"په سوله او ثبات کې، دستانکزو، کليدي رول"
ليکنه شرف الدين ستانکزي
په موجوده شرايطو کې شوراه دهيڅ سياسي ډلګۍ نه، ملاتړ او نه، هم مخالفت کوي، بلکې د تلپاته سولې او ملي ثبات لپاره به، په ټول توان هڅې جاري وساتی.
دغه مطالب (ور) ته د ستانکزيو دشوراه له رسينز څانګې نن راورسيده.
دخپلې ټولنيزه شوراه په بې پرېوالي يې بيا، بيا ټينکار لرلو، ليکلي يې دي چه پريکړه ليک يې دټولو غړو په واحد غږ بدرګه شوي دي، هيڅ مخالف نظر غړيو کې چاه نلاره.
دستانکزيو شورا دافغانستان دعدلي وزارت جواز څخه برخمنه ده او کلونو راهيسې خدمت کوي، چه لويه موخه يې دقبيلو ترمنځ دخپل منځي لانجو حل کولو او دولس او حکومت ترمنځ دواټن کمښت يوله هغو يادولي شو.
په تازه خبرپاڼه کې يې د خپل کار عمده موخه سوله بللې چه دي، ددوي په وينادحکومت، او وسله واله مخالفينو دروغې جوړې لپاره به کارکوي.
ستانکزي، قبيله غلجيو پښتنو څخه شاخه اخلي چه دتاريخي رواياتو په بنياد احمدزيو سره دورورګلوۍ خوني پيوند لري.
له هرات، ترننګرهاره، بيا له لوګر، تر مزاره، ګڼه ولاياتو کې ميشت دي.
له سرخرود، تر جنت لښتي، پراخه ورشوګانې په واک کې لري، چه په دغه ډول دکرهڼې او مالدارۍ ترڅنک دافغانستان په اقتصاد کې يې ونډه څرګنده.
دغه راز په حکومت کې ديننه او مخالف جهت طالبانو کې درهبرۍ ترکچې ځواکمن شخصيتونه يې دسياسي ونډې ښکارندوي دي.
خو دشورا پخپله خبرپاڼه کې ځان بې پرې ښودلي دي وايي په افغانستان کې ټول ميشت ستانکزي ددوي دغړيو حيثيت لري مګر دهيڅ شخص سياسي تګلارې سره نه دي مله، بلکې دهرچاه کړنې فردي ګڼي.
خو بيا هم دنظر خاوندان دسولې لپاره دستانکزو هڅې ګټورې بولي استدلال کوي، چه دطالبانو دقطر دفتر کې دشيرمحمدعباس ستانکزي، دسياسي مرسيالۍ حضور او دحکومت دمرکچي پلاوي په سرکې دمعصوم ستتانکزي شتون، دهيواد موجوده کشاله کې ددغې قبيلې (ستانکزو) دپياوړي شتون نښه ده، نو دافغانستان قبيلوي دود ته په کتو تمه کيږي چه په يادو افرادو يا اشخاصو دمشرانو نظر اغيزمن تمام شي.
دستانکزو، شوراه، غړي ځان له جګړې ستړي ګڼي په ځوان نسل غږ کوي چه له ټوپک لرې او دقلم کتاب لار خپله کړي.
د سوليز افغانستان په هيله
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2900249893357494/?d=n
+ لیکل شوی په دوشنبه بیست و نهم اردیبهشت ۱۳۹۹ساعت 6:57  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2893138054068678/?d=n
انساني کومک راته دمومين خان دښامار پيغور شو.
خاطره
دا پيښه نهه کاله وړاندې وه له هرات څخه کابل ته دبس په سپرلي راروان وم زمونږ دسپرلۍ احمداابدالي بس دورګو سلالارو په سيمه کې يو تونس ډوله موټر مخامخ دهغه لاس کې وواهه موټروان کلي ته وتښتيده سيمه دطالبانو وه ماڅه ناڅه د نيولو په موخه منډې پسې وکړې خو ګير مې نه کړ.
وخت مازيګر ماښام منځ وه بيرته دپيښې ځاي ته په راګرځيدو مې لومړي کار زخميانو بيا ښځو په لومړيتوب نورو مسافرو ته ليني موټردرول او کابل ته ليږديدل وه. مړي مو په ځلي پريښودل وروسته دوه عجبو پيښو سره مخ شوم. لوړي دا جه کوټه سنګي ته په رسيدو دهډې يوه هوتل ته ننوتم يو تن دلارې داحوال رانه وپوښتل ستړي وم فقد له احمدشاه ابدالي شرکت نه مې شکايت وکړ. مالا خبر نوه پوره کړې چه نور نقل ده پيل کړ ويويل. نن سالارو کې ټکر شوي وه حکومت ويده ده خو طالبان په درې دقيقوکې راغلل او مسافر يې په عزت ليني موترو کې جګ کړل او ټپيان يې روغتون ته وليږل. زه غلي وم ده څه نور هم دطالبانو غورې وکړې. په اخر کې ماورته وويل وروره دولس دخداي ثواب وکړي هغه چه مرسته يې کړې هغه زه وم. حکومت خو لا تلفون ته ځواب رانکړ ته ښه وايي. او طالبان مي ندي ليدلي يواځې دايې وکړه چه موټران يې سيمه کې پټ شو. خو زماخبر کمه واوريدل شوه هوتل کې ناست خلک يوبل کې مسکې شول ويول دمومين خان ښامار دي او دئ ( زه )يې هم دوژلو ادعاکوي. ثبوت مې همدا انځور وه ور ومې ښوده ومې ويل نه مومين خان يم نه مې توره کړې ده. داقيصه دلته پاته شوه درې ورځې وروسته بيرته هرات ته وخوځيدم دسيمې ځاي ته نږدې دموتر کلنډر دحادثې په يخت والي خبرې پيل کړې په خبرو کې راباندې اشتباهي شو ويويل دنوم يې رانه وپوښتل ماورته کړه څه خبر ده ويويل ته مسلمان يې؟ په دوام تهديد پيل کړ وايي تا ولې مسلمان موتروان لباره هغه ورځ کافرو ته زنګ واهه ورته کړم سړي وژلي وه. نو په غضب يې وويل که له خدايهﷻ ونه دارشم همدا اوس مې طالبانو ته په لاس ورکولې. نور نو ورته غلي شوم. ددې لباره نه چه طالبانو نه ډاريدم نه خپل کار څخه پښمانه وم. مال جاهل ده په بلاورسره وانوړم.
+ لیکل شوی په شنبه بیست و هفتم اردیبهشت ۱۳۹۹ساعت 0:46  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
بختور له حکومته لار بيله کړه
فراه کې ديوه پخواني چارواکي او موجوده مرستيال والي دپلار په اړوند نه چندان کره خبرونه شته چه ګواکې طالبانو ته تسليم شوي دي، ځينو منابعو سيمه کې رسنيو ته ددغې موضوع پخلي کړي دي او کابل نيوز يو له هغو دي چه خبر يې هم له جوخت انځور سره نشرته ورکړي دي.
د فراه ولایت پخوانی امنیه قوماندان جنرال عبدالجلیل بختور له طالبانو سره یوځای شوی.
د فراه د ولایتي شورا غړی دادالله قانع وايي د فراه د مرستیال والي مسعود بختور پلار او پخوانی امنیه قوماندان عبدالجلیل بختور نن سهار خپل پلرني کلي کې طالبانو سره یوځای شوی دی.
طالبانو لا ددغې موضوع په هکله څه نه دي ويلي خو سيمه کې خلک وايي دموضوع د ريښتينولي په صورت کې دفراه په امنيت ژور اغيز لرلي شي.
دبختور په نوم کورنۍ دفراه په کچه يوه له اغيزمنو کورنيوڅخه دي چه په تيرو څولسيزو په ځانګړي ډول دکرزي په مشرۍ ترحکومت راهيسې دفراه په امنيت او سياسي تشکيلاتو کې لاس بري پاته شوي دي. دجمعت ګوند دپلوي سابقه لري او دبخش اباد بند امنيت کې تيرو کلونو کې دکم کارۍ او امنيتي خنډونو دجوړښتونو تورونه په موجود وه مګر دوي برخلاف ددغه بند محافظين خانونه ګڼل. بخش اباد داوبو بند دافغانستان يوه له مهمو پروژو څخه دي چه ايران ته بهيدونکو اوبو باندې يې داتير۱۵ کاله کارونه سست روان دي. افتدايي کارونه يې دسردارمحمدداودخان دکاري پلان برخه ده او ايران لا له سره په ناخوښه وه.
نو بايد ياده کړم که دبختور دکورنۍ دغه مهم غړي طالبانو سره يوځاي شوي وي چه لايې پخلي نده شوي په ټوله کې دفراه او ځانګړي توګه دبخش اباد پروژې امنيت ټکني کولي شي
شرف الدين ستانکزي.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2880946181954532/?d=n
+ لیکل شوی په یکشنبه بیست و یکم اردیبهشت ۱۳۹۹ساعت 22:49  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
سلام کول زماسنت وه، مګر تايې په تقدم چاپړوسي وکړه.
ديوه چارواکي نقل چه دنورو لپاره عبرت کيدلي شي.
نقل کا: چه مولوي ترابي، ناڅاپه دکوم کار لپاره دکابل شهرنو سيمه کې د دارالتهديب مرکز ته لاړو، دننوتو په حال کې داشپز پام ورواوښت سمدستي يې لاس په نام سلام ورکړ. ترابي، چه دطالبانو حکومت کې دعدلې وزير وه، داشپز د حرکت خوند ورنکړ...نوم يې ترې وپوښت او ورته کړه يې سنت طريقه داده، چه سلام بايد مادرکړي وه؟ ځکه زه راغلي وم... ته کوربه يې. خوتازه پرينښودم. له همدمره ويلو وروسته يې اړونده ادارې ته داشپز دبرطرفي آمر ورکړ، ورسره زياته يې کړه چه ټوله اداره کې بايد دچاپړوسۍ دود ختم شي.
نو! د سلطان زوي تر سايوان راياده شوه، ممکن خپله ښاروال به هم تر يوه بريده دخانۍ هوا کړي وي، مګر که چتري بردار ته ددغه کار حکوم نوي ورکړل شوي، چاپړوس دي او ياد سپکاوي نه په عبرت بايد ټول چارواکي دلاس لاندې کسانو ته دچاپړوسۍ موقع ورنکړي.
دا ډول خلک چه له پخوا په بوټ پاکانو، غوړه مالانو او اوس، اوس د خياطانو پهاسم خطاب هم ورته کيږي ادارو کې تربدنامۍ جوښت بله ثمره نلري. بايد رواج يې ختم کړي شي.
ځکه چاپړوس يوه شخص ته لنډمهاله کاذب غرور، خو حقيقي تلپاته سپکاوي ورکوي.
بل داچه که مونږ غواړو پرمختللې نړۍ سره ځانونه سم کړو نو ښه کردار يې بايد تقليد کړو دبيلګې په توګه اوس په عصري نړۍ کې کم ليدلي شي، چه يوه اداره د سکرتر، آمربر، حتي سخن تشکيلات ولري.
که دټرمپ اداره يې ژوندي مثال راوړو په توله امريکا د۵۰ ايالاتو په شتون يو وياند شته. خپله چارواکيي هميش د ډوډۍ د خوړلو لپاره خپله وسايل چمتو کوي او داشپزو چايدار جوکيدار، په نوم تشکيلات په هيڅ اداره کې څوک نه شي کتلي
شرف الدين ستانکزي
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2874257679290049/?d=n
+ لیکل شوی په جمعه نوزدهم اردیبهشت ۱۳۹۹ساعت 2:23  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دارګ دپام وړ
دعارف وزير ننواتې
د يون صاحب په نوښت جوړ مجلس کې مې دعارف وزير خبرې واوردې د زړه بړاس يې متااثر کړم. دانګريز له زمانه تر اوسه يې دپنجاب له ناخوالو سر وټکاوه خو په هيڅ خبر کې يې له افغان لوري شکايت نلاره. په وياړ يې تکراروله چه افغان يم، افغان وم، او افغان به يم.
شهيد وزير وويل چه کابل ته په ننواتې راغلي دي او عمده غوښتنې يې دادي چه په خوست کې دميرزاخان وزير په نوم ليسه ونومول شي.
۲- واڼه ولسوالۍ کې دقبايلو ته د تذکرې او افغاني پاسپورت امتياز چمتو شي.
۳- په قبايلو کې د افغان حکومت تعليمي نساب تنظيم کړي شي.
۴- چمن وزيري ته دخپل پخواني برم ورکړې سره دمنظور پښتون او نورو قبايلي مشرانو انځورونه ځانګړي شي.
۵- کابل کې د دقبايلي زده کونکو تعليمي پروګرام لکه دپخوا په شان پلي شي.
۶- د څه نورو هيلو ترڅنګ يې په افغان ورونو غږ وکړ چه نور دډيورند په کرښه داغزن تار موضوع بنده کړي چه دده په وينا دغه تار ته ترپنجابه افغانستان ډير تبليغ کوي. عارف له خپل قوم په استازيتوب د تار دپريکون ژمنه وکړله.
عارف وزير چه دولسمشر غني ددوهم پلا انتخاب دلوړې مراسمو ته راغلي وه وويل ددراتګ په مهال پنحابي سرحدي عسکرو وځوراوه خو ده کابل ته په تګ نه ويزه او نه هم دخولي، ياخوروجي ټاپې ته غاړه کيښوده ځکه خپل کورته په تلو يې دازاد خيال غرور لاره. وزير دپولې دواړو غاړو ته دپښتون ستونځه مشابهه وبلله ويويل ټوپک او جګړه يې دنورو دي مګر بچي د دوي پکې مري. ځکه يې نوپه طالبانو هم دبين ال افغاني خبرو غږ کړي وه.
عارف وزير تيره اونۍ په خپل کلي کې ووژل شو چه دقتل عاملين يې هم پنجابيان ياديږي.
وزير تر مرګ دمخه بندي کړي شوي هم وه جه لامل يې دلوي افغانستان جوړښت چيغه وه.
د وطن دغه بااحساسه قرياني نور ډير ارمانونه هم لرل چه خپله يې ارمان خاورو ته ويوړل مګر لار يې بايد روانه وساتل شي افغان حکومت څخه غوښتنه کوو چه ټول وړانديزونه يې پلي خولږترلږه د چمن وزيري او دقبايلو لپاره دمعارف دوسعت هيله يې قبوله او پروګرام ته يې دعارف وزير نوم ورکړل شي.
په درنښت
شرف الدين ستانکزي
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2870027249713092/?d=n
+ لیکل شوی په چهارشنبه هفدهم اردیبهشت ۱۳۹۹ساعت 6:7  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
هغوي چه دشيدايي خلک پردۍ بولي خپله پردۍ دي
افغانستان د ټولو ګډ کور دي.
په داوروستيوکې يو شمير دمدني فعالينو له ادرسه چه ځانونه بومي هراتيان معرفي کوي په مدني حرکتونو د شيدايي او په ټوله کې هرات کې ميشت کورنۍ کډوالو باندې احسان غورځوي چه ګواکې د ميلمه په ډول د هرات کې ژوند وکړي کنه نو په شړلو يې تهديدوي.
که څه هم ددوي شمير د ګوتو په شمار دي مګر دانديښنې وړ دادي چه ترشاه يې يوه مغلقه ايراني استخباراتي دسيسه ده چه په داوروستيو څو لسيزو کې يې افغانستان کې د اقوامو د تفرفې په موخه په لار اچولې ده.
هرات کې کورنۍ کډوال ډيري يې دفارياب، جوزجان او دسمنګانو په شمول دشمالي ولاياتو هغه پښتانه دي چه د دوستم داو نظار شورا دزور زياتي په وجه راکوچيدلي دي دهرات ښار شمال ختيځ او شمال لوديځ سيمو کې يوسوځنده صحرا کې ودان دي شمير د شل زره کورونو منځ کې اټکل شوي دي. خوايران ته وفادارو حلقاتو له اول سره ددوي شتون باندې انديښنه لرله څو ځله بريدونه ورباندې شوي دي بنديان او بي عزته کړل شوي دي خو دا چه اصلي مينو کې يې لاهم امن نشته دا ټول مشکلاتو په ځان مني. چه داسمعيل خان دواکمنۍ په مهال يې دځور دابيلګې مستندې او د يوناما داړونده څانګې او مرکزي حکومت په مداخله يې په موقتي ډول جنحال حل شوي دي.
تازه يې په وړاندې بيا دفسبوک ترکچې په ضد هله تبليغاتو زور واخيست چه تيره ورځ يې دلوږې او کرونا ناروغۍ تبعيضي چلند له کبله د ولايت وړاندې لاريون وکړ.
ګڼه هرتيانو ددوي اعتراض ته هرکلي وښوده او دهغو کسانو په ضد يې غبرګونونه ښکاره کړه جه دشيدايي بي ځايه شوي کورنۍ کډوال مهاجر ګڼي
دغه ډول خلک چه سوشيل ميډيا کې يې ثبوت ليدل کيږي استدلال کوي جه دافغانستان دقانون په بنياد دهيواد هره برخه کې چه افغان وغواړي ژوند، سوداګري او سفرکولي شي.
دوي له ورته مغرضه کړيو دا پوښتنه هم کوي چه که د شيدايي خلک هراتي نوي نو بياتاسوڅوک ياست؟. په د معني چه اصلي هراتي د تاريخ په بنياد هيڅ نشته چه جلابحث غواړي (دکره معلوماتو لپاره د دهرات جامع مسجد منځ کې دکله منار دڅلي تاريخ مطالعه کړي شي) نو په دغه توګه دهرات ټول موجوده وګړي يې له نورو ولاياتو ورته راکوچيدلي دي.چه هويت او مليت يې افغان دي.
شرف الدين ستانکزي
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2855960867786397/?d=n
+ لیکل شوی په پنجشنبه یازدهم اردیبهشت ۱۳۹۹ساعت 5:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
زلمي خليلزاد تازه بيان کې د ناټو له خبرو ملاتړ ښودلي دي وايي دافعانستان ګټې پکې متمرکزې دي.
ناټو په تازه اعلاميه کې چه ځينې ټکې يې رسنيو نشر کړې دي افغانستان کې د همه شموله حکومت وړانديز کړي دي.
په ناتو کي دامریکا دایمي سفیري داسې اعلانوي:
دناتو 30غړي پرافغان حکومت باندي دهمه شموله حکومت دجوړولو ږغ کوي.اختلافات باید فیصله کړي.
دتشدد کچه دمنلو وړ نده،او دطالبانو حملې دسولي سره مرسته نکوي.
افغانستان هیڅکله سولي ته نن په څېرنژدې سوی نوو.افغانان سوله غواړي
دافعان سولې لپاره دامريکاځانګړي استازي خليلزاد وړاندي ويلي دي
3/4)
د افغانستان پرمختګ یا په جګړې، بې وزلۍ او ناروغۍ کې ایساریدل د دې پورې اړه لري چې خواوې په څه بیړې او په کوم نیت دغو اقداماتو ته ځواب وايي
خليلزاد تويت ته دوام ورکوي او دطالبانو او امريکا په توافقنامه نظر ورکوي.
4/4)
د متحدو ایالتونو- طالبانو توافقنامه افغانستان لپاره یو تاریخي فرصت برابروي. متحده ایالتونه او متحدین یې، په حقیقت کې نړیواله ټولنه، پر افغان مشرانو غږ کوي چې خپل هیواد او خلکو ته لمړیتوب ورکړي
په افغانستان کې اوس مهال په حکومت کې ديننه عبدالله سره دحکومت په څرنګوالي ناندرۍ او دطالب بنديانو بي شرطه نه ازادۍ هغه دوه ستونځې دي چه دنړيواله متحدينو له دغه منځه دامريکا انديښنې راپارولي دي. افغان حکومت طالبان په شديدو حملو او طالبان بيا حکومت بنديانو سره په ناسم سلوک دسولې دتوافقنامې موادو په سرغړونه تورنوي.
شرف الدين ستانکزي.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2844803715568779/?d=n
+ لیکل شوی په شنبه ششم اردیبهشت ۱۳۹۹ساعت 5:21  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|