«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات کی د دولت 10 مخالفین تسلیم شوه

د هرات والی ډاکټر داود شاه سباد ملکی ژوندته راستانه شویو وسله والو ته هرکلی ووایه خبریالانوته یی وویل تسلیم شویو کسانوته به د دوی اړونده سیموکی د سوله یزه ژوند تیریدو زمینه چمتو، لومړنی مرستبی به هم ورسره وشی:

«د طالبانو یو لسکیزه ډله د هغوی د مشر په شمول دولت سره یوځای، سولی ته یی په جګړه لومړیوالی ورکړ. چه زه یی دغه اقدام ته هرکلی کوم. خدای تعلی څخه غواوم  چه دهیواد بیارغونه او سولی لار کی بریالی و ووسی»

ملکی ژوند ته راګرځیدلو کسانو وویل د هرات کهسان او پښتون زرغون ولسوالیو کی یی د حکومت په خلاف وسله واله فعالیت کی ونډه لرله  چه د مخالفت عمده عوامل یی د وخت حکومتی سیمه یزه مامورینو ناوړه سلوک، او نور بیلابیل دلایل وبلل.

د ورته ستونزو په رفعه کیدو سره هغوی وایی دولت ته په امنیتی لیکو کی دندی اجرا ترڅنګ یی سیمه کی د ښونی بهیر د چټک تیا او او بیارغونی برخه کی د پروژو دپلی کولو وړاندیزونه لرل:

«دوی وایی د هیواد جګړه د ګاونډيو هیوادونو له خوا  د تباهی په نیت په مخ ځي. په حیقیت پوهیدو سره یی له وسله واله مبارزی لاس واخیست د هیواد  د پرمختګ لپاره کارکوو. جهاد په نورو ډولونو هم کیدلی شی. د هیواد ابادی باید لومړی وشی. که حکومت یی غوښتنی ومنی ډیر نور خلک هم دولت سره یوځای کیدو ته تیار دی»

په داسی مهال چه طالب ویاند قاری محمد یوسف احمدی له خپله لوری دولت ته د سړیو د تسلمی خبری نه منی افغان دولتی چارواکی وایی د روان کال له پیله د ۷ ډلو په ترکیب کی د هرات په کچه تر ۴نیم سوه کسو د دولت له مخالفت څخه په لاس اخیستوسره ملکی ژوند غوره کړی دی.

+ لیکل شوی په  چهارشنبه سی ام شهریور ۱۳۹۰ساعت 22:10  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |