«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

د هرات د ښاری لوحو تغیر

د هرات ښار د بیارغونې په لړ کې د تیرو کلونو په پرتله چټکه پرمختګ شوی دﺉ هر لور ته لوړې ودانۍ او غصری  پارکونه جوړ شوی دی له دې سره په څنګ کې ډیری ښاری سړکونه ډمبر، څنډې یې په رنګارنګ څراغونو سینګار او سړکونه ته یې د پېژندګلوی لوحې کېښودل شوی دی

که څه هم دغه پرمختګ ته ګڼه ښاریان خوښ، خو په یوه برخه یې خلک ژوره اندېښنه اونیوکه کوی  دبېلګې په توګه   دلته ټولو سړکونو ته د خیابان، نوم کارول شوی دی، کوم څه چه منتقدین یې د ایران د کلتور ښکاره یرغل بولې وایی د دغې جملی متبادل جمله  د هیواد ملی پښتو او دری ژبوکې موجوده او د خپل کلتور خلاف عمل یې بولی:

همداراز دلته هرات کې ځینې ښونځیو ته نوی نومونه ایښول شوی دی. خو داچه یو شمېر د دغو یې تاریخی اشخاصو پورې اړه لری لکه د موفق (رح) ښونځی ته د انقلاب، او سپینې ادې کومه میرمن چه د دوورانی سلطنت دور کې د ایران ضد مبارزه پاته شوی نوم ته هم د تغیر خبر خپور شوو، دغه ټکې ته هم هراتیان اندیښمن دی

د افغانستان د معارف د قوانینو په اساس زده کونکی باید د درس په مهال هرډل سیاسی تحرک څخه لری  او تعلیمی نساب به یې کاملا سوله یز ډول او تاریخی ویاړنو څخه برخمن ساتل کیږی

خو دا چه ښایی د هرات په څېر نورو سیمو کې هم د انقلاب، او ورته نورو نومونو سیوری په زده کونکو پروت وی خپله د زدکونکو د زهن د اړه ولو معنی نلری؟ د افغانستان د ښونې او رړزنې وزیر ډاکټر فارق وردګ څخه مې پوښتنه د هغه وروستی سفر کې وکړه ویویل د انقلاب لیسې نوم د ده د ماموریت پخوا تغیر شوی خو د سپینې ادې نوم تغیر ته به اجازه ورنکړی:

خو ترکومه ځایه چه ښارکې د واټونو د نوم د تغیر خبره شوه، لوحې یې ګڼه ځایونو کې عملا ولاړې  او د ښار هره برخه کې د واټ او سړک په ځای د خیابان، لوحه لیدل کیږی

+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیستم بهمن ۱۳۹۰ساعت 17:38  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |