شندند کی ۴تنه ښځی او ماشومان ووژل شوه او هرات کی د سحرایی محکمی مخ ونیول شو
د هرات د والی ویاند محی الدین نوری وویل په شندند کی د یوی کورنی دبی رحمانه وژنی په موضوع باندی تحقیق روان ده ډیر ژر به یی پولیس عاملین تر پیژندلو وروسته د قانون منګلو ته وسپاری.«په یوه کور وسله وال دشپی ننوتی ۳ میرمنی او یو ماشوم یی د ټوپک په ډزو وژلی دی»
د شندند د پیښی مسولیت د دغه راپور تر بشپړیدو چا په غاړه نده اخیستی اونه هم پولیسو رسما په کوم چاه تور لګولی دی.
د یوه بل خبر په اساس د هرات امینه قوماندانی مطبوعاتی دفتر څخه په خپره شوی خبرپاڼه کی د دغه ښار جبریل سیمه کی د ولسی خلکو د یوی سحر ایی محکمی د مخنیوی حال ورکړل شوی وه.
خبرپاڼه کی راغلی وه د جبریل ولسی خلکو یوه ځوان کومی پیغلی سره په ملګرتیا او نامشرو ع اړیکو نیولی وه وړاندی له دی چه پولیس په جریان کی واچوی په خپل سره ډول یی د هغوی د ناقاونه محکمی اقدام کړی وه چه په نتیجه کی پولیسو دغه دوه ځوانان د پوښتنو لپاره ۱۲ حوزی ته بوتلل خو سیمه ایزه وګړو په حوزه په هجوم وروړلو سره په تاو تریخوالی لاس پوری کړ نتیجه کی یوسیمه ایزه سړی مړ او ۵ نور ټبیان شوه.
خبرپاڼه کی نوه راغلی چه نښته کی وسله هم وکارول شوه که څنګه؟
خو عینی شاهدانو محلی رسنیو ته وویل چه وژل شوی تن د خپل لاسی بم په استعمال له منځه لاړه او ټپیانو کی یو پولیس هم یاد کړی شو.
جبریل د هرات ښار لودیز کی یونوی ښارګوټی ده چه استوګن یی ټول هغه کډوال هزاره وو قبیله پوری اړه لری چه په داوروستیو کلونو کی له ایران څخه خپل هیواد ته راستانه شوی دی.باید ووایم چه د ټپیانو روغیتایی حال د روغتون مامورین د ډاډ وړ وباله.
د راپورونو په اساس د افغانستان بیلابیلو برخو کی په ورته مواردو کی ولسی خلک سحرایی محمکی د ځان حق اوقومی غیرت په ځای کول بولی خوداچه په هرات کی یی پولیس په مخنیوی وتوانیدل د خپل ډول لومړی پیښه یی یادولی شو.