هرات کی پولیس د څه بریاوو وایي
د هرات امنیه قوماندان جنرال سید اغاثاقب په یوه خبری غونډه کی د وسله واله مخافینو د یوه قوماندان د نیولو خبر ورکړ کوم چه دده په وینا د ګلران ولسوالی په کچه یې فعالیت لاره:
امنیه قوماندان وویل ملا عبدالستار سره د هغه درې تنه نور ملګري او درنې و سپکې وسلې په لاس ورغلی دی.
خو ملاستار، په سیمه کی د ډلګۍ په لرلو اعتراف وکړ مګر ویویل د سرحدي پولیسو د یوه قوماندان په مشوره یې ډله جوړه کړې وه وسلې یې ورسره ثبت او دولت ورکړی وې، څو د ده په وینا سیمه کی له نورو سیمو طالبان حضور ونه شي کړی:
دولتی مامورین یې ادعا نه مني او بل طرف طالب ویاند قاري محمد یوسف احمدی هم وایي په یاد نوم د دوی لیکو کی څوک نشته.
د یوه بل خبرپه اساس د هرات امنیه قوماندانۍ ۱۵۶ میله سپکه او درنه وسله د ډایاګ پروګرام ته وسپارله. مناسبتی غونډه کې یې مامورینو وویل چه په داوروستیو کې بیلابیلو عملیاتو ترڅک د حکومت وسله واله مخافیو او مخدره موادو قچاق وړونکو څخه راټوله کړې دۍ.