«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات کې وروستی امنیتی پېښې

د افغانستان غرب زون سرحدی پولیسو د قوماندانی اداری مرستیال سمنوال تورالی حلیمار، د پنجشنبې په ورځ هرات کې خبریالانو ته وویل چه تېره شپه یې د ګلران سرحدی ولسوالۍ کې په یوه پوسته د وسله واله مخالفیو برید مات، په نتیجه کې څلور حمله کونکی ووژل شوه  خو د هغه په وینا چه حکومتی ځاکنو ته زیان نده اوښتی

د یوه بل خبر په اساس د هرات امنیه قوماناندانی د شندند برمکانو،  سیمه کې د یوه مین په زریعه د ۲ پولیسو د مرګ او یوه بل تن د ټپ وویل

ویلکېږی دغه پولیس د څو تنه جنایتکارانو په تعقیب پسې سیمې ته تللی وه چه په موټر یې مین پټاو شوو

د همدغې ولسوالی عزیز اباد سیمه کې په بله جلا چاودنه کې ۳ تنه پولیس ټپیان او د سپرلۍ موټر یې تخریب شوو دغه پېښه تېر مازیګر رامنځته شوه.

خو د تاوتریخوالی د پېښو ترڅنګ پولیس د همدغې سیمی جمبرانو، نومی ځای کې د پنځه ټنه چاودیدونکو موادو د کشف او خنساکېدو خبر ورکړ

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونوال نور خان نیکزاد وویل  موادوکې د ابوس په مرمیو سربېره نور ګڼه چاودیدونکی شیان شته.  تازه وسله واله مخالفینو رالیږدولی  وه   زیرمه کې ځای په ځای او په کشف سره یې د ګڼه تخریبی فعالیتونو مخه ونیول شوه هغه وایی پیښې سره په تړاو  څوک ندی نیول شوی خو تحقیقات جریان لری

شندند د هرات یوه له هغو درې ولسوالیو څخه ده چه امنیتی چارې  د نازک امنیتی وضعیت له کبله لا په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته ندی سپارل شوی

د دغه ولایت د مرکز په شمول نورې ټولې ۱۳ ولسوالیو امنیتی چارې له ناټو څخه د انتقال پروسه کې افغانی شوې خو  شندند، اوبې او چشت شریف ولسوالیو کې لا هم   نړیواله ځواکونه افغانانو سره د امنیت او بیارغونې چارو کې ملګرتیاکوی.

+ لیکل شوی په  پنجشنبه سیزدهم بهمن ۱۳۹۰ساعت 16:58  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |