که بيا بريالي شو!
په د سربيره چه دامرالله صالح په شتون کې دغني صاحب پلويي نه يم، خو په بيايې هم د بريا په صورت کې د هيواد راتلونکې روښانه وينم. هغه په د معني چه غني به وروستۍ دوره کې هغه اشتباهات ترميم کړي چه په تيرو څلور کلونو کې په عمدي يا سهوي ډول ترې وشوه.
دافعانستان ولسمشر په تيره دوره کې هغه ژمنې تر ډيره بريده پوره نشوي کړي چه ټاکنيزه کمپين کې يې پلويانو سره ژمنه کړي وه
چه عمده هغه يې هيواد کې دامنيت سمون مخالفين سوله کې شاملول، اقتصادي پرمختګ، د زورواکو ماتول، له غاصبينو د ځمکو بيرته راګرځول او داوبو د بندونو جوړښت وه.
ځکه نو يو لامل همدا شو چه دلومړي دورې ډير پلويان اوس په کور ناست ياهم مخالف ټاکنيز ټيکټ سره ملګري شوه.
د وعدو نه پوره کول يې بيلابيل دلايل خلک په ګوته کوي؛ خو دليل يې په ارګ کې د پنځمې ستنې په نوم د مافيايي کړۍ شتون ياديږي، چه د حکومت د پلانونو د پلي کولو لار کې خنډ دي.
مګر طمعه شته چه دوهم ځل انتخاب په صورت کې به غني له لاسه وتلي اعتبار بيا ولس کې خپل کړي او په ټول جديت به دسولې، امنيتي ټيکاو او افغاني هويت چه دبريښنايي تذکرو ويش دي عملي کړي شي.
ښه فرصت خو داده چه غني بل دريم، دور د ولسمشري ټاکنو ته دقانون له مخې نشي دريدلي، نو ضرورت نلري چه زورواکو او مافيايي کړيو سره د سر په ټکان لکه د تير په څير د هيواد له لويو ګټو او د ولس له عمده غوښتنو چشم پوشي وکړي.
خو که خدايﷻ مکړه دوهمه دوره کې هم همداسې لړزانده قدمونه واخلي نو بيابه د هيواد په تاريخ کې له شاه شجاع او رباني وروسته، يو کمزوري واکمن تاريخ کې وپيژندل شي. هيله ده چه مشاورين يې په جرأت کارونو ته وهڅوي څو افغانستان په زړورتيا له موجوده ګردابه رابهر او راتلونکو نسلونو ته د دوهم احمدشاه بابا لقب خپل کړي.
شرف الدين ستانکزي.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2389508254431663?sfns=mo
+ لیکل شوی په شنبه سی ام شهریور ۱۳۹۸ساعت 4:53  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د ستانکزو عاقلانه تړون او د ځينو ناسم تعبير
د ستانکزو ټولنيزې شورا د حاضر مجلس د اکثريت ګډونوالو په رايه تيره ورځ يوه پريکړه ليک نشر کړ چه د افغانستان موجوده لانجه کې يې دخپل قوم او په ټوله کې دافغانستان د ځوريدلو خلکو درد، انديښنه پکې تمثبيل کړي وه.
د پريکړه ليک يوه ماده کې يې سوله د هيواد ضرورت بللې ده چه دخپل قوم په استازيتوب يې په جګړه کې ښکيل اړخونو باندې د اوربند او هرڅومره ژر چه کيدي شي. دسولې د خبرو بيا پيل او تقدم هيله کړې وه.
ټولې مادې يې دوطن ګټو او ولس د سوکالۍ پيغام لاره، خو البته د متن يوه ماده يې چه څه بحث برانګيزه شوه ځينو اګاهانه او ځينو دوستانو په نااګاهانه توګه د ستانکزو په مشرانو تهمت کړي ده، چه ګواکې خلک ټاکنو کې له ګډون راګرځوي مګر حقيقت داده؛ چه متن کې ليکل شوي چه شورا له هيڅ نوماند څخه ملاتړ نکوي. داهغه وينا ده چه د خلکو ازادې رايې ته درنښت او دټولنې خپلواکي ثابتوي. دټاکنو په قانون کې د هيڅ کورنۍ مشر خپل د لاس لاندې افراد يا غړيو د خپلې خوښې کانديدا ته نشي هڅولې.
نو که خداي ﷻ مکړه د ستانکزو شورا يو خاص نوماند ته د کمپين په نيت ستانکزو قوم بللي وه، لومړي سوال چه خلکو ته راته هغه داوه چه ګواکې د شوراه استازو پيسې اخيستې دي. دوهم انديښنه داوه چه مشران د کشرانو د رايې حق ترې محدود کړي دي.
نو د پريکړه ليک مواد په دقت ليکل شوي دي په دغه ډول يې وطنوال په خپله خوښه د هغه د خوښې نوماند ته د رايې په ورکړه ازاد پريښي دي. ندا چه د ټاکنو خلاف دي
نو بياهم تکراروم که د شوراه له ادرسه د کوم ټاکنيزه ټکټ پلوي اعلان شوي وي!! يا په اينده کې اعلان شي. نو دا به يې د خلکو په وړاندې نه جبرانيدونکې سهوه له يوې خوابه د ولس شکونه په زيات له بل پلوه به خپل بي پرې والي زيانمن او دخلکو د ازادې رايي مخه ډب کړي وي چه له نيکه مرغه زما په اند مناسبه پريکړه شوې ځکه نو پلويان يې ډير دي.
شرف الدين ستانکزي.
https://www.facebook.com/100007624744355/posts/2308173999446736?sfns=mo
+ لیکل شوی په یکشنبه بیست و چهارم شهریور ۱۳۹۸ساعت 16:18  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
نور نو چرګان په بام او ډيران ازاد شوه
دمحکمې فيصله.
له هغه وروسته جه فرانسه کې د چرګ مالکې ميزمن محکمه وګټله امريکا کې هم ګڼه هغو کسانو ته هيله منتيا پيدا شوه چه د چرګ دساتلو مينه وال دي خو دګاونډيانو دشکايت له وجهې يې کور کې نشوي ساتلي.
دامريکا ګڼه ايالاتونو کې خلک ديموکراسۍ څخه په ګټه ازاد ژوند لري خو دغه ازادي تر دې چه دبل ازادي اغيزمنه نکړي محدوده.
ځکه نو په ګڼ ميشته سيمو کې نر چرګ ساتلو باندې پابندي شته چه د ازانونو يا (بانګونو) په وهلو سره ګاونډيان په عزابوي.
خو په داورستيو کې د کرين ساو، په نوم له يوې فرانسوي ميرمنې څخه ورته شکايت د هغه هيواد محکمې ته وشو. د راپورونو په اساس دچرګې د خاوندې په ملاتړ نږدې يومليون کسانو دچرګ د بانګ په نفعه په مستقيم يا انلان ډول محکمې ته وړانديزونه وکړل او ممکن د خلکو دپراخ ملاتړ وجهه وي چه قاضي ميرمن فساو، بې ګناه وبلله کنه نو له يادکلي څخه د کډه کولو انتظار يې کيښ.
دفرانسوي چرګ بريا نږدې اوس نړيواله بڼه خپل کړې ده او په ياد مورد کې د يوه اتل په څير يې مينوال انځورونه ساتي هوډ کوي چه نور به په ازاد ډول چرګان ساتي. تر دې دمخه د امريکا ګڼه ايالاتو کې د نر چرګ ساتل محدود وه چه اواز يې بايد له کوره بهر ګاونډي تکليف نکړي.
مګر تر تازه محکمې ګټلو وروسته دلته امريکاکې هم د چرګ ګڼه مينوال د چرګ ساتلو جرات او اراده ځانته ورکوي استدلال کوي چه چرګ هم لکه د بل هر ژوي، مرغه يا بل حيوان په څير د ژوند او هر چرته چه وغواړي د اواز کولو حق لري.
شرف الدين ستانکزي
+ لیکل شوی په یکشنبه بیست و چهارم شهریور ۱۳۹۸ساعت 1:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دشهيد د اونۍ په پلمه د مسعود شخصيت او سياسي کړنو ته لنډه کتنه
لومړۍ برخه
احمدشاه مسعود دمجهادينو دوخت دوديزه مذهبي قواعدو خلاف ځانګړي خواص او تګلاره لرله ځکه نو ممکن دهمدغو ځانګړتياوله کبله دګڼه ځوانانو او په نړيواله کچه د مطبوعاتو د پاملرنې وړ وه شخصا زه يې نه له افکارو متااثر او نه هم فکري مخالفت ورسره لرم خو هغه وخت چه مسعود مطرح وه ما دنوې ځوانۍ يا زلميتوب پړاو طي کولو ډير مې ذهن کې دهغه کړنې ګرځيدې!! دا حتمي نده چه څوک دخوښ شي په هکله يې فکر وکړې مهمه داده چه ځينې ځانګړي خواص د يو چاه دذهني سوالونو لامل کيږي لکه مسعود چه زما لپاره وه.
د بيلګې په ډول دمجهادينو د جهاد په مهال خلک مجبور وه چه لباس يې شريعت سره سم وطني کالي، يالنګوټه په سرکړي حتي د يوه حديث په استنداد لنګوټه سنت ياديده مګر مسعود په ټول عمر کې دسنتو دغه لار تعقيب نه کړله چه اوس يې پلويان هم پکول ته په لنګوټي ترجيع ورکوي
۲- مجاهدينو اړونده رهبر ته ډير درنښت لاره خو قوماندان مسعود ديوې ځانګړې ډلګې په ترکيب کې فعاليت لاره هيڅ ډول رهبري ته يې اطاعت نلاره خپله په خپل سر به يې جګړه يا سوله کوله.
۳- دغه راز هغه مهال چه مجاهدينو به دعکس. اخيستل ګناه بلله مسعود به مستند فلمونه له خپلو کارنامو جوړول، جهاد خو پريږده لمونخ او عباداتو يې تظاهري بڼه لرله. مثال له هرلمانځه به يې عکس او يادګاري ويډيو جوړولې.
۴-له افغانستان څخه بهر ډير نه تلو يواځې يوځل پاکستان ته لاړلو چه هغه هم له حزب اسلامي سره له سختو نښتو وروسته درې ورځې هغه هيواد ته لاړلو چه لومړۍ شپه يې جنرال حميدګل دوهمه بينظيربهټو اوړدريمه هم د فوج مشر سره وه چه د څلور سوه ډاډسن موټرو په وسلو بار مرسته پاکستان ورسره وکړه او شمال کې يې د حزب اسلامي د ۵۰ قوماندانو په هدفي وژنه شورا نظار تاسيس کړ
۵- مسعود دجبل سراج معاهده شورويانو سره لاسليک کړه متن يې داسې وه چه ترڅو چه د افغانستان جنوبي ولاياتو کې جګړه وي د روسانو کاروانونو باندې به شمال کې جنګ نه کيږي او د کاروانو دامنيت بدل کې به مسعوديانو ته حق ورکول کيږي.
بلاخره مسعود وتوانيده چه دتڼۍ او حکمتيار ګډه کودتا ډاکټرنجيب سره په غيرمستقيم تماس چه دحضرت صاحب مجددي په منځګړيتوب شوې وه ناکامه او بياهم دوستم سره په اړيکه دنجيب حکومت سقوط کړي. جالبه کارواهي دلته داوه چه ممکن نړيوال استخبارات به يې پلان کې ورسره شريک وه په يوه ورځ په ټول هيواد کې دکابل مطبعې په شمول ټول اسخباراتي مرکزونه وسوځول شوه څو په دغه ډول د پخواني حکومت سړي د مجاهدينو منځ کې مشخص نشي. د خاد ټوله ډله په شمول د پرچميانو مسعود، سره خو برخلاف خلقيان حکمتيار سره يو ځاي شوه چه دجګړې او اختلاف پيل همدلته وشو اول ځل کورنيو چارو وزارت کې له حکمتيار سره نښته او دوام هلمند لشکرګاه او دهرات ګذره ولسوالۍ کې يوه مياشت دوام لاره.
دحزب اسلامي ترشړلو وروسته يې دهزاره پښتون او نورو قبايلو په کينه پيداکيدو پيل وکړ.
حتي له طالبانو سره په لاس يو کولو يې غزني او ميدان ښار کې حزب اسلامي مراکز بمبارد او دبرچي په راکټباران کولو يې کابل ته د طالبانو د ننوتو مرسته او دمزاري په مشرۍ هزاره ګان په تيښته اړ کړل، چه بياطالبانو مزاري ژوندي ونيوه.
نو په دغه ډول دافغانستان دکورني جګړې په لوبه کې مسعود فعال لوبغاړي وه.
شرف الدين ستانکزي
نور بيا
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2366762636706225?sfns=mo
برچسبها:
يادښتونه
+ لیکل شوی په سه شنبه نوزدهم شهریور ۱۳۹۸ساعت 2:55  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
ترحده ډير کار له صحت سره ظلم او ټولنې سره جفاده
چه مذ(معاش) دمشخص وه؛ زيات کار مه کوه. ځکه په دغه ډول هم له خپل صحت او هم ټولنې سره جفا کړې.
دا زماديوه امريکايي پيژندګلو د خبرو مهم ټکي وه، چه تيره ورځ يې په يوه شخصي مجلس کې راسره شريک کړل.
دغه تن خپل هيواد کې يو له زده کړو اشخاصو څخه دي چه په ډيرو مهمو حکومتي بستونو د دندې سابقه لري.
مګر اوس تقاعد دي.
داسړي وايي په ټول عمر کې يې د ورځې له اته ساعته زيات کار نده کړي.
دايې دژوندانه وياړ ټولنې سره وفاياده کړه په شکراداکولو يې دخبرو په دوام وويل داسې جرم سرنده ترې خوړلي.
خبرې حيرانونکي په عين حال کې يو ډول لاپوکي راته وبريښدې ځان سره پټ مسکي شوم، ومې پوښتل نو جرم ولې ده؟
لږ احساساتي غوندې شوو؛ ځواب يې چټک راغبرک کړ: دپدرال په قانون کې دکار وخت ۸ ساعته تعين شوي دي. د سرغړونې په صورت کې کار فرما ياشرکت اړ دي چه کارګر ته overtime يعني اضافه کاري له ټاکلي معاش ۵۰سلنه زياته ورکړي. خو داهم استثنايي حالت لري بايد تازه کسان په دنده وګاري کنه جزا ويني هغه د موضوع په شرحه وويل: د دې قانون دپلي کولو فوايد دادي چه اته ساعته کارکولو سره لومړي کارګر صحت باندې فشار نه راځي ۲ کورنۍ ته رسيدګي کولي شي.۳ نورو خلکو ته د کار او اشتغال موقع په لاس ورځي.
ومې پوښتل؛ دا قانون په عوامو که په چارواکو هم پلي کيږي
ويويل: قانون عام او هيڅوک ترې لوړ ندي، حتي ولسمشر ټرمپ په ورته ډول کارونه خپلو مرستيالانو سره تقسيم او سهيم کړي دي. چه هم دوي، ټول په کاربوخت او هم داعتماد فضا جوړه شوې ده.
خبرو کې مې مداخله وکړه، ومې ويل: درسنيو دراپور په اساس زمونږ جمهور ريس د ورځې ۱۸ ساعته کار کوي؟
په لنډو کې يې دپوښتنې په انداز جواب راکړ:
ښه نو! داسې دي چه هيواد مو د پرمختګ په ځاي په شا روان دي. پوښتنې ته يې لاځوابه، خو په عين حال کې لږ په غوسه هم شوم مجلس مې ترک کړ. ځکه موقنع ځواب نوه راسره له ځايه پورته شوم ځان سره مې وويل جاهل سره چه وايي؛ لکه چه ميخ په تيږه بيايي...
شرف الدين ستانکزي
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2361249417257547?sfns=mo
+ لیکل شوی په جمعه پانزدهم شهریور ۱۳۹۸ساعت 20:2  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دخاموشه استعفا تر شاه يې لويه غوغا شته.
دمعصوم ستانکزي، په خاموشۍ کې داسې غوغاه نغښې ده چه درد يې د فرد، فرد ځوريدلي افغان تمثيل څرګندوي شي.
ځکه نو بايد استعفا ته يې په معمولي نظر ونه کتل شي دڅيړنو زمينه ورته چمتو شي څو دغه اواز لا خپک نشي.
که ملامت وي دغفلت سزا وار، خو که په حقه وي تقدير کړي شي.
ستانکزي، چه زه ترکومه ځايه پيژنم په وطن او خلکو مين احساس لري، خو لکه څنګه يې چه له معصومې څهرې ښکاري د درد داظهار احساس يا دنطق (بيان)قوه يې ضعيفه ده.
ځکه نو په ډاډه زړه ويلي شم؛ چه د استعفا لامل يې هغه بې عدالتي ده چه دئ( ستانکزي) ولس ته د ويلو توان يا په هر دليل چه وي، دښکاره کيدوجرات يا استعداد نلري.
په ياد به مو وي! ډير ځله چه په ملت د زور زياتۍ يا بې عدالتۍ څپې زور اخيستي ستانکزي، د استعفا اعتراض باندې خپل د پټې خولې غوغا څرګنده کړې ده.
چه دهمدغه کال په اوږدو کې يې د ولسمشر په امر د جنايتکاره عليپور ازادديدو په بدل کې ورته اعتراضي استعفا پيش کړه.
اما دوخت دنازکو حالاتو په نظرکي نيولو يا داچه دحکومت منځ کې پنځمه ستن رسوانشي؛ غني صاحب دهغه(ستانکزي) استعفا منظور نکړه.
نو تيرو ته په کتنه اوس هم چه ظاهرا ننګرهار کې دڅلور ملکي وروڼو وژل يې دليل بلل شوي دي، موضوع تر دې هم غټه او ستانکزي پوهيږي چه په نظام کې ديننه دنظاميانو په يونوفارم کې دنظام دتخريب هڅې شته چه دارګ يا نورو چارواکو نه پاملرنې يې اعتراضي استعفآ ته اړ کړ.
نو زه وايم؛ چه په هره وسيله چه کيدي شي ولس بايد دا چوپتيا ماته کړي څو نور د دوست له لباسه په استفاده د پښتنو د هدفي وژنو لړۍ ختمه او د ورته وحشتونو دزيادښت له کبله د حکومت خلاف احساسات تحريک نشي. چه په ننګرهار کې يې دڅلور وروڼو وژل تازه، خو په لوګر ميدان وردګ نرخ ولسوالۍ اونورو سيمو کې يې د سفريک يادوه قطعې د مشابهه وحشتونو ګڼه نورې نمونې بيلګه يادولي شو
داهرڅه ديوې شومې دسيسې يا بهرنۍ استخباراتي شبکې په چوکاټ کې ترسره کيږي، څو په دغه ډول دملت او حکومت ترمنځ درز لا پراخ کړي.
دورته کړنو ګټه ځکه له حکومته مخالف جهت ته زياته دي چه په کور ديننه او نړيواله کچه دملکي وژنو د تور تبليغاتي مجلسونه تاوده او دخبرونو ماشين د مخالف جهت په ګټه ورځپاڼې چاپوي.
نو بياهم وايم چه په اغلب ګمان ستانکزي، دپيښو په حقيقت پوه او داستعفا لوي لامل يې همدا کيدي شي.
شرف الدين ستانکزي.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2359392987443190?sfns=mo
+ لیکل شوی په جمعه پانزدهم شهریور ۱۳۹۸ساعت 20:0  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|