په میدان وردګو کی وسلوالو یو ولسی مشر وواژه
میدانښار، وردګ( لیندۍ۸ مه ۱۳۹۰)
وسلوالو مخالفینو دمیدان وردګو ولایت دجغتو ولسوالۍ دسیمه ایزې شورا مرستیال په شهادت ورسولو.
د لیندۍ په (۷) نیټه ناوخته ددې ولایت دجغتو ولسوالۍ دسیمه ایزې شورا مرستیال معلم عزیز الله د هېواد دسولې او ثبات دښمنانو دیادې ولسوالۍ د برغولې په سیمه کې دموټر څخه ښکته او وروسته یې په ډزو و ویشتلو، وسلوال مخالفین وروسته دسیمې څخه تښتیدلې دی خو دسیمې خلکو معلم عزیز الله د درملنې په موخه کابل ته لیږدولو چې په لاره کې یې ساه ورکړه.
شپېته (۶۰)کلن معلم عزیز الله د وردګو ولایت یو مخور او زړه سوانده مشر وو چې دیرغلګرو روسانو سره دجهاد پرمهال دمحاذ ملي دجبهې سیمه ایز قوماندان چې اوسمهال یې دسیمه ایزو شخړو دستونزو دحل په موخه دقومي مشر او دسیمه ایزې شورا دمرستیال په توګه دولسونو لپاره ټولنیز خدمتونه ترسره کول.
دمیدان وردګو ولایت والي محمد حلیم فدایي دپردیو په اشاره دهېواد دسولې او ثبات دښمنانو لخوا دقومي او جهادي مشرانو مرموزې وژنې چې غیر انساني، غیراسلامي او غیر افغاني عملونه دي په کلکه غندي او امنیتي ارګانونو ته لارښونه کوي چې دپیښې عاملین ژر تر ژره ونیسي او دقانون منګلو ته یې وسپاري.
ښاغلی فدایي د دمعلم عزیز الله شهادت دمیدان وردګو ولایت دولسونو لپاره یوه ستره ضایع بولي، شهید ته دلوي خداي ج څخه دفردوس جنت او کورنۍ ته یې دجمیل صبر غوښتنه کوي.
شاهد الله شاهد ، دو لایت ویاند