«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

محکمې د انجیل امنیه قوماندان او ۴ نور ملګری یې دعلی سینا په وژنه په بند محکوم کړل

د هرات لومړنۍ محکمې د علی سینا اختطاف او وژنې سره په تړاو د انجیل ولسوالۍ امنیه قوماندان او څلور نور جرمی ملګرو سره له ۶ بیا تر ۱۸ کاله بندباندې مخکوم کړل.

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  سه شنبه سی و یکم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 19:23  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د هرات څلور ولسوالیو کې ۸۲ پروژې پیل شوې

د WFP   یا نړیوال خوراکی سازمان په  600ټنه خوراکی توکومرسته د هرات ۴  ولسوالیو انجیل، کروخ، انجیل  اوزنده جان کې کې ۸۲ پروژې پیل چه کار د غزذا بدل کې یې به یې چارې  د کلیو پراختیاریاست چوکاټ کې په مخ لاړې شی


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  سه شنبه سی و یکم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 15:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کې په یوه ورځ سل تنه جنایی جرم تورن ونیول شوه

منیتی مسولین وایی د ښار ۱۲ ناحیو کې نن سل تنه ویلګرد کسان او شندند کې پنځه تنه د یوه شتمن د تښتونې په تور ونیول.

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  سه شنبه سی و یکم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 15:30  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

شندند کي د طالبانو دوه وسله وال ووزل شوه

د ملی اردو ځواکونه شندند ولسوالۍ کې د طالبانو د دوه سړیو د وژنې او ګڼ شمیر وسلو اومهماتو د نیولو ادعاکوی. په لودیځ زون کې د ۲۰۷ ضفر قولی اردو د ځانګړو ځواکونو د قوماندانی د مطبوعاتو مسول ډګروال نصتو ناصری پژواک ته وویل نن له غرمې وروستته دقیقاٌ درې بجو د شندند عزیز اباد کلی کې د طالبانو یوه ډله چه په دولتی تاسیساتو او دهرات کندهاره په لاره د پوځی موټریزه کاروان باندې د برید په نیت راټول شوی و  ځلورم کنډک برید په وکړ چه په نتیجه کې دوه طالبان ووژل شوه دپیښې له ځایه یوه ای کم مخابره، دوه لاسی بمونه، یو موټرسیکل او یو میل کلاشنکوف یې ګنه مهماتو سره ونیول شوه. ده وویل نور طالبان له مسکونی سیمو په ګته اخیستو دامهال په تیښته بریالی شوه خو لټون جریان پسې لری طالب ویاند قاری محمد یوسف احمدی په ټلفونی پیغام کې نښته تایید کړه خو ویویل چه وژل شوی یو تن ملکی وګړی دی. په شندند کې تیره ورځ هم دوه جلا امنتی پیښو کې د ۲ ملکیانو او یوه طالب د وژنې اودرې محلی پولیسو د ټپیکیدو وویل شوه.

+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و نهم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 18:36  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

اروپایی ټولنې افغانستان سره دبلې یوې لسیزې په مرستو ټینګار وکړ

روپایی ټولنه به له ۲۰‍۱۴م کال وروسته هم افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی چه ډیرې هغه به یې د افغان پوځيانو روزنه، د بشر حقوق او بیارغونه باندې متمرکزې وی.

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و نهم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 18:34  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

شندند جلاپیښوکې ۶ تنه سیمه یزه پولیس مخالفین او ملکی وګړی مړو ټپیان شو

تیره شپه د هرات شندند ولسوالۍ کې د سیمه یزه پولیسو د یوې ډلې قوماندان موسی خان د ناڅرکندو وسله والو برید لاندې راغی پیښه کې یاد پولیس دوه نورو ملګرو سره ټپی متقابلو ډزو کې یې یو بریدګر ووژل شو بل ټپي دی. دغه خبرې د سیمې یوه حکومتی چارواکی او عینی شاهدانو پژواک ته وکړې ویویل پیښه ماښام د شندنډ ښار کې رامنځته شوه

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و نهم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 18:31  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کې د علی شیر نوایی کنبده جوړه شوه

هرات کي د مي اتلسمه نیټه د علی شیر نوایی د زیارت د ګنبدې په جوړونه ولماننځل شوه، دغه ورځ د یونسکو یا ملګرو ملتونو د کلتوری ټولنې له خوا د لرغونو میراثونو نوم ته ځانګړې شوې ده.

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  شنبه بیست و هشتم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 17:47  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کی  دوه تنه اعدام شوه

د ولسمشر د فرمان له مخې، په هرات کې   دوه تنه انسان  تښتوونکي اعدام شول، دوی  د يو سوداګر اته کلن زوى  تر تښتونې وروسته وژلى و. د هرات خلک د دغه اعدامونو هرکلی کوی وایی باید قانون تطبیق شی په اړوند یې  راپور راکوی:

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  شنبه بیست و هشتم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 17:46  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د هرات انجیل ولسوالۍ کې د یوه ښونځې ودانۍ جوړه شوه

د معارف ریاست مامورین هرات کې د ښونځې دیوې ودانۍ د جوړیدو او ۵۳ قاریانو د فراغت وایی. د هرات د معارف ریس بصیر اروین طاهری پژواک ته وویل د انجیل ولسوالۍ د اب والولی ودانۍ بشړه شوه درې زه مترمربع ځمکه یې د سیمې خلکو ورکړې وه او ۱۵۰ زره یورو مالی لګښت هرات کې میشت د ایټالیا ولایتی بیارغونې ټيم ورکړ

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  شنبه بیست و هشتم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 17:44  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کې پولیسو ۲ تنه د نشه یې توکو سره ونیول

دهرات  امنیه قوماندانۍ  مسولین  وایی د ۲۰ کیلونشه یې توکو د قچاق په تور یې  دوه تنه  ونیول. د قوماندانۍ ویاسند سمونوال عبدالروف احمدی نن پژواک ته وویل له غرمې د مخه یولس بجو مهال  مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو د هرات تور غوندۍ په لاره یو ټکسی موټر نه د تالاشی په مهال د تریاکو دغه بستې چه په ماهرانه ډول ځای په ځای او تورغوندۍ څخه هرات ښار ته رالیږدول کیدې کشف او ترلاسه کړې. احمدی وویل پیښې سره په تړاو یې دوه تنه نیولې دی.

هرات د افغانستان یو له هغو ولایاتوڅخه ده چه د کوکنارو کښت کچه یې صفر کې یادیږی خو قچاق او ترافیک یې لاهم یوه له ستونزو څخه ده

د هرات د والی ویاند محی الدین نوری  وایی په ټولو ولسوالیو کې ولسوالانو ته دنده سپارلی چه د کوکنارو کښت  د موجودیت په صورت کې ختم او د پولیسو په زریعه یې  ګاونډيو ولایانو لکه فراه، غور او بادغیس څخه د قچاق د مخنیوی اقدامات پلی کړی.

+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و پنجم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 12:26  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د هرات صنعتی ښارګوټي کې څلور کرنیزه او د مالداری شرکتونو کارپيل کړ

دغه شرکتونه چه مالی لګښت یې تر اته ملیونه امریکایی ډالرو یاد شو شوه د کرهڼې او مالداری برخه کې خدمات وړاندې کوی د پرانست مناسبتی غونډه کې یې د افغانستان د حکومت د کابینی ګڼه غړیو د هرات د محلی ادارې مامورینو او سوداګرو ګډون لاره.

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  دوشنبه بیست و سوم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 18:7  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

په هرات کې یوې ۱۹ کلنې کوژده نې نجلی د جبری نکاح په اعتراض کې ځان وواژه

د هرات امنیتی مسولین وایی نن سهار یې د دغه ښار مسلخ کډوالو له کمپ څخه د خلکو په شکایت د یوې میرمنې په ډزو ویشتلی جسد ومونده  موضوع سره په تړاو یې د هغې د کورنۍ دوه غړی تحقیق ته کینولی دی.

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  دوشنبه بیست و سوم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 14:54  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د هرات له محبس څخه ۹۷ تنه محبوسین ازاد شوه

د هرات د محبس ریس جنرال عبدالمجید صادیقی نن پژواک ته وویل دغه ۹۷ تنه بندیان د ولسمشر حامد کرزی د  غویی(سور)  د اتم نیټي د مجاهدینو د بری په ویاړ فرمان سره سم ازاد شوه  په ازادو شویو کسانو کې اته تنه میرمنې او ۷ معجوزین هم شامل دی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  دوشنبه بیست و سوم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 12:10  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کې د انسان تښتونکو اوه کیزه ډله ونیول شوه

د هرات سیمه یزه چارواکی د انسان تښتونکو د یوې اوه کسیزه ډلې د نیولو او یوه تښتول شوی تن د ازادی خبر ورکوی. دغه راز پولیسو د قتل په تور د یوه بل تن د نیولو هم وویل چه تیره ورځ یې هرات ښار کې یوتن وژلی و

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و دوم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 18:30  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د شخصی دښمنیو له کبله څلور تنه ووژل شوه

د هرات ځایی چارواکی د یوه طالب قوماندان دوه ملګرو سره د نیولو او دشخصی دښمنۍ له کبله د څلور ملکی وګړو د وژنې حال ورکړ


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و دوم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 11:54  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

ګڼه هراتیانو دپاکستان ضدلاریون وکړ

لاریون چه د ګډونوالو شمیر تر نه سوه تنه رسیده په عامو ښاریانو سربیره دینی علما، د مدنی ټولو فعالین او کسبګر په کې شامل وه. د هرات ښار خواجه کله سیمې څخه یې د ښار په عمومی واټ د ولایت تر مخې   د سهار په اته بجې لاریون پیل لس بجو باندې یې د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورساوه.

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و دوم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 11:53  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د امریکا د کانګرس پلاوی افغان میرمنو حقوقوڅخه ملاتړ څرګند کړ

د هرات د والی ویاند محی الدین نوری وویل د امریکا څخه راغلی پلاوی کې ۶ تنه د هغه هیواد د کانګرس  د خدماتو او نظامی چارو د کمیټی غړی ۵ تنه نور یې د فرعی کمیټې د څار او څیړنې د کمیټې استازی دی د سفر موخه افغانستان په ځانګړی ډول هرات کې د میرمنو د حال احوال معلومول او له هغوی څخه د ملاتړ ډاډ وښوده.

نوری زیاته کړه د امریکامتحده ایالاتو دکانګرس رالیږل سوی پلاوی نن له غرمی مخکې د سفر په لومړۍ ورځ د هرات والی ډاکټر داود شاه صباسره وکتل ډاډ یې ورکړ چه هیواد یې دافغان میرمنو ژوند د سمون او سالمې ازادی او حقوقونو د ترلاسه کولولار کې په خپلو ژمنو متعهد دی.

ده وویل پلاوی به د څو نورو ورځو لپاره هم هرات کې پاته شی د میرمنو بیلابیلو ټولنو سره به له نږدی وګوری. چه بسټیزه موخه یې د ښځو لپاره د ښونې، روزنې وړتیا اوچتول ټولنیزه کارنو کې د ښځو پراخه ونډه او د میرمنوژوند کې نور پرمختګونو زمینه برابرول دی.

په هرات  کې د مدنی ټولنو یوه فعالې میرمن یاسمین مهری د دغه امریکایی پلاوی موخو څخه په مننه   وویل دهیواد وروستیو امنیتی حالاتو ته پام داسې ویره پیدا شوی وه  چه خدای مکړه د دې په قول د ښځو برخه کې به د تیرو ۱۰ کلونو بریاوی د سیاستونو قربانی شی

خو هرات ته د امریکاد کانګرس د پلاوی راتګ سره هیله راته پیدا شوه چه نړیوال مونږ له یاده نه باسی او مونږ هم په ټول توان  د خپلو اسلامی حقونود ترلاسه کولو هڅې کو.

هرات د فغانستان یو له هغو ولایاتو څخه ده چه دیر زیات د ښځو په وړانې د تاوتریخوالی راپورونه ترې خپریږی.

+ لیکل شوی په  شنبه بیست و یکم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 17:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کې یوه نوې کوژدنې میرمن د خاوند له خواه ووژل شوه

دهرات امنیه قوماندانی د یوه تن د نیولو حال ورکوی چه تیره شپه یې خپله نوې کوژدنې ناواده میرمن وژلې ده. د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونوال عبدالروف احمدی نن پژواک ته وویل تیره شپه د ښار ۱۱ ناحیه صوفی اباد سیمه کې یوتن د خسر کورته په تللو خپله نوی کوژده شوې میرمن چه فرزانه نومیده د چاقو په وسیله وژلې ده پیښې نه وروسته یې کورنه تیښته کړې چه نن له غرمې وروسته شپږمه ناحیه کې د پولیسو له خوا ونیول شو

احمدی وویل که څه هم لا د دغه قتل انګیزه په رسمی ډول نده څرګند خو کورنی اختلاف علت کیدلی شی.

روان کال کې تر بل هروخته په ښځو د تاوتریخوالی پیښې زیاتې شوی دی په لودیځ زون کې د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون د دفتر مشر عبدلقادر رحیمی وایی روانه میاشت کې دا د ښځو د قتلونو دریمه پیښه ده خو تیره میاشت ګې ۷نورې میرمنو د وژلو یاهم د ځان وژنو پیښې ورسره ثبت دی،  چه د پښو لوی عوامل یې کورنی زورزیاتی، په کم عمر او جبری ودونه او نور  ټولنیز ناسم دودونه  یاد کړه

ده له حکومتی چارواکو نه د ښځو ژوند ته د پام او د زورزیاتی عاملینو ته د دقانونی سزا هیله وکړه.

+ لیکل شوی په  شنبه بیست و یکم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 17:2  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

ایران بیاهم د ملکی افغانانو په وژنه نړیوال بشری جنایت وکړ

فراه کې ایران سره سرحد کې ایرانیانو لسګونه افغانان هغه هیواد ته د تلو په مهال وژلی ټپیان او یاهم لادرکه دی خو مقامات یې د ۵۰ ټپیانو د او ۹ وژل شویو خبرتاییدوی چه ۹ ټپیان یې د فراه روغتون ته رسیدلی دی. مامورین وایی ایرن نه یې د مړیو د رالیږد هڅې پیل کړی دی ایران لا په موضوع خبریالانوته څه ندی ویلی په اړوند یې لومړنی حال .

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  شنبه بیست و یکم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 9:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د بادغیس نوی والی په کار پیل او دبیارغونې ژمنه وکړه

حمد الله علیزی د بادغیس دوالی په دنده نن رسمی کار پیل کړ. په دغه اړه جوړه مناسبتی غونډه کې د بادغیس ګڼه ولسی مشرانو او د ولایتی شورا غړیو ته ژمنه ورکړه چه ټولې شته ستونزې به یې د مرکزی ادارې په مرسته حل کړی.

عیلیزی نن جمعه ماسپښین مهال بادغیس ته ورسیده پژواک ته یې وویل د بادغیس د خلکو عمده غوښتنې د حلقوی سړک د کار کړندی کول، ښاری سیموکې د څښن د پاکو اوبو د سیستم چمتوالی او د امنیت ټینګښت عمده وړاندیزونه وه  چه دی به یې په ټول توان د اجرا کولو چارې عملی کړی.

په بادغیس کې د مدنی ټولنو یوفعال عبدالله خیردمند چه دوالی د کار پیل خونډه کې یې حضور لاره د پخوانی والی په کړنو په رضایت نوی والی څخه هیله وکړله چه په خپلو ژمنو په عمل سره د بادغیس د خلکو ورځنی ستونزې حل کړی

ده د بادغیس خلک ډیر ناداره وبلل ځوانانو ته یې د بوختیا وړاندیز وکړ ویویول په دغه ډول خپله امنیت ښه کیدلی شی.

دبادغیس پخوانی والی محمد طاهرصبری و چه یوکلنې دورې څخه یې خلک خوشحاله دی. ښاغلی صبری د ولسمشر د سلاکار په دنده وګمالرل شو

+ لیکل شوی په  جمعه بیستم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 18:54  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کې ۳۰ ټنه د ټیټ کیفیت درمل وسوځول شوه

د عامې روغتیامسولینو نن هرات کې ۳۰ ټنه بې کیفیه اوتاریخ تیردرمل له ښار بهر یوه دښته کې وسوځول. په مربوطه مناسبتی غونډه کې د هرات د عامې روغتیاریس ډاکټرغلاسعید راشد پژواک ته وویل چه یاد درمل یې دروان کال په اوږدوګې د ښار له درملتونونو راټول  او د څارنوالۍ، ولایتی شورا اونورو اړونده ادارو د پلاوی په حضور یې له منځه ویوړل.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  چهارشنبه هجدهم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 15:2  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هراتیانو هم د پاکستان ضد لاریون وکړ

هرات پوهنتون محصلینو د پاکستانی  ضد لاریون وکړ دوی له افغان دولت څخه غوښتی چه په هره ممکنه وسیله د پاکستان مخنیوی وکړی   په اړوند راپور

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  چهارشنبه هجدهم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 11:31  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

بادغس کې په یوه پیغله صحرایی محکمه تطبیق شوه

بادغیس کې یوه شل کلنه پیغله د صحرایی محکمې قربانی شوه عدلی او قضایی مامورین د محکمې دغه ډول د اسلامی اصولو خلاف بولی وایی د هیڅ ډول اخلاقی جرم په صورت کې اسلام دغیرمحسن اشخاصو لپاره د مرګ جزا هغه هم په یوه صحرایی محکمه کې نده تعین کړې  

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  سه شنبه هفدهم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 16:5  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کې یو ایرانی تبعه د مخدره توکو په قچاق ونیول شو

ځایی امنیتی چارواکو په اسلام کلابندری ښار کې د یوه ایرانی وګړی د نیولو حال ورکړ چه هغه هیواد ته یې نشه یې توکی قچاقول.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونوال عبدالروف احمدی نن پژواک ته په خبرو کې د نیول شوی ایرانی نوم ابوالفضل یاد کړ ویویل د لاری چلونکی دی چه د ترانزیت له جوازه په ګټه افغانستان ته راغلی و  دوه کیلو کرستال سره چه د نشه یې توکو ترټولو قیمتی ډول دی په مهارت خپل ټيلرموټرکې ځای په ځای کړی و   ایران ته د وراوښتو په مهال د پولیسو له خوا ونیول شو.

د اسلام کلا د سرحدی پولیسو یوه افسر د نوم نه خپرولو په شرط د دغه ایرانی د نیولو خبر تایید کړ ویویل تیرکال یې څلور ایرانیان نور هم په ورته تورونو نیولی و چه په خپل وخت یې مربوطه دوسیو سره د هیواد عدلی او قضایی ادارو ته سپارلی دی.

+ لیکل شوی په  سه شنبه هفدهم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 10:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

چشت شریف کې د ۸ طالبانو د وژلو ادعاوشوه

د هرات ځایی امنیتی مشولین د چشت شریف ولسوالی کې د ۸ تنه طالبانو د وژلو ادعاکوی چه یو مشهور قوماندان نوم هم پکې یادیږی

د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونوال عبدالروف احمدی نن پژواک ته وویل تیره شپه د چشت پولیس او ملی اردو ځواکونو د ملاعصمت الله په نوم د یوه طالب قوماندان په پټنځي حمله وکړله چه د یاد قوماندان په مشول اته تنه پکې ووژل شوه.

احمدی وویل ملاعصمت الله د غور په تولک او د هرات په چشت او اوبې ولسوالیو کې وسله واله فعالیتونه تنظیمول. په دغه طالب قوماندان دا تور هم لیګدلی و چه تیرکال یې د یوه کمین په ترڅ کې د پښتون زرغون او چشت ولسوالیو امنیه قوماندانان هم وژلی و په هغه نښته کې ۷ تنه نور پولیس هم وژل شوی و

په چشت کې د یادوطالبانو د وژلو خبر لودیځ زون کې د ۲۰۷ ضفر قولی اردو قوماندانۍ ویاند ډګروال نجیب الله نجیبی هم تایید کړه زیاته یې کړه عملیاتو کې دولتی ځواکونو او سیمه یزه خلکو ته زیان نده اوښتی

+ لیکل شوی په  سه شنبه هفدهم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 10:31  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کې د دوه زورزیاتی ترڅ ګې یوه میرمن ووژل شوه بله ټپي ده

د هرات محلی چارواکی وایی دوه جلاپیښو کې د کورنی تاوتریخوالی له کبله یوې میرمنې ساه ورکړله بله پیغله ټپی ده. چه په تور یې د کورنۍ یو غړی نیول شوی دی.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونوال عبدالروف احمدی نن پژواک ته وویل تیره شپه د شندند ولسوالۍ زیرکو سیمه  کې یوه تن خپله ځوانه میرمن د ټوپک په ډ‌زو وژلې او خپلو دوه اولادونو سره له کوره په تیښته تللی دی. احمدی وایی د پښې په څرنګوالی پولیسو لټون پیل کړی دی

دغه راز نن هرات ښارکې هم یوه بله پیغله هم  په مرمیو ویشتلې روغتون ته وروړل شوه  احمدی وویل ډاکټرانو یې د روغتیایی حال ډاډ ور کړی دی او پیښې سره په تړاو د ټپي پیغلې ورور نیول  دی.

د هرات د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون د ریس غلام قادر رحیمی په قول چه د روان کال له سره دا هرات کې په ښځو د مرګونو لسمه  پیښه ده چه ۹ یې وژل شوې یا یې هم ځان وژنه کړې ده او یوه یې ټپي ده. ده د دغو پیښو لوی عوامل کورنی زورزیاتی وباله

رحیمی په پيښو په خوابدی عدلی او قضایی ارګانونو څخه په ښځو د زورزیاتی عاملینو سره د سخت قانونی چلند هیله وکړله.

+ لیکل شوی په  دوشنبه شانزدهم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 22:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

فره کی بیاملکیان ووزل سوه

فراه کې د ملکی سپرلیو په یوه موتر مین منفجر شو ۹ تنه یې مړه او ټپیان کړه د والی ویاند عبدالرحمن ژوندي  وویل پیښه نن سهار ۶ نمیو بجو د هغه ولایت خاکسفید ولسوالۍ کورغن کلی کې هغه وخت رامنځته شوه چه ملکی سپرلیو یومازدا ډوله موټر په سړک تیدیده پټ کړی شوی مین په منفجر شو دیوې میرمڼې په شمول یې ۴ تنه ووژل ۵ ټپیان دی په تپیانو کې درې ته ماشوماهم شامل دی. چه دیوه تن حال یې نازک دی

ده د پیښې مسول طالبان وبلل خو تراوسه یې چاه مسولیت نده منلی.

+ لیکل شوی په  یکشنبه پانزدهم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 9:49  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

یو شیمر هراتیانو د معارف د ریس د ګوښه کیدو وغوښتل

د هرات لسګونه کسانو چه په عامو ښاریانو سربیره د مدنی ټولنو ځینې فعالین پکې و نن اعراضی غونډه وکړله په شعارونو کې په معارف کې له اداری فساد، بد اخلاقی او دندې نه د ناوړه استفادی تورونه ولګول خو د هرات د معارف ریاست بیاداتورونه بې اساسه بولی وایی  اداره کې یې کارونه سم په مخ ځي.

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  شنبه چهاردهم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 13:35  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

شندند کې یو امنیتی مقام او څلور طالبان ووژل شوه

ه شندند ولسوالۍ کې د تروریزم مدیر له بل ساتونکی سره ترور او بله جلا پیښه کې څلور طالبان د ځپل مین له امله ووژل شوه.

د هرات د ولایتی دفتر یوه مقام د نوم نه اخیستو په شرط پژواک ته وویل نن له غرمې وروسته د شندند ولسوالۍ د امنیه قومانداندانۍ د ترهګری په وړاندې د مبارزې (تروریزم) مدیرامان الله خان  له خپل ساتونکو سره د ولسوالۍ ومخ ته ناڅرګندو وسله والو ووژل او بریدګر  له ښاری کڼې ګوڼې په ګټه   په تیښته بریالۍ شوه خو د پولیسو لټون جریان پسې لری.

د هرات د والی ویاند محی الدین نوری په شندند کې د یوه افسر د وژلو خبره تایید کړ  ویویل موضوع تازه ده نور جزیات ندی ورته رسیدلی خو دمره خبر ورته رسیدلی چه پیښه کې یو بل پولیس ټپی شوی هم ده.

د شندند لسوال نجیب الله هم یواځی پیښه تایید کړ ویویل په اړوند یې خبرې کول د ولایت مقام پورې اړه لری.

دغه راز د هرات د والی ویاند شندند ښار ته نږدې پښتونوال کلی کې د څلور طالبانو د وژنې هم وویل نوری زیاته کړه تیره شپه څلور تنه چه په دولتی ځواکونو د برید په موخه یې کور کې مین جوړلو منفجر شوی څلور واړه وژل شوی دی. د پلټنې لپاره یې پولیس سیمې ته ورغلل چه کره جزیات به یې دی وایی وروسته رسنیو ته ووایی.

د شندند په پیښه لا د طالبانو نظر رسنیو ته نده رسیدلی.

+ لیکل شوی په  چهارشنبه یازدهم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 16:23  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

بادغیس کې د وروستی ولسوالۍ امنیت هم ناټو څخه واخیستل شو

د بادغیس د بالامراغاب ولسوالۍ امنیتی چارې نن په یوه رسمی غونده کې ناټو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شوې. د بادغیس د د والی ویاند شرف الدین مجیدی نن په سیمه کې خبریالانو ته وویل چه تردی وروسته د یادې ولسوالی ټولې امنیتی چارې خپله افغانان سمبالوی په چارو کې د دحکومت د پوره تیارۍ ډاډ ورکړ.

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  چهارشنبه یازدهم اردیبهشت ۱۳۹۲ساعت 13:38  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

تیرمطالب