«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات کی د ښونی بهیر او د ښونځیو ودانیو جوړښت

د هرات د معارف ریاست ویاند استاد کامران تقوی ازادی راډیو سره په خبرو کی د هرات د ښونی روزنی چاری پرمختللی وبللی زیاته یی کړه تیرو څو کلونو کی سلګونه ښونځيو ته ودانی جوړی اویاهم رغول شوی دی.

په دغه لړ کی یی یوازی د روان کال پلان په اساس د ۳۲ ښونځیو لپاره د ودانیو دجوړښت خبرورکړ:

«تقوی وایی له نیکه مرغه تراوسه مونږ د۸  ښونځیو ودانی د جوړښت د بنسټ ډبره ایښی دی چه وروستی هغه ی دانجیل ښونځی وه د اته درسی او څلور اداری خونو په لرلو سره یی کار پیل شو ټول اړین مکانات په نظر کی ورته نیول شوی د ۶ میاشتو په اوږدوکی به یی کار تکمیل شی»

تقوی د خبرو په دوام وویل ۴۰ پروژی نوری هم له کار لاندی چه تیر کال د بیلابیلو دلایلو په وجه نیمګړی پاته شوی وی.

په هرات کی اوس څه دپاسه ۷ سوه زره زده کونکی له لومړی تر ۱۲ تولی پوری نږدی ۷سوه  ۷۰ اوښونځیو کی دولایت او ولسوالیو په کچه زده کړی جریان لری  چه دښونی بهیر یی د کیفیت له درکه د اړونده چارو یو شمیر کار پوهان د هیواد مرکز کابل څخه دوهم نمیر یادوی.

خو ترکومه ځایه چه د ښونځیو دودانیو خبره یی شوه د معارف ریاست مامورین وایی لاهم ۳۵ سلنه زده کونکی یی بیلابیلو سیمو کی په خړ میدان د ښونځي د ودانی پرته زده کړی کوی  هغه چه د دوی په وینا له پلان سره سم به د نوبت په اساس ودانی ورته جوړی کړی شی.

+ لیکل شوی په  جمعه هفدهم تیر ۱۳۹۰ساعت 13:46  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |