د بشر د حقونو نړيوال سازمان له ارپا په افغانستان بنديز ونو او له امريکا او کاناډا د افغانستان د دفاع سرپرست وزير قانون ته د راکشکاږلو غوښتي. د بشر د حقونو نړيوال سازمان وايي ښاغلي وزير تيرمهال شخصي زندانونه او د عامو افغانانو د ځورونې او مرموز ډول وژنې سوابق لريhttps://www.pashtovoa.com/a/new-afghan-defence-minister-should-face-investigation-sanctions/4740040.html
شرف الدين ستانکزي.
+ لیکل شوی په شنبه بیست و دوم دی ۱۳۹۷ساعت 19:25  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
"انځور چه خپل موافق او مخالف سياسيون يې غندي خو عوام يې د سولي ګام بولي"
دغه انځور چه په دا وروستيو کې مډيا کښته پورته کيږي، ګڼه غبرګونونه يې را وپارولو، مخالغينو له دغه منځه نجيب ننګيال او مجيد قرار د طالبانو په ضد د حربې په وسيله کارولو سره په خپل فسبوک پاڼو وليکل چه طالبان د امريکا ريښتيني غلامان او دشعار خلاف پټې ليدنې جاسوسي او د شرعت خلاف کړنې ورسره کوي، کوم چه له بهرنيو نجونو سره دغه ګډ انځور يې بيلګه يادوي.
خو د انځوروالاو پخوانئ موافقې ډلې هم دغه دريځ سره مخالفې او د دوي کړنې د طالبانو داهدافو ضد ښيي.
له دغه منځه د اميدخرم او قاري محمد حليم دريځ ته اشاره کولي شو.
دوي ځلاند ته په خطاب ليکي: کومې کړنې چه تاسو پيل کړي دي دا طالبانو ته پرته له شرمه بل څه نه دي.
په دوام انځور ته په اشاره وايي: ځلاند نجلي سره دمره موښتي چه ټول ارزښتونه يې پايمال کړي دي. ليکوال په ځلاند دا تور هم پورې کوي چه ګواکې مطمين يې هم بې لارۍ ته هڅولي دي.
خو ښاغلي استاد ځلاند لا دمخه د انځور په نشر کولو څرګنده کړې ده، چه دنړيواله کومکي ځواکونو مرکز ته يوې غونډې ته ورغلي دافغان سولې په اړوند يې مشورې او دنظر تبادله وکړه او هغه ناويلې خبرې يې بهرنيانو ته وويلې چه له دوي پټې ساتل شوې وې.
په ټوله کې عام بې پرې افغانان دغه انځور او ورته مجلسونو ته په ښه سترګه ګوري. وايي که دوي طالبان هم وي دغه نرم دريځ يې بايد وستايل شي. او که منځګړي هم وي ورته انځورونه اخيستل يې شخصي حق دي بايد د چاه په شخصي ژوند کې څوک مداخله ونکړي. دوي په يوه خوله وايي د سولې لپاره چه هرڅوک په هره کچه ګام پورته کوي وطنوال يې ملګري او بايد د شک په نظر ورته ونه کتل شي.
شرف الدين ستانکزي
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/1988152524567240/
+ لیکل شوی په جمعه بیست و یکم دی ۱۳۹۷ساعت 21:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
طالبان د جاويد نوري په وژلو اعتراف کوي، خو دانه مني چه ګواکې ښاغلي نوري، د خبريال وي.
طالب وياندذبيح الله مجاهد رسنيو ته په ليږل شوي خبرپاڼه کې د نوري فسبوکي ليکنې د ثبوت به بڼه وړاندې کړي چه د دوي په وينا د دولت کارکونکي او دطالبانو ضد دريځ يې لاره هغوي وايي نوري دنيولو په مهال تيښته کې په نښه شو.
خبرپاڼه په دوام خبريالانو ته له خپله لوري ډاډ ورکوي وايي ګڼه خبريالانو سره تله راتله اوګډ رسنيز فعاليت لري.
په عيني حال کې د افغانستان د خبريالانو ګڼه ټولنو او بې پولې خبريالانو مرکز جاويد نوري د يوې سيميزه راډيو خبريال ګڼلي د نوري وژنه يې د بيان په ازادي بريد بولي او د طالبانو داکړنه غندي.
د فراه محلي چارواکو هم ويلي چه د نوي ۲۰۱۹م کال په لومړۍ ورځ نوري، د طالبانو په بريدکې ووژل شو.
حګومت د خبريالانو د خونديتوب ډاډ ورکوي خو ددخبريالانو د ملاتړ ټولنې د خبريالانو کاري مسونيت ته انديښمن دي.
تير ۲۰۱۸م کال د نړۍ په کچه افغانستان کې د خبريالانو لپاره خونړی کال بلل شوي دي.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/1988094134573079/شرف الدين ستانکزي
+ لیکل شوی په جمعه بیست و یکم دی ۱۳۹۷ساعت 20:5  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دامريکا سفر او تريخ حقيقت
پنځه کاله وړاندې چه نوي امريکا ته راغلي وم بيلابيلو ايالاتو کې دڅيړنې په چارو بوخت وم. نن د سفر او کار يوه صحنه فسبوک را په ياد کړه. سندياګو کې مې چه لوي مشکل وليدل هغه داوه چه له مکسيکو سره په پوله د پوليسو بد سلوک وه له مهاجرو سره. د وژلو او لت کوب ډيرې پيښې راته جوتې شوې چه دغه هيواد د خبريالانو له نظر پټې ساتلي دي. البته دغه شواهد د وديو او ژوندۍ مرکو په ترڅ د سيمې خلکو او مدني ټولنو راکړل هغوي د پوليسو د تشدد داسې زړه بوږنونکې وديوګانې را وښودلې چه انسان يې په کتلو له زغم څخه وزي او د يوه انسان په حيث په خجالتيږي. مکسيکو له پولې په استفاده غيرقانوني مهاجر امريکا ته راځي چه د مقاماتو په وينا د مخدره توکو قچاقچيان هم پکې ښکيل دي. په دغه پوله سږکال هم دوه ماشومان د ۷ او ۸ کلونو په عمر د پوليسو نظارت خونو کې مړه شوه ولسمشر ټرمپ مکسيکو سره په پوله د ديوال د جوړښت هوډ کړي چه مخالفين ممانعت کوي درې ترليونه ډالر پيسې يې ځنډولي، خو ټرمپ له دې سره چه له امله ګڼه فدرالي ادارې تړلي دي؛ په خپل هوډ ټينکار کوي او واشنګټن ډي سي کې يې د چارو بنديدو ګڼه خلک بيکاره او ستونځو سره مخ کړي.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/1986542584728234/شرف الدين ستانکزي
+ لیکل شوی په پنجشنبه بیستم دی ۱۳۹۷ساعت 17:46  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
(د ژوند لوي شکست)
عکس د پنځه کاله وړاندې دي، فسبوک را ياد کړ، دقيقا همدانن ورځ (۵کاله مخکې) نه پوهيږم له نيکه مرغه او که له بده مرغه يې وګڼم!!! لومړي ګام مې وه چه واشنګټن ډي سي ته راغلم.
بل ملک وه راتلوته يې هوسيدم؛ خو د توقع خلاف تر ګټو مو زيان ډير پکې وليده. نا اشنا کبچر ، پردۍ ژبه، نور دينونه، هوا، طبعت او د خوړو ډول دا هرڅه، هرڅه زما لپاره نوي وه، چه لاخويې ډير زما په ذهن ندي ناست اونه به هم ورسره ژوند کې عادت شم.
ممکن څه پرمختګونه به هم ولرم، خو داچه ديوې لويې کورنۍ او بډياي افغاني کلتور څخه لرې شوم، ځان ژوند کې ناکامي بولم.
بل دا چه دژوند تر ټولو لويه هستئ يعني د پلار وروستئ ديدن او تکيګاه مهمه لا دا چه هغه سره کړې ژمنه مې په مسافرۍ کې له لاسه ورکړه؛ هيڅ پرمختګ يې بديل نشي کيدلي؛.
خپه يم څنګه وايي :تللي اوبه ببرته نه راځي. اوس مې افسوس او ويش وخ ځاي نه نه نيسي پارسيوانان وايي خود کرده را نه دوا نيست. تر ټولو مې دا ځوروي چه د راتګ وخت کې مې پلار راته وويل چه : "زويه امريکا ته ځې، خو پام چه قبولي ونکړې:" ماهم د ورتګ ژمنه ورسره وکړه خو افففففسوووووووس چه کله يې هم په ژوند، حتي جنازې ته لا ورنغلم؛ دمره کم يم چه لاې قبر ته نه يم ورغلي مونږ ډير دروغجن يو اففففففففف
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/1976636009052225/
+ لیکل شوی په پنجشنبه سیزدهم دی ۱۳۹۷ساعت 17:9  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دافغانستان جګړه نور سرخوږئ شوه.
د افغانستان جګړې څخه نور تنګ يم، پريږده چه طالبان او داعيش هلته خپلو کې سره وجنګيږي.
دا دامريکا د ولسمشر ډونالدټرمپ خبرې دي.
ټرمپ دا وينا نن سپينه ماڼې کې خبريالانو ته د افغانستام د سولې په تړاو يوې پوښتنې ته ځواب کړې ده. زياته يې کړه "طالبانو سره يې دسولې خبرې روانې کړي دي، مګر دجګړې په اړه يې دمره وويل چه نور د افعانستان کې روسيه او پاکستان جنګ په مخ بوزي.
هغه خپل پخواني د دفاع وزير هم د افغانستان جګړه کې په کمکارۍ متهم کړ ويويل نه يې دافعانستان اونه يې هم زما لپاره څه کړي دي.
پخوا لا رسنيو له افغانستان څخه د امريکا د ولسمشر په وينا د نيمو عسکرو د وتلو خبر ورکړي وه. افغانستان کې اوس مهال د ناټو په چوکاټ کې ۱۴۰۰۰ امريکايي عسکر دنده لري.
شرف الدين ستانکزي.https://www.facebook.com/100001175349845/posts/1976004435782049/
+ لیکل شوی په پنجشنبه سیزدهم دی ۱۳۹۷ساعت 4:31  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
"ساده کليوال ښار کې حملې نشي کولي"
نن مې طلوع او ګڼه نورو محلي رسنيو کې کې پورتنئ عکسونو ته ورته څو ويډيويي اعلانونه وکتل چه د يوه خاص قوم، قبيلې لباس لرونکي کسان په مشکوک ښودلو سره امنيتي ارګانونو ته ور پيژني.
خو حقيقت دادي چه کابل ښار او نورو سيمو ته بريدګر د ملي ځواکونو يا دولتي عصري مامورينو لباس کې تللي او ننوځي. چه په احمدشامسعود او جنرال رازق يې بريدونه ښې بيلګې يادولي شو.
نو که اعلان دحمله کونکو خلاف وي بايد همدغسې جوړ کړي وي، کنه د ځانګړي بيوزله قوم او د کليوالي خلکو لباس کې يې نشرات ښار ته د راتلونکو کليوالي وګړو دځورونې لامل او زمينه برابروي، بايد بند شي.
مونږ دهمداسې ترخې تجربې پخواهم هم شاهدان يو چه يو يوخاص قوم ته مربوط کابلي پوليسانو به کابل ښار کې د پښتنو لونګي تالاشي يا څيرلي، چه ګواکې بمونه پکې راوړي، چه نتيحه يې د ورانکارئ مخنيوي نه، بلکي د مخالفينو دلازيادښت وسيله شوه، او دحکومت او عام ولس د درز د زياتيدو لامل شوه.
نوټ: ورانکاره ډلې په هيڅ ځانګړي قوم يامذهب پورې اړه نلري، ځکه نو دا ډول لباس کې اعلانونه د ژورناليزم د اصولو خلاف او يوه توکم ته توهين ګڼو دنشر دوام به يې ښې پايلې ونلري.
شرف الدين ستانکزيhttps://www.facebook.com/100001175349845/posts/1975465979169228/
+ لیکل شوی په چهارشنبه دوازدهم دی ۱۳۹۷ساعت 19:57  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
"پرمخ تللې نړۍ او زمونږ د قديم يونان ټوټکې"
نه پوهيږم ووايم چه تيرکال مې په ناروغۍ ختم؛ او که نوي ۲۰۱۹م کال مې په رنځ پيل کړ؟ خير معني به يې ډير توپير ونه لري خو څه چه مهمه ده هغه دا چه لکه ګڼه نور افغانان د زوکړې اصلي نيټه باندې نه پوهيږم د عسوي کال د جنوري لومړۍ نيټه مې رسمياتو کې د زوکړې ورځ ده دټولنيزه ميډيا او نورو بيلابيلو مراجعو د تولد د ورځې مبارکئ راکول کيږي خو زما ګوتو کې توان او مغز کې حوصله نشته چه دمننې جمله ورغبرګه کړم.
په بښنې سره دغه انځور درسره شريکوم ځکه نو هغه دوستان چه چه پيغام ته مې ځواب نده ورکړي پوهوم يې چه کبرجن نه، بلکې ناتوان يم. بل د خير بهرملک د شي درد او مرګ دي؛ د دوا او درمل سهولت هم د هرچاه لپاره نشته فقد د خدايﷻ مرستې دوستانو دعا او په يونانئ ټوټکو د مرض مدافعه کوو.
هيله ده ۲۰۱۹ م کال د هيواد د سولې او سوکالۍ کال وي.نوټ: کومې ګولۍ يا تابليت چه انځور کې ويني کلونه وړاندې کوم دوست له افغانستان څخه دلته راوړي نن يې په مهربانۍ راکړې سره يو عالم احسان او ټينګار راباندې وکړ چه دوابد اثر وکړ زما نوم به نه اخلي ځکه دلته له رسمي ډاکټر پرته چاه ته د دوا ورکړه جرم ګڼل کيږي.
يوه بله نادره درته وکړم، له درده اوتبې په شکايت مې اروپا ته زنګ وواهه يو نيمچه ډاکټردوست څخه مې د درملنې وپوښتل؛ په جدي لهجه يې د شلغمو د خوړلو مشوره، نسخه راکړه بل ملګري عنايت خان بازار ته لاړ شلغم يې راوړه پاخه يې کړه ويويل ښه شئ دي پاو په دونيم ډالره يې اخيستي دي. خو تر ما ده ډير وخوړل نتيجه به يې تر خوړلو وروسته ګورو.شرف الدين ستانکزي.https://www.facebook.com/100001175349845/posts/1972910072758152/
+ لیکل شوی په سه شنبه یازدهم دی ۱۳۹۷ساعت 2:48  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
طالبانو په تازه خبرپاڼه کې سعودي غونډه کې په خپل دريځ بيا ټينګار کړي وايي افغان حکومت سره نه ګوري. دغه دريځ يې دعامو افغانانو سخت غبرګون راپارولي وايي دوي نو په اصل کې دسولې اراده نلري.
په سعودي عربستان کې د کابل ادارې سره د ناستې د آوازو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
په ځينو رسنیو کې آوازې خپرې شوې دي چې ګنې په سعودي عربستان کې به د اسلامي امارت استازي د کابل ادارې له استازو سره ناسته کوي او داسې نورې خبرې.
دغه آوازې حقیقت نه لري، له کابل ادارې سره د ناستې په اړه د اسلامي امارت په دريځ کې کوم تغیر نه دی راغلی بلکې پخوانی دريځ دی.
موږ د یوه قوي او سنجول شوي پلان له مخې له امریکایانو سره د مذاکراتو بهیر پر مخ وړو تر څو زموږ د هیواد افغانستان اشغال پای ته ورسیږي.
هیله داده چې د مذاکراتو له پروسې سره سطحي چلند ونشي او نه هم چاته بې ځایه هیلې ورکړل شي، امریکایې جهت چې له اسلامي امارت سره د خبرو پروسې ته داخل شوی باید په ډيره سنجیدګۍ سره پرمخ لاړ شي او د تبلیغاتي استفادو هڅه و نشي
+ لیکل شوی په شنبه هشتم دی ۱۳۹۷ساعت 22:13  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په دفاع وزارت کې به مفسد او غافل اشخاص که هرقوم پورې اړه ولري قانوني چلند سره مخ کيږي. په دمعني چه د وحدت ملي فرمول ته اعتبار نه ورکوو.
د اسدالله خالد دغه خبر مې د عملي کيدو په صورت کې خوښه شوه. خو داچه سر به يې وهو سنګر به يې نيسو؛ شرايطو ته په کتو ډيره عملي نه راته ښکاري .
ها که لومړي شعار يې پلي کړ په مرور د زمان عسکرو کې روحيه او انګيزه پيداکيږي بيا ممکن دي، چه دا به زمان نيسي.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/1969610929754733/
+ لیکل شوی په شنبه هشتم دی ۱۳۹۷ساعت 22:7  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
که حکومت کابل کې د تروريستي حملو مخ نيوي نشي کولي، اسخباراتي شبکې خو يې دا کولي شي چه عاملين يې تشخيص او له ثبوت سره ملت ته معرفي کړي.
ځکه طالبانو په خبرپاڼه کې د فوايد عامې په وزارت د بريد له کولو انکار کړي دي. په دغه بريد کې د حکومتي چارواکو په وينا نږدې ۵۰ کسه عام افغانان چه ډير ي خدمتګار انجنيران وه په شهادت ورسيدل. نودګڼه افغانانو هيله ده چه حکومت نور په احساساتو نه، بلکې په ثبوت ملت ته حال ورکړي څو ددا ډول کرغيړن عمل عاماين رسوا او د ملت له خوا د تف لعنت له محکمې سره مخ شي.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/1964197166962776/
+ لیکل شوی په سه شنبه چهارم دی ۱۳۹۷ساعت 19:13  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
+ لیکل شوی په سه شنبه چهارم دی ۱۳۹۷ساعت 19:10  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د عصر په بدو کې غوره راته ښکاري.
په مړيو کې هسې هم زمونږ ټولنه بد نلرو. خو په ژونديو کې زه دحامدکرزي قدرداني کوم.
البته لکه هربل انسان او په ټوله کې لکه هربل افغان ژوند يې له سهوممکن خالي نوي، خودټولنې موجوده بدو کې يې که وګڼو نو زما په اند څه ناڅه غوره دي، البته دا زما خپل اند دي، حتمي نده چه ستاسو ذهن يې هم په منلو اړ باسم. ستاسو نظر او نيوکو ته په درنښت له خپل لوري ژوند د ۶۱ کليزې مبارکي ورته وايم. عمر د يې اوږد، ژوند يې په اسلام غواړم او مرګ د يې خدايﷻ بې ايمانه نکړي. امين.https://www.facebook.com/100001175349845/posts/1962317083817451/
+ لیکل شوی په دوشنبه سوم دی ۱۳۹۷ساعت 9:43  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
توره په پښتون کړي؛خو سياست نور!!
يو شمير دوستان په نا اګاهانه، خو ځينې بيا په قصدي، توګه د پښتنو مشرانو دشخصيت ځپلو هڅه کوي.
چه تر ډيره بريده يې دافغان ضده کړيو کرغيړنه پروژه بللي شو .
کومه هڅه چه دافغانستان معاصر تاريخ ګې يې د احمدشابابا له زمانې راپه ديخوا په لار اچولې ده او په کړنه کې بريالي دي.
د انګريزانو دسخت سنګر اتلان يې رانه هير کړل، مثال محمدجان خان وردګ، که په لومړي قدم کې يې قبر رانه ورک کړ کلونه وروسته يې زمونږ په خپل لاس کابل کې د هغوي انځورونه هم پاک کړل.
امان الله، خان يې راته کافر او او سردار داود د ظالم په نوم شهيد کړ. ډاکټر نجيب او ملا بورجان ،. سره يې په يوه ورځ مشابه لوبه وکړه.
له ملامحمد عمره نيولې تر حقاني او ملاشمس الدين په ورته القابو يې پردئ کړل هماغه ډول يې چه دانګريزانو دوخت اتلان ترختمولو وروسته نادرکه کړل د دوي جنازه او قبرونه هم له خلکو پنهان کړي شولhttps://www.facebook.com/100001175349845/posts/1960437090672117/
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په شنبه یکم دی ۱۳۹۷ساعت 23:48  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|