د پسایند نښته ختمه شوه
د غور د امینه قوماندانی د امنیت امر سمونوال عبدارشید بشیر په تلفون سره د پسابند د جګړی د ختم حال ورکړ ویویل طالبانو له څو جهتونو د ولسوالی په مرکز برید کړی وه ۳ ورځی جګړی دوام وکړ په نتیجه کی بری د پولیسو په برخه شوو.
« دی وایی په نښته کی ۱۷ وسله ول مړه ۸ تنه ټپیان شوه. د ډپولیسو له منځه یو تن ټپی دی»
پسابند د غور یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چه هلمند سره په ګاونډ کی پرته سیمه ده که څه هم په ۷۵ سلنه ځمکه یی دولتی مامورین د طالبانو د حضور د شتون خبره منی خو په تازه جګړه یی د طالبانو کوم ویاند نظر نده ور کړی.
په داوروستیو کی د غور ولایتی چارواکو بیلابیلو سیموکی د جهاد د مهال پاته شونو وسلو او سیمه کی میشت د جهاد د مهال قوماندانان امینت ته ګواښ وبلل چه د غور د والی ویاند عبدالحی خطیبی په خبره وسله واله داړو او لویولارو شوکو کی یی سړی لاس لری.
په دغه ولایت کی تیره میاشت یو جر منی سیلانی هم دهغه یوه افغان ملګری سره لار وهونکو قتل، دوه نور افغان ملګری یی د ټوپک په ډزو ټپی کړی وو.
ځکه عام وګړی هم د غور بیلابیلو ولسوالیو کی د خپل سره وسله والو شتون څخه تنګ ټولو هغو یی چه ازادی راډیو سره خبری کړی دی افغان دولت څخه د خپل سره وسلو د ټولښت او غیر مسوله کسانو د مخنیوی هیله کوی.