه د مرستې مننه وکړه ویویل:

«نور دغه ترمینل د کورنیو او بهرنیوالوتنو وړتیالری لکه څنګه چې تاسو ګوری څلور دروازې لری  یوه درازه یې د کورنیو، بله د بهرنیو الوتنو لپاره ده ۲ نوری درازې د اورد دﺉ چه مسافر خپل سفری وسایل پکې اخیستلی شی»

د هرات هوایی ‌ډګر کې تېر مهال د مسافرو لپاره مناسب تم ځای او موټرو لپاره پارکینګ نه وه موجود خو تر دې وروسته په نورو اسانتیا سربېره مامورین وایی په یوه وخت ۴سوه مسافرو لپاره عصری او په نړیواله معیارونو سهولتونه تیار شوی دی. چه یوملیون ایرو، لګښت یې ایټالیا او ۸ سوه زره امریکایی ډالره لګښت متحده ایالاتو له خوا اجرا شوی دي

په دې سربېره د هرات والی د ایټالیا هیواد د څه د پاسه ۱۳۰ ملینونه ایرو، د مرستې هم وویل چه د دوه کلونو موده کې به د هرات هوایی ډګر د جوړیدو لپا مصرف شی، چه بیا به دی وایی دغه هوایی ډګر کارګو، او نړیواله سوداګری وړ تیا ولری:

د هرات د هوایی ډګر امر اعظم عظمی، په تېر مهال کې له ستونزو څخه په شکایت راتلونوکې ته هیله وښوده:

«مونږ تېر مهال معیاری ترمینال نه لاره، خو اوس مو دغه ستونزه حل  او د مسافرو لپاره مو ښه سهولتونه رامنځته شوه»

باید ووایم چه په داوروستیو کې له هرات څخه د افغانستان مرکز ته د ځمکې له لارې سفر د امنیتی دلایلو له کبله د یو شمېر خلکو لپآره ستونزمن او ډېر خلک د ورځنیو چارو د حل لپاره مرکز او ځینی ولایاتو ته د هوا له لارې سفرونه کوی چه تل به یې له خدمات شکایتونه وو خو تر دې وروسته یې مامورین د حل خبرې کوی:

+ لیکل شوی په  سه شنبه بیست و پنجم بهمن ۱۳۹۰ساعت 11:5  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |