لویه جرگه او هراتیانو نظرونه
په کابل کی دودیزی لویی جرګی غونډی ته د ولسمشر حامد کرزی وینا د افغانستان، په خاص ډول د هرات ګڼه خلک پلویان کړی دی. ټولو هغو چه ازادی راډيو ته خبری وکړی ویویل کرزی د دوی دزړه خبری تکرار کړی.
په کابل کی د جهارشنبی په ورځ دودیزه لویه جرګه جوړه شوه د هیواد بیلابیلو برخو څخه د ۲ زره ولسی مشرانو او علماوو برخه پکی اخیستی ده، موخه یی د اړونده اداری مامورین افغانستان کی د موجوده کشالی د ختمیدو، وسله واله طالبانو سره د سولی په څرنګوالی او نړیواله ټولنی په ځانګړی ډول امریکا سره د اوږدمهاله ستراتژیک تړون په کولو، یانه کولو سلاو مشوری یادی شوی دی.
ولسمشر حامد کرزی یی د پرانست په غونډه کی کی ناټو غړیو هیوادونو او امریکاسره د اوږدمهاله تړون لاس لیکول د خپل هیواد په ګټه وبلل د ګاونډيو هیوادونو اندیښنو ته په ډاډ سره یی وویل چه د افغانستان خاوره به د کوم هیواد په زیان څوک ونشی کارولی.
خو په ټولیزه ډول یی ورته تړونونو پریکړه د ملت او په ځانګړی ډول د دودیزی لویی جرګی د ګډونوالو صلاحیت وباله کوم چه په اړوند به یی هغه وایی حکومت ته مشوره ورکړی.
افغانستان تراوسه له هندوستان سره د اوږد مهاله مرستو تړون لاس لیک کړی او د راپورنو په اساس د څه نورو هیوادونو ترڅنګ امریکا سره هم ورته تړون ته تیاری لری خو په دی تفاوت چه امریکا به دلته نظامی مراکز وساتلی سی،
ځکه نو امریکاسره په ورته تړون، په سیمه یزه کچه او کور دیننه بیلابیل نظریات شته. ځینی یی مخالفت کوی خو بله ډله یی بیا د هیواد په خیر بولی. اقبال خان د هرات یو استوګن دی په دی سربیره چه ځینی موادو ته یی د شک په سترګه ګوری خو بیا هم دلته د امریکا او او ناټو ځواکونو شتون اړین بولی.
په هرصورت په یاده جرګه د ځینی اشخاصو په نیوکو سربیره ګڼه افغانان ورته هیله من دی. په نړیواله کچه یی هم د پلوی اوازونه پورته شوی په ځانګړی ډول د امریکا حکومت ملاتړ تری څرګند کړ همداراز دلته افغانستان کی دیننه ټولو هغو کسانو سره چه تراوسه ازادی راډیو خبری کړی پریکړته یی هیله من دی.