«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات کې د حکومت ۳۰  مخالفین تسلیم شوه

په هرات کې د وسله واله مخالفینو یو سیمه یزه قوماندان عبدالله ۳۰ تنه لاس لاندې سړیو سره یو ځای، ملکی ژوند غوره کړ، ظاهرا یې ټولې ورسره وسلې د حکومت په واک کې ورکړې.

تسلیمی یې د هرات دولتی مسولینو د خپل ولایت په کچه یوه بریا وبلله د هرات والی ډاکټر داود شاه سبا یې د هرکلی په ویلو سره هرتن په اوږو چپنې واچولې او خبریالانو ته یې هغوی سره د ممکنه مرستو ژمنه وکړه:

د قوماندان عبدالله په شمول ټولو تسلیم شویوکسانو افغانستان کې نړیواله ټولنې په وړاندې د جګړې خبره پټه نکړه وېویول وسله واله جګړه کې یې برخه اخیستې ده  خو له هیواده   د بهرنی عسکرو د وتلو اعلان سره افغان دولت سره ستونزه نلری:

په هرات کې د کال له سره تراوسه حکومتی مامورینو نور څو پلاهم  داسې کسان خبریالانو ته  ښودلی وایی ملکی ژوندته د راګرځیدو لړی یې دولسی مشرانو او سولې عالی شورا په منځګړیتوب  په مخ ځی او د ۳۱ ډلو په ترکیب کې سلګونه کسان ور سره یو ځای شوی دی

د هرات امنیه قوماندان جنرال سید اغا ثاقب  وړاندې وویل ټول هغه ناراضیان چه دوی سره یو ځای کیږی له عفوې برخمن او هرچرته چه وغواړی مصون ژوند کولی شی:

دغه غونډه کې د حکومت ګڼه نورو مخالفینو سره  داړیکو هم وویل شوه  خو باید ووایم چه طالب ویاند قاری محمد یوسف احمدی وروستی اړیکه کې ازادۍ راډیو ته  ورته خلکو ته د ټوپکیانو نوم  ورکړ وېویل طالبان خپل هدف ته وفادار   او نه هم د دوی په ډله کې  په دغه نومونو کسانو شتون لاره

خو د هرات دولتی مامورین په خپله خبره په ټینګار وایی چه د سولې او ملی پیوستون لړۍ یې په منظم ډول روانه ده.

+ لیکل شوی په  دوشنبه دهم بهمن ۱۳۹۰ساعت 22:5  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |