غور کې شری، ناروغۍ ۱۲ ماشومان مړه کړی نور ډېر ناروغ دی
د غور د والی ویاند عبدالجی خطیبی، وویل د ژمی رارسیدو سره سم یې د ولایت بیلابیلولرې وسلوالیو کې د ماشومانو ترمنځ د شری ناروغۍ خپره شوې ده ګن شمیر ماشومان ناروغ او تر اوسه یې ۱۲ مړه کړی دی:
«د شرې ناروغی په وجه تراوسه ۱۲ ماشومان مړه دﺉ لرې سیمې چه د غور مرکز چخجران څخه لرې پرتې دﺉ نه سم کلنیک نه هم درمل اونه هم مؤظف ډاکټر لری»
غور د افغانستان یو له مرکزی ولایاتو څخه ده چه سیمه یې غرنی او درنې واورو له کبله یې د ژمی په مهال ډیری خامه سړکونه د ترافیکو په مخ بند وی. ځکه نو روغتیا مراکزو ته د ناروغانو په وخت نه رسیدل د مرګ میر یو له بل عمده عواملو څخه یادیږی
خو په دې سربېره هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تل د هیواد اتباعو ته په هرډول شرایطو کې د روغتیایی خدماتنو ډاډ ورکړی دی.
دا چه اوس په غور کې دولتی مامورین له دغې تشې خبر ورکوی د دغه وزارت د کار په اړوند یې یو لړ پوښتنې را ولاړې کړې دی.
د غور دعامه روغتون مشر ډاکټر جمعه ګل یعقوبی، سیمه کې د شری د ساری ناروغیو خبر تایید کړ ویویل د ناروغانو د معالجې چاری چټکې په مخ ځی:
«مونږ سره روغتون کې څلور پېښې د شرې بستر دي او لرې پرتو سیمو څخه هم د دغه مرض د شتون خبر ورکړل شوی دﺉ کاري ډلې مو ورغلی ناروغان له نیږدې ګورﺉ»
باید ووایم چه شری یا (سرخکان) په پخوانیو وختونو کې د ساری ناروغیو له دلې د ماشومانو له پاره یوه خطر ناکه ناروغی وه چه په وروستیو کې د واکسین په زریعه ډیری ولایاتو د افغانستان کې کنترول حتی خطریې کم شوی وه خو داچه په غور ولایت، کې یو ځل بیا ماشومانو کې په شدت راڅرګنده شوه په اړوتد یې اندېښنې شته او د واکسین د تطبیق په څرنګوالی یې هم د خلکو پوښتنې راپورته کړی دﺉ