«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

په غرب زون ولایاتو کی جبری او دکم عمر ودونه، په ځانګړی ډول په کونډو ښځو محدودیتونه

په دی سربیره چه داوروستیو څو کلونوکی افغان حکومت اونړیواله ټولنه د میرمنو په برخه کی د خدمتونو دزیاتی بریا خبری کوی خولاهم د غه هیواد په ځانګړی ډول غرب زون ولایاتو اړوند فراه غور بادغیس او دهرات ځینو سیمو کی په میرمنو د بیلابیلو ډولونو زور زیاتی خبرونه شته.

غرب زون کی د بشر دحقونو خپلواک کمیسینون د میرمنو د حقونو د برخی یوه مسوله میرمن فاطمه باقری ازادی راډیو ته وویل جبری او په کم عمر ودونه یی ټولنه کی د میرمنو له اساسی ستونزو څخه دی.

«په خوابدی سره به ووایم د فراه اوبادغیس په څیر لری پرتو سیموکی د بیلابیلو دلایلو له کبله زمونږ دفترونه نشته په ښځو رقم رقم د زور زیاتی راپورونه شته.چه په ښځو لاهم په خپل شدت د زورزیاتی پیښی شته»

میرمن باقری د فراه او بادغیس تر څنګ د هرات لری پرتو ولسوالیو اوغور کی هم تایید کړه په ویویل په کم عمرو دونه رواج لری او نجونه د کوژدی په ځانګړی ډول کونډی میرمنی د بیا وداده کولو لپاره د انتخاب واک نلری.

د بادغیس د ښار یوه استوګنی  وویل ډیر داسی پیښی ورته معلومی دی چه ښځی په زوره  یوه داسی چاته په نکاح ورکړل شوی چه ۵۰ کاله عمری تفاوت یی سره لاره.

«ډیری کورنیو کی کونډی میرمنی د هغوی د کور د جنس او ملکیت معنی لری دوی د کورنی یو دزاړه عمر سړی ته په نوم کولو مجبوروی او له کوره وتل یی یو شرم او پیغور یادوی»

د ښځو په وړانی داډول دودو نه اسلامی اونه هم د سیمی د خلکو مشروع رواجونو سره  سرخوری بلکی د سیمی خلک ظاهرن ټول ورته  دود   بد وبولی.

اوس نو پوښتنه دادی چه ولی بیا دا ناوړه رواجونه ټولنه کی خپاره دی؟ځواب یی د بادغیس بالامرغاب ولسوالی د مدنی ټولنو یوه فعال عبدالحق مجرو داسی ووایه:

«دی وایی په ټولنه کی د سوداد د زده کړی کمښت یو له له عمده عواملو څخه ده چه ځینی سیمو کی یی د ټولنی ورته وګړی د جهالت تر کچی رسولی دی».

په هرصورت د ینی علما وایی د اسلام د دین د اصولو په بنا میرمنو ته هم لکه د نارینه وو په څیر د ژوند بیلابیلو برخو کی ازادی ور کړل شوی ده.د څښاک، پوښاګ او د ژوند د مشروع انتخاب حق لری.

یوملا امام  شیرعلم په  ازادی  راډیو ته وویل د شریعت له مخی هغه نکاح ناقصه ده چه د میرمنی یا هم سړی د خوښی خلاف،   تر سره شوی وی.

په دی سربیره چه یو شمیر دینی علما په زغرده ښځو سره د تاوتریخوالی نصحتونه کوی خوبیا هم د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون ته د غرب زون بیلابیلو ولایاتو څخه داسی شکایتونه رسیدلی چه  ښځی پکی د خوښي خلاف سړیو ته واده شوی دی.

+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و ششم تیر ۱۳۹۰ساعت 11:7  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |