هرات, اوبادغیس کی د پولسیو د بریاووادعا
د هرات امنیه قوماندانی د یوی خبر پاڼی په خپرولو سره راوړی وه چه د شنبی په ورځ یی د ګذری ولسوالی د سیمه یزه خلکو په کومک یو۱۲ کلن ماشوم د انسان تښتونکو له چنګه ازاد او په تور یی یوتن نیولی دی.
د خبر پاڼی په بنیاد دغه ماشوم دیوی وسله واله ډلی له خوا د هرات ښار پنځمی ناحیی څخه د جمعی په ورځ تښتول سوی وو.
د هرات امنیه قوماندانی ویاند سمونوال نورخان نیکزاد وایی د پیښی د نورو شریکانو د نیولو هڅي هم پیل سوی دی.
د یوه بل خبر په اساس د هرات پولیسو په همدغه ورځ د ښار جنوب مالان پله په سیمه کی یوموټربم د چاودنی مخنیوی وکړ. یو ریشګاډوله یا(زرنج ) نومی موټرچه چاودیدونکی مواد پکی ځای په ځای شوی وه، وړاندی له دی چه ښار ته د چاودنی په نیت ورسیږی د مالان پله په سیمه کی پولیسو کشف او بمونه یی خنسا کړی شوه. پولیس وایی په دغه ډول یی د یوی ورانکاره برید او ګڼه ښاریانو د مرګ ژوبلی مخه ونیوله.
دوی د پیښي ترشاه د طالبانو لاس دخیل بولی، وایی یوتن یی په تور نیولی هم دی. خو وسله واله طالبانو لاتر دغه راپوره رسنیو ته په پیښه نظر نده ویلی.
همداراز د هرات ګاونډ بادغیس، ولایت کی پولیس د ۷ تنه وسله واله مخالفینو د وژنی یاټپیکیدو خبر ورکوی.
د بادغیس امنیه قوماندان جنرال محمد جبار صالح، وویل عملیات د بالامرغاب ولسوالی پنیرک سیمه کی د ناټو ځواکونو په مرسته تر سره سوه ۴ وسله وال په کی مړه ۳ تنه ټپیان شوی دی وسلی او ۳ عرادی موټرسیکلونه یی ونیول سوه.
خو دطالبانو سیمه یزه مسولیونو په ټلفون سره ازادی راډیو ته وویل برید کی د دوی سړیو ته زیان نده اوښی ادعایی لرله چه ملکیان یی هدف ګرځولی دی. کومه خبر چه دولتی لوری نه منی.