د شندند دولسی شوراه منشی قتل شو
په هرات کی دوالی ویاند محی الدین نوری د شندند پیښه تایید کړه ویویل ګل محمد د شندند دولسی شورا منشی کورته تیر مازیګر وسله وال مخالفین ور دیننه شوی وه د کورنی غړیو وړاندی یی مرمی په وچلولی:
«نوری وایی وسله وال دهغه په کور کی پټ شوی وه پیشه کی د شورا منشی مړ میرمن یی ټپي شوه»
شندند ولسوالی کی په داوروستیو کی د ولسی مشرانو د وژنی لړی پیل شوی چه د ولایتی شورا د مرستیال ریس تور محمد ظریفی په وینا یوازی د روان کال پیل سره تر شل تنه زیات ووژل شوه د دغو پیښو مسولیت هیڅ کومی سیاسی یا تروریستی ډلی په غاړه نده اخیستی خو تور محمد ظریفی یی عوامل د حکومت د محلی اداری ضعف او قاتلان د هغی ولسوالی سیاسی مخلفین یادوی تور محمد دغه خبری د شندند د تازه پیښی له وقوع د مخه ازادی راډيو ته کړی دی:
«ظریفی وایی د شندند ولسی مشران ولسوالی ته څیرمه اویاهم ښار کی وژل شوی دی د حکومت ضعف یی لولامل او قاتلان یی هغه څوک دی چه کلونه کلونه یی په شندند بریدونه کړی او نه غواړی چه سیاست کی یی سړی رول ولوبوی»
شندند د هرات یو ګڼ میشته سیمه ده او تر ډیره بریده د دغه ولایت په کچه وتلی څهری هم له دغی سیمی راپورته شوی دی چه له دغه منځه یی مشهور جهادی شخصیت علاو الدین نورزی قوماندان امان الله خان نیکزاد،حاجی نصرالله ،دولسی شورا ریس حاجی امان الله اولسګونه نور مشهور کسان یادولی شو چه یاد نومونه ټول یی یوه بل ته ورته خو په جلا جلا ډول وژل شوی دی.
د وژنو دغه لړی تیر ۸ کاله راهیسی پیل خوله بده مرغه وروستی خبر یی پای نه بلکی د سیمی خلک منجمله دولایتی شورا مرستیال ریس وایی د حکومت د نه پاملرنی په صورت کی به جریان ولری.
د یوه بل خبر په اساس د هرات ګاونډ د غور ولایت د ساغر ولسوالی د استخباراتو مدیر دچهار شنبی په ورځ د یوه مین د چاودیدیو په وجه ټپی شو.
د غور دامنیت امر د دغی پیښی تایید وکړ ویویل ولسوالی کی د کار په مهال یی موټر په مین کی تخریب یو بل ساتونکی یی هم ټپی شو باید ووایم که څه هم دیادو پیښو عاملین د دولت وسله وال طالبان بولی خو د دغه راپور تر بشپړیدو یی مسولیت چاه نده منلی.