هرات کی ۲۱۴ تنه پولیسو ته روزنه ورکړل شوه
دغه ۲۱۴ تنه ساتنمنان چه له دولسم ټولګیو د هرات تعلیمی مرکز کی په زده کړو بوخت وه تر ۴ میاشتو روزنی وروسته فارغ، د بری لیکونو په ویشلو د هیواد د ساتنی ویاړ ورکړل شوو.
په غرب زون کی د ساحوی پولیسو د قوماندانی ویاند سمونوال عبدالروف احمدی، وویل یادو ځوانو ته د بشر د حقونو دراعیت تر څنګ وړ نظامی روزنه ورکړل شوه. چه د خپلو خلکو د حقونو او ملی شتمینو ساتنه کی به فعال رول ولوبوی:
«له نیکه مرغه د هرات د پولیسو تعلمی مرکز څخه ۲۱۴ ځوانان د ټولنی خدمت ته وړاندی شوه. دوی د ۴میاشتو په موده کی وړ نظامی روزنه ترلاسه کړه او د هیواد بیلابیلو برخو کی د دندی د اجرا لپاره مسلکی وړتیا لری»
د هرات د پولیسو تعلمی مرکز څخه دا لسمه دوره فارغین دی، تراوسه ټول ټال نږدی ۱۵ زره پولیسو ته روزنه پکی ورکړل شوی ده.
په افغانستان کی د پولیسو د روزنی چاری او لګښت د نړیواله ټولنی په غاړه ده، تراوسه یی د هیواد په کچه د څه ناڅه ۱۴۰ زره پولیسو د روزنی خبر ورکړل شوی دی.
اوس مهال په دغه هیواد کی افغانی ځواکونو سره په خواکی دامریکا په مشری نږدی یونیم سل زره د ناټو ځواکونه هم دامنیت دنده لری. خو د پلان له مخی به ۲۰۱۴ م کال کی د افغانستان د نظامی ماموریت چاری په خپله د افغان حکومت په غاړه شی.
له بهرنیو عسکرو افغان حکومت د امنیت د انتقال لړی د روان م کال جولای میاشت کی عملا پیل شوه چه د هیواد د نورو شپږ سیمو ترڅنګ هرات څخه هم د ناټو ځواونه بهرلاړل.