هرات د ښځو په وړاندې زور زیاتي
د هرات د څارنوالۍ مشرې میرمن ماریابشیر په یوه خبرﺉ غونډه کې وویل تیرکال یې د ولایت په کچه لسګونه مورده په ښځو د تاوتریخوالي بیلا بیلې پېښې ورته راغلي کوم څه چه د هغه بل کال په پرتله زیاد ارقام دﺉ:
«په روان هج ل کال کې تراوسه ۱۷۰ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښی مونږ څېړلي چه دوروستیو اقداماتو لپاره مو دوسې اړوند ادارو ته سپارلي دﺉ. هوکې د تاوتریخوالي ارقام د هغه بل کال په پرتله سږ کال زیاد ثبت شوی ده»
د هرات څارنوالۍ مشرې په دې سربېره چه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په پیښو خوابدی وښوده، خو د خبرو په د وام یې بیا دا یو ښه پرمختګ یاد کړ چه د دې په ټکو اوس حد اقل یو شمېر مېرمني د کړاو له کبله عدلي او قضایی ادارو ته د عریضې د ور وړلو جرآت موندلي دﺉ.
هرات د افغانستان یو له هفو ولایاتو څخه دﺉ چه لاهم ځینو کورنیوکې یې مرد سالاري حاکمه، جبري او دکم عمر ودونه پکې دود او د کورني تاوتریخوالي په وجه هرکال د سل تنه مېرمنو په شمیر د ځان سوځنې اقدام پکې کوي. د کوم څه له کبله چه تل دینی علما او د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون په شمول بیلابیلې مدني ټولني د ځان سوځونې د مخنیوي په اقدام د ښځو ژوند ته اندیښنه ښودلې ده.
په دغه ولایت کې ګڼه وګړي په ځانګړي ډول د ټولنیزه چارو کار پوهان، حکومت ګرم بولي چه په میرمنو تیري کونکي لکه څنګه چه ښایی هسې نه مجازات کوي
خو مېرمن بشیر ورته نیوکو ته په ځواب د یکشنبې ورځې خبري غونډه کې وویل ادارې یې تر ټولو سختې سزاوې داسې کسانو ته اورولي دﺉ:
«په هغو پېښو کې چه مېرمنې په قتل پکې رسول شوي وی محکومین مو په ۱۶ تر شل کاله بند محکوم کړي دﺉ. د جنسي تجاوز عاملین مو له ۸ بیا تر لس کاله او د تاوتریخوالي نور ډول محکومین مو له ۳ بیا تر ۶ کاله نظر په نوعیت د جرم په بند محکوم کړی دي»
باید ووایم چه د هرات ګاونډ غور، بادغیس او فراه څخه هم په مېرمنو د بیلا بیل ډول تاوتریخوالي راپورونه شته د بشر د حقونو مدافعین افغان دولت او نړیواله ټولنې څخه غواړي چه په دغه برخه کې لاس په کار او د زور زیاتي د پیښو د مخنیوی ترڅنګ د ښځو نور مدني حقوق هم ورته چمتو کړي د بیلګي په ډول په دغه سیمه کې د اولس لویه برخه یې د ښځو د تعلیم، روغیتا او ورته نورو برخو کې نه یوازې د ښځو په حقه حقوقو سترګې پټوي بلکې د غوښتنې په صورت کې یې جدي عکسل عمل وړاندې کړي