هرات بڼوال دمیوو مارکټ نه شکایت کوی
ښایی د هرات د میو کاروباریان په ځانګړی ډول بڼوال نور د میویو مارکټ څخه ستړی شوی وی د ښار بیلابیالو واټونو غاړی ته یی خپلی میوی راښکلی په داسی قیمت یی لیلام کړی چه د دوی په وینا لګښت یی نه پوره کوی.
د هرات د منارونو سړک ترخوا ۲۰ کلن رامین ریګشا ډوله موټر کی د خپل باغ شفتالو خرڅوی دازادی راډیو د راپور دترتیب په مهال یی یوه تن ته شفتالو داسی قیمت کړه:
«رامین پیرودنکی ته وایی هرکلو شفتالو ۱۰ افغانی دی پورته یی کړه چه ډیر ارزانه دی»
د هرات دغه بڼوال ځان د ګذری ولسواالی سیو شانو استوګن رایاد کړ ویویل ۴ جریبه د شفتالو بڼ لری میوه یی رسیدلی دی یی ایله د ۲ جریبی ځمکی د شفتالو په خرڅ بریالی شی نور ور څخه ورستیږی:
«ستونزه مودادی چه شفتالو ارزانه دی مارکت کی یوه، دوه اونی پاته شی څوک یی نه اخلی د خاربیدو په حال کی دی.دولت څخه موهیله ده چه نورو ولایاتو یا ګاونډیو هیوادونو کی د خرڅ زمینه ورته چمتوکړی. مونږ دلته شفتالو را وړو خرڅوو یی د بنوالۍ،کارګر،او دلاری د لښګت پیسی نه راته جوړوی»
د هرات د خلکو یو له عمده محصولاتو میوه ده چه اوس یی توت په ختمیدو دی الو،شفتالو،ګلاس،مڼی،اونوری پسلرنی میوی تازه رسیدلی دی.هغه چه بڼوال یی د مناسب مارکټ نشتوالی څخه شکایت کوی.
خو عام وګړی په ځانګړی توګه بیوزله کسان بیا خوښ دی.د هرات مسلخ مهاجرکمپ یو استوګن عبدالنبی وایی ټول کال یی تر دی د مخه اولادونو د قیمتی په وجه میوه نوه خوړلی خواوس هرشپه د مزدوری په پیسو کورته میوه وړلی شی.
د هرات د صنعتکارانو د ټولنی ریس توریالی غوثی هم بازارکی د کورنیو کرنیزه محصولاتو نرخ ارزان وباله لامل یی د حکومت داړونده اداری ضعف یاد کړ چه د ده په وینا بهرنیو هیوادونو کی یی د بازار مونده کی پاته راغلی دی.
خو دافغانستان د اړونده اداری مامورین وایی دوی دازاد بازار قانون سره سم افغان کروندګرو اوسوداګرو ته زمینه برابره کړی هرچرته چه وغواړی خپل محصولات او میوی رسولی شی خو ورسره په څنګ کی داهم وایی افغان بڼوال او سوداګر باید خپلی میوی د اوسنی نړیوال بزار غوښتنو سره سمی بسته بندی،پروسس او د سوپرمارکټونو باور په خپل کړی.
افغانستان کی د غوره میوو بڼونه شته خوداچه سوداګری یی په زوړ سیستم دود دی لکه خنګه چه ښایی نړیواله مارکټونو کی هسی د خلکو باور نلړی.