«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دطالبانو زنذاني

که سړي نه پوښتي! نو له غمه پوښتي!!!؟

ايا طالبان له اسيرانو سره په سلوک کې ډير عادل؛ او که د ځيتې اسارتونو داستانونه پروژه يي، د هيواد، د ۴۰ کلنې تپل شوې جګړې د ډرامې يوه برخه ده!!!؟

مخکې له د چه د پوښتنې جزيات ووايم، بې ځايه به نوي چه يادښت وکړم، هغه دا چه طالبانو خپله ټوله دمبارزې او حاکميت دوره کې پرته له د چه مشخص زندان ولري، محدود سياسي بنديان لرل. نور يې چه نيولي دي ياخو يې په بيړه دصحرايي محکمې په ډول قتل ياهم له لنډمهال نظارت وروسته ازاد کړي دي. د عدالت د څرنګوالي؛ لپاره يې دوه قضيي ښه بيلګه ده.  
۱- په اولس کې دطالبانو ظهور او شهرت د کندهار سپين بولدک کې د منصور په نوم د يوه پاټکوال قوماندان په نيولو او اعدام شروع او د ډاکټر نجيب الله، په دارځړولو واک ته ورسيدل. چه نقل يې اسيرانو سره د طالبانو د سلوک وضاحت ته ضرورت نلري. 
خو دتعجب ځاي دادي؛ هغه يو شمير اشخاص چه د طالبانو له زندان څخه تر اوږد زندان وروسته ازاد شوي دي ياخو د بند په د دوران په قيصو  کې دطالبانو په صفت لګيا او ياهم چپه خوله پاته دي، چه په ورته مواردو کې چوپتياهم درضايت معني لري. 
د بيلګې په توګه طالبانو د واکمنۍ په مهال تورن اسمعيل خان او ظاهرقدير کلونه زنداني کړل، خوپه مرموز ډول تر ازادۍ وروسته يې تر دمهاله د زندان له حالت څخه لکه څنګه چه ښايي هسې دشکايت خوله نده پرانستلې.
د جارقلم، نقل خو بيخي نوي دي چه د زندان له ډول يې خبر يو اما تر ازادۍ وروسته تري تامشو!
په ځينو مواردو کې دبهرنيو بنديانو ازادي ډراماټيک تاوتريخوالي لاره چه په ۲۰۰۷ م کال هلمند کې د ايټاليايي خبريال ماسترو جياکومو، قضيه يې بله بيلګه يادولي شو جياکومو ، د خبر په اساس تښتونکو سره دمليونونه ډالرو دمعاملې په اساس ازاد خو افغان ترجمان اجمل نقشبندي يې عين تبادله کې په مرموز ډول ووژل شو خو دنقل څرګوالي باندې يې اتاليايي خبريال لاهم خاموش دي. ځينې څيړونکي څرګندوي چه ممکن نقشبندي په همدې خاطر چه راز جوت نشي وژل شوي وي 
طالبانو سره زندان او د خوښۍ احساس په ۹۰ لسيزه کې د دوي ( طالبانو) دواک په مهال هغه وخت څو تنه اسيرانو څرګند کړ چه کله يې د منځنۍ اسيا يوه ملکي الوتکه په زور تر راکوزيدو کندهار کې ډير وخت معطل کړه. ديادې الوتکې لس نفره عمله په مياشتو هوايي ډګر کې نظربند وه لکه د نورو ګڼه هوايي ډګرته تلونکو مسافرو په څير زه هم دهغوي بهرني اسيرانو دکتنې شاهد يم، د کاليو له ناسم وضعيت او دڅهرو له خيره والي يې خفګان جوت وه. 
مګر کله چه ازاد شوه خپل هيواد ته په تګ يې خبريالانو داجمله نشر کړه چه( بد سلوک نده ورسره شوي او طالبان ډير ساده اوسپيڅلي خلک وه)
که دا مو هيروي نو دا خو ټول په ياد لرو چه تيرکال طالبانو دوه روسي پيلوټان ازاد کړه.  مګر د بند جزيات يې رسنيز نشوه!
سل يې په يوه تمامه څه چه ډير د تعجب وړ دي هغه دا چه تازه دوه تنه اسيرانو کورته په رسيدو دطالبانو دعدل ډنډوره پيل کړې ده. 
تيموتي ويس، له استراليا او امريکايي ملګري يې چه درې کاله د طالبانو بند کې وه تازه تبادله شوه. دوي په کابل کې د يوه امريکايي پوهنتون ښونکي وه. نن يې رسنيو تيموتي،  سره استرالياکې  مرکه کوله په صراحت د رضايت اظهار کاوه ...حتي دمرکې په يوه برخه کې چه امريکاغږ نشر کړه وايي( کوم طالبان چه زمونږ د امنيت لپاره ګمالرل شوي وه، دمره ښه خلک وه چه زمالپاره داد تعجب او سوال راته چه دومره ښه انسانان طالبانو سره څنګ جزب شوي دي؟) البه دا به هم ومنو چه ښه سلوک ورسره شوي مګر بياهم اسارت، اسارت دي ولو که د سروزرو صندق کې يې خوندي کړي وي نو خپل داسارت له جريانه خوښي ښودل سړي ته شکونه ذهن ته واچوي!!! 
په هرصورت؛ دا چه دافغانستان معضله هسې هم ډيرپيچيده ده په زغرده يې قضاوت سخت دي   خو کله چه سړي داسې ضدو نقيض خبرې اوري لايې فکر ګيچ شي. چه په ماهمدغه حالت راغلي دي. نو د موضوع دلاروښانتيا لپاره همدغه سوال ستاسو حضور ته وړاندې کوم جواب يې راسره شريک کړي؛  چه مونږ هر څه ناسم وينو؟ که خبره بل ډول دي؟  په درنښت. 
نوټ: نظرياتو ته مو درنښت کېږي، مګر هيله ده چه په عقدو اوتوهين اميزه کليماتو نوي بنا. 

شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2537924599590027?d=n&sfns=mo

+ لیکل شوی په  دوشنبه یازدهم آذر ۱۳۹۸ساعت 18:54  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

مثبت تغير

مثبت تغير 
دا چه دکابل دتيرې ورځې لاريون څه پايلې او پيغام لاره !بحث نه په کوم،. خو يو څه مثبت پيغام يې چه لاره هغه داوه چه زما په اند اوس مو ګڼه خلکو دا زده کړي دي، چه تظاهرات يعني چيغې، بغاري او ورانول نه، بلکې په يوه نه يوه طريقه دخپلو احساساتو اظهار دي. مونږ په تيرو کې شاهدان وو چه دروند سبز، دشهيد ورځ  يا روښاني... او ګڼه نورو نومو به بې بندوباره اشخاص سړکونوته راووتل دلاريوني شعارونو په نوم به يې دکانونه ولوټل، موټر او دولتي اماکن به يې ويجاړ کړل او حتي دخلکو دعبادت مخ او لارې به يې بندې کړې. 
نو ښکاره خبره وه چه دا ډول لاريون کې به  دناکاره خلکو ګډون زيات وه. 
خو داوسنۍ مظاهرې که شمير کم، کيفيت له مخې ښه وه پيغام يې ورسولي شو، تر ټول ښه کار يې لادا چه د چور تالان په ځاي په جمعي لمونخ او خدايﷻ ته په ښکاره ډول په تزروع ختم کړ . خو داچه ګډونوالو يې اودسونه لرل کنه؟ خدايﷻ خبر!  بحث نه په اوږدوم. 
بياهم وايم چه سياسي تګلارې سره يې کار او علاقه مندي نرم   خو د لاريون ډول يې چه په لمانځه ختم شو خوښ مې شوو  نوي ابتکار وه. 
سوله يزه لاريون دولسونو حق دي هيله ده ټول لاريونونه مو همداسې سوله يزه وي. 
شرف الدين ستانکزي

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2533550730027414?d=n&sfns=mo

+ لیکل شوی په  شنبه نهم آذر ۱۳۹۸ساعت 0:40  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

بګرام

د زهرو غوړپ خو دملي ګټو په نيت

يو شمير د پاک احساس لرونکي خو له نړيوال سياست څخه لږ خبر اشخاص، په ولسمشر ځکه غوسه دي چه ولې دترمپ کتلو ته باګرام ته ورغلو. هو! نيوکه يې د نړيوال ديپلوماتيک  وصلو له مخې په ځاي دي. خو که لږ دا پوښتنه هم ذهن کې راولو نو بيا به کله هم په ولسمشر نيوکه ونکړو، چه ايا ټرمپ افغانستان ته له ديپلوماتيک رسم سره سم سفر کړي وه؟ ميزبان هيواد بلنه او ويزه ورکړې وه...؟. نو حتمن يې ځواب خپله مومي چه نه!!! نو په دصورت کې چه نابللي راتلي شي بيا نو دښاغلي اشرف غني مجبوريتونه هم بايد درک کړو چه دا ډول زورور ميلمه ته هرکلي نه کول څه بدې پايلې لرلي شي. 
که له دا ډول منفي فکره تير شو، همدغه سفر له بلې زاوې وګڼو نو ټرمپ بګرام ته راغلي ده نه کابل ښارته چرته چه دامريکا عسکر دناټو چوکاټ کې دنده لري ناټو يو نړيوال جوړښت لري نو معلومه ده چه بګرام هم اوس نړيوال حيثيت لري. او زرګونه بهرني اتباع پرته له ويزي ورته راځي او ترې ځي او ټرمپ هم له هغو يو دي. داچه غني ته په دمره يوه مهمه غونډه کې ميلمستيا ورکړل شوې ده بي له شکه چه دهيواد لپاره وياړ کيدلي شي. خو برخلاف که ټرمپ کابل ته پرته له ويزې راغلي وي دا نو بيا ښکاره سرغړاوي وه. 
په هرصورت؛ بګرام ته د نه ورتګ همدغه ډول تجربه ښاغلي حامد کرزي څلورکاله وړاندې وکړله چه اوباماته ورنغلو  کرزي په دغه کار سره دنه داوباما سفر معطل کړي شو او نه يې هم د هغه عزت ته زيان واړولي شو... خو داقتصاد او دسياست په ډګر کې يې هيواد څومره کړاونو سره مخ کړلو؟ نو که بيامونږ دهغو زيانونو وزن نشو معلومولي نو هغه زمونږ مشکل دي خو په حقيقت کې يې د هيواد نړيوال باور ډير کمزوري کړ.  هو! په ظاهر کې کرزي نر کار وکړ خو دابه نه هيروو چه د وطن د ګټو په ځاي يې شخصي احساساتو ته ترجيع ورکړله. که بياهم احساساتي نشو لږ حقيقت ته ځير شو مونږ به تر څو دمره نر، نر کارونه کوو چه په حاصل کې يې افغانان دفقر ژوند او کډوالۍ ته اړباسو؟ راځي لږ يې له ګاونډيانو زده کړو. ايا دپاکستان صدراعظم مو نه کوت چه دعرب شهزاده موټرواني وکړله او بيامو په تکرار امريکا سفر کې ونه ليده چه ټرمپ ته له هوايي ډګره په ملي بس کې ورغلو؟ د سعودي شاهي خاندان مو هير شو چه ټرمپ ته په همداسې سفر کې يې د ښځو په ملتيا ګډا ورسره وکړه او پاي کې يې د ټرمپ لور ته دمخ روڼي په نوم سل مليونه ډالره وکړه؟ دا ټول ديوه کال په درشل کې وشوه چه وديو او انځورونه يې مستند نټ کې موړدلي شي. هيچا په هغو بد ونه ويل ځکخ رسنيو يې ددوي کار داسې وانمود کړ چه ګواکې دا هرڅه يې دوطن دلوړو ګټو لپاره کړي دي.
بله دا چه بهرنيان زمونږ په کمزورو نقطو ښه اګاه دي که غني دملنګۍ  په لباس کې خپل ملي هويت ور وښود هغوي پيژندل ډير شيک پوشان چه بيا ميلمه پالنې ته بې بلنې ورغلي وئ. 
نو په د سربيره چه زه دغني صاحب دکورني سياست يو له منتقدينو څخه هم يم خو بهرني سياست کې دا کار مجبوريت او اړين بولم. پوهيږم چه دزهرو دغه غوړپ يې دوطن د لوړو ګټو لپاره کړي دي. 
شرف الدين ستانکزي .

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2532218236827330?d=n&sfns=mo

+ لیکل شوی په  جمعه هشتم آذر ۱۳۹۸ساعت 20:55  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

ټنکسګيونګ يا دشکرانې ورځ

.Thanksgiving 
د شکرانې ورځ
 
تنکسګيوينګ يا دشکرانې ورځ د امريکا، يوه له هغو ورځو څخه ده چه په ملي بڼه تجليل کيږي، رخصتي وي او امريکايان خپلو هغو دوستانو ته چه تر نورو ډير ورته ګران يا احسانمند يې وي، د خوراکي توکو دالۍ وړي او د خوښۍ ورځ ورسره تيروي.
چه معمولا  اوس مهال کې موروپلار، خويندې، ورړڼه يا دکورنۍ نور غړي وي. 
خو داچه د دغې ورځې پسمنځر څه ده؟ لنډوتکيو کې يې وايم. 
دامريکې تاريخي روايات وايي چه کله په اروپا ځانګړي ډول انګليستان کې ولسونه خپل حکومت ظلمو، اقتصادي فشار سره تنګ راغلل نو ګڼه وګړو يې د توان په صورت کې مهاجزت ته مخه کړه   
دمهاجرت لامل يې خواري، ظلمونه، سياسي افکار ... وه. خو يو ډله ياقبيله په انګلستان  کې دپاچاهي مروج دين سره دمخالفت له کبله امريکا ته راغله. 
داقييله pilgrims پيلمګريمز،  نوميده د هغه وخت نومبر مياشت د۱۶۲۰ ملادي کې را وکوچيدل او شمال دامريکې چه اوس مسچوست نوميږي ايالت کې ميشت شوه. 
دا خلک د سيمې هوا سره په نابلدتيا د ژمي سخت موسم سره مخ شوه،  چه نتيجه کې يې نيمايي وګړي يخنۍ ووژل ځکه نو دانساني همدردۍ له مخې سيمه يزه خلکو دوي سره د کور وسايل لکه بړستن، خوراکي مواد او دپخلنځي لوښي شريک کړل. تودې جامې اوبه او ډوډۍ ورکړې او په دغه وسيله يې دپاته مهاجرو ژوند وژغوره له ۱۶۲۰ م کال وروسته اوس په امريکاکې دهر نومبر مياشت ۲۸ سه شنبه دا ورځ ملي رخصتي وي او خلک يې دوستانو سره په خوارکي توکو ډاليو او مجلس تيروي. 
نوټ 
موضوع مې ځکه ياده شوه چه ماته هم تيره سه شنبې د يوه امريکايي ملګري له طرفه داسې ميلمستياته بلنه راکړل شوې وه خو دا چه دخوړو په حرمت مشکوک وم دنه ورتګ پلمه  او بښنه مې وغوښته. خو رواج يې بدراته ښکاره نشو 
شرف الدين ستانکزي.https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2519832568065897?d=n&sfns=mo

+ لیکل شوی په  جمعه هشتم آذر ۱۳۹۸ساعت 20:53  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

Thanksgiving يا دشکرانې ورځ

Thanksgiving 
د شکرانې ورځ
 
تنکسګيوينګ يا دشکرانې ورځ د امريکا، يوه له هغو ورځو څخه ده چه په ملي بڼه تجليل کيږي، رخصتي وي او امريکايان خپلو هغو دوستانو ته چه تر نورو ډير ورته ګران يا احسانمند يې وي، د خوراکي توکو دالۍ وړي او د خوښۍ ورځ ورسره تيروي.
چه معمولا  اوس مهال کې موروپلار، خويندې، ورړڼه يا دکورنۍ نور غړي وي. 
خو داچه د دغې ورځې پسمنځر څه ده؟ لنډوتکيو کې يې وايم. 
دامريکې تاريخي روايات وايي چه کله په اروپا ځانګړي ډول انګليستان کې ولسونه خپل حکومت ظلمو، اقتصادي فشار سره تنګ راغلل نو ګڼه وګړو يې د توان په صورت کې مهاجزت ته مخه کړه   
دمهاجرت لامل يې خواري، ظلمونه، سياسي افکار ... وه. خو يو ډله ياقبيله په انګلستان  کې دپاچاهي مروج دين سره دمخالفت له کبله امريکا ته راغله. 
داقييله pilgrims پيلمګريمز،  نوميده د هغه وخت نومبر مياشت د۱۶۲۰ ملادي کې را وکوچيدل او شمال دامريکې چه اوس مسچوست نوميږي ايالت کې ميشت شوه. 
دا خلک د سيمې هوا سره په نابلدتيا د ژمي سخت موسم سره مخ شوه،  چه نتيجه کې يې نيمايي وګړي يخنۍ ووژل ځکه نو دانساني همدردۍ له مخې سيمه يزه خلکو دوي سره د کور وسايل لکه بړستن، خوراکي مواد او دپخلنځي لوښي شريک کړل. تودې جامې اوبه او ډوډۍ ورکړې او په دغه وسيله يې دپاته مهاجرو ژوند وژغوره له ۱۶۲۰ م کال وروسته اوس په امريکاکې دهر نومبر مياشت ۲۸ سه شنبه دا ورځ ملي رخصتي وي او خلک يې دوستانو سره په خوارکي توکو ډاليو او مجلس تيروي. 
نوټ 
موضوع مې ځکه ياده شوه چه ماته هم تيره سه شنبې د يوه امريکايي ملګري له طرفه داسې ميلمستياته بلنه راکړل شوې وه خو دا چه دخوړو په حرمت مشکوک وم دنه ورتګ پلمه  او بښنه مې وغوښته. خو رواج يې بدراته ښکاره نشو 
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2519832568065897?d=n&sfns=mo

+ لیکل شوی په  یکشنبه سوم آذر ۱۳۹۸ساعت 3:54  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |