«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

له ناټو څخه د دانتقال د پروسې په دوام د بادغیس د مرکز امنیتی چارې هم افغانی شوې.

دباد غیس د الی یاند شرف الدین مجیدی په تلفون سره له ناټو څخه افغان ځواکونو ته مرکز قلعه نو، او ابکمری لسوالۍ کې د امنیتی انتقال د پروسی د تطبیق خبر ورکړ ویویل مناسبتی غونډه کې یې د ناټو د یو شمېر مامورینو ترڅنګ د انتقال د پرسې مشر اشرف غنی احمدزی، د ملی دفاع او کورنیو چارو وازرتونو د معینانو په کچه نور ګڼه لوړ پوړی مامورین ګډونوال وه:

«هغه وایی: د انتقال د پرسې د مشر اشرف غنی احمدزی په حضور د بادغیس د مرکز قلعه نو، او ابکمری ولسوالۍ امنیتی چاروې د یوی لویی غنډې ترڅ کې افغانی شوې مناسبتی غونډه کې یې د بادغیس د اقتصادی پرمختګ،  ښاری پراختیا او د څښن پاکو اوبو د برابرولو ترڅنګ د څه نورو عمده پروژو او امنیتی ځواکونو د تقویه کیدو ژمنې وشی»

بادغیس د افغانستان یو له شمال لودیزو ولایاتو څخه ده چه په مرکز قلعه ن سربېره ۷ اداری واحده لری  امنیتی وضعیت یې د ګاونډیو ولایاتو په تناسب نازک یادیږی او د عینی شاهدانو په وینا د طالبانو ښکاره حضور یې بیلابیلو ولسوالیو کې د خلکو یوه له ورځنی امنیتی ستونزو څخه ده

د اسپانیا هیواد یې ولایتی بیارغونې ټیم په ترکیب کې د رغونیزه چارو مشرتوب په غاړه لری.

ځکه نو تر اوسه چه څومره کسان د دغه ولایت بیلابیلو سیمو څخه  ازادی راډيو ته غږیدلی په امنیت ډاډمن نه دی حکومت څخه ستونزو ته د رسیدګی وایی.

خو د بادغیس د والی ویاند وویل مرکزی پلاوی د امنیتی ځاکونو د تجهیز او تقویه کېدو ژمنه ورسره وکړه په پلی کولو به یې امنیت ښه شی

همداراز د اسپانیا هیواد د ملی دفاع د وزیر چه په دا وروستیو کې یې بادغیس ته سفر کړی وه له هغه په نقل قول مجیدی په ډاډ سره وویل چه د اسپانیا هیواد انسان دوستانه مرستې به دوامداره  او بیارغونې برخه کې به تر څو چه خلک یې غواړی مرستې وکړی

د بادغیس دولتی مامورین په امنیت ځان پیاوړی بولی وایی افغان ځواکونه په یوازیتوب امنیت ساتلی شی.

+ لیکل شوی په  سه شنبه یازدهم بهمن ۱۳۹۰ساعت 15:51  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |