د نړیواله ټولنې ملیاردونو ډالرو مرستو سره، سره د غور ولایت سړک چه هرات، دایکندي او بامیانو ولایتو څخه د میدان وردګ له لارې مرکز کابل سره نښلوي د پخولو چارې ندي پیل شوې. په همدغه اعتراض د غور ولایت سلګونه خلکو غونډه کړي دولت څخه د دغې پروژې د پیل هیله کوي. په اړوند یی شرفیار له هرات څخه راپور راکوي:
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په سه شنبه بیست و پنجم مهر ۱۳۹۱ساعت 14:50  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د نړیواله ټولنې ملیاردونو ډالرو مرستو سره، سره د غور ولایت سړک چه هرات، دایکندي او بامیانو ولایتو څخه د میدان وردګ له لارې مرکز کابل سره نښلوي د پخولو چارې ندي پیل شوې. په همدغه اعتراض د غور ولایت سلګونه خلکو غونډه کړي دولت څخه د دغې پروژې د پیل هیله کوي. په اړوند یی شرفیار له هرات څخه راپور راکوي:
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په سه شنبه بیست و پنجم مهر ۱۳۹۱ساعت 14:49  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
(نن سهار مې په دردونکي څيرې ورځ پیل کړه)
(ادم خان سیرت)
تقریبا ۸ بجې وی دمعمول له مخې وختي راځم، د دفتر چاپيریال ته داخلیدو پرمهال مې یو ورکوټي مینه ناک ماشوم چې دغوږونو څخه یې لونګ تاوو کړې وو مخې ته راغې ما پرې اواز وکړو چې څه کوی او ګومان مې داوو چې شاید دکوم مامور او یا کارکوونکی زوی له ځان سره راوستی وی، خو وختی وه مامورین ډيری وختي نه راځي هلک زما خواته راغلو په لاس کې یې عریضه وه ماویل څه کوي ویل دشهید یاسین زوی یم، ماویل دکوم شهید یاسین زوی یې، ویل یې یوڅه موده مخکې مې پلار په پټیو کې دشپې اوبه لګولې چې بهرنیو ځواکونو پرې بم وغورځولو او شهید شو، عریضه مې راوړې که والي صیب راسره مرسته وکړي، داخبره نه وه سم دټوپک ډز او هغه مرمۍ وه چې رسا مې زړه ته لاړه، ډير حیران شوم چې دغه روڼ سهار وختي وګوره او دغه شپږم کلن ماشوم وګوره چې دنرخ ولسوالي د ډيرې لرې پرتې سیمې څخه یې وختي تر ولایت یې ځان رارسولې دی، معصوم هلک دی، څوک به نلري، دپلار ژوند یې ترې اخیستې،کورنۍ به یې سرپرست نلري، دومره څوک به هم نلري چې دوۍ ته لږ ترلږه لاس ورکړي، مینه ورکړي او دوی ښونځي ته بوځي ترڅو په ښونځي کې ځان او خدای وپیژني او ګونډې مور او پآتې ورڼو او خویندو ته دسر سیورې جوړ شي.
دا زموږ راتلوونکی دی او دا زموږ ژوند دی چې دڅومره ستروننګونو سره مخ دی
بل ملګري مې ویل چې همدا ماشوم یو څو ورځې دمخه راغلی وو چې په پلستیک یې ۳ مڼې او ۲ ګازري اچولې وی عسکرو نه پریښودو، ما له ځان سره راوستو ویل مې په دغه پلستیک کې دی څه شي راوړي ویل یې (دعریضو مامور ته مې دغه راوړي ترڅو زما کار ژر خلاص کړي.)
یا مهربانه خدایه !نور مو په هېواد کې سوله راولې ټول سره ورونه کړی، نور دجنګ او جګړو مخه په خپل قدرت سره ونیسې، موږ ته خو نور چل نه راځي او نه له چا توقعه کولی شو، هغه ذات ته یې چې هرڅه ناممکن کار ممکن کولای شی.!!!
+ لیکل شوی په دوشنبه بیست و چهارم مهر ۱۳۹۱ساعت 11:54  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په هرات کې د ښځو لپاره ځانګړې راډیو جوړه شوې ده چه اوس مهال ۱۵ تنه ښځینه ژونالیستانو ته د کار زمینه پکې چمتوشوې ده او په ورځ کې ۱۵ ساعته خپرونې لري. هرات کې تردې د مخه یوه بله راډيو هم مخصوص د میرمنو وه. د نوې هغې په جوړښت میرمنې خوښې دي وایي ورته حرکتونه د ښځو د قابلیت په معني دي. شرفیار ریې راپور راکوي:
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په دوشنبه بیست و چهارم مهر ۱۳۹۱ساعت 11:35  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په ایراني زندانونو کې د یو شمیر افغان بندیانو د اعدام له اوازې سره ګنه هراتي کورنۍ ناکراره شوي دی. ځینې یې په دغه ولایت کې د دویچه وله راډیو په ادرس راغلي له ایران ځخه خپلو دوستانو سره د ناوړه چلند شکایت کوي، ولسمشر کرزي ځخه غواړي څو د دوي په وینا د بې ګنا دوستانو ژونديې وژغوري. په عیني حال کې د کډوالو د چارو وزیر په شمول د بهرنیو او عدلې وزارتونو استازي د ولسي جرګې د مهاجرینو د چارو کمیسیون ته د یکشنبې په ورځ ورغوښتل شوي ول، دوی هم ایراني مامورینو ځخه په دغه برخه کې شکایت کړي ولې؟ په اړوند یې د شرفیار راپور کې واوري
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په دوشنبه بیست و چهارم مهر ۱۳۹۱ساعت 7:15  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په هرات کې د څلور میاشتو یوه ناوکۍ ځخه سر غوڅ شوي. د ښځو د چارو ریسه او نور د د بشر دحقونو مدافعین دا د خپل ډول تر ټولو فجیح عمل بولي . وروڼو یې د پنجشنبې په مازیګر مړجسد د احتجاج په توګه د ښځو چارو ریاست راوړ. د هرات ولایت د ښځو چارو خبریالانو ته په ښودنه یې د عاملینو د مجازات هیله کوي امنیتی مامورین وایی پیښې سره په تړا یې ۳ تنه نیولي دي. شرفیار یې اپورراکوي
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په جمعه بیست و یکم مهر ۱۳۹۱ساعت 9:30  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د افغانستان ٢٣ ولاياتو ته له هرات څخه د زعفرانو د تخم چه معولا د زعفرانو دپياېو په نوم ياديزي د ترويج پروګرام روانه مامورين وايي په پري سره دپشپړيدو په حا کي ده. په دغه ډو به مامورين وايي ٨٨ټنه ېعفران د هيواد نورو ولاياتو کي هم تجرپه شي چه د پروېي مالي ګشت يي ٦ سوه ١٩ امريکايي ډاره شوي دي. زعفرانو په افغانستان کي ښه نتيجه ورکړي او کار پوهان يي د کوکنارو يوله پديل پوټي څخه يادوي ش رفيار يۍ په اړوند راپور راکوي:
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په چهارشنبه نوزدهم مهر ۱۳۹۱ساعت 11:9  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د هرات سرحدي ځواکونو ایران ته د قچاق په مهال لسګونه زره یورو نیولي دي. د ایران د پیسې قیمت په دا وروستیوکې خپل ارزښت ډیر له لاسه ورکړي دي. د راپورونو په اساس د افغانستان یوشمیر لویو ښارونو له دغه منځه هرات څخه هغه هیواد ته په غیر قانوني د ارپا پیسه یورو، او ډالر په شمول نور بهرني اثار قچاق کیدل. د اقتصادي چارو کار پوهان که څه هم د افغان دولت دغه اقدام په ځاي بولي خو وایي د حل لپاره یې باید نورې لارې چارې ولټوي څه ډول؟ په اړوند یې شرفیار راپور راکوي:
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په جمعه چهاردهم مهر ۱۳۹۱ساعت 8:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په هرات کې د ۲۰۰۰کاله وړاندې د مهرګان په نوم، کرنیز جشن څخه په تقلید د کرنیزه توکو یونندارتون جوړ شوي دي. په دغه نندارتون کې سل غرفې تیارې شوي، چه بیلابیلو ولسوالیو څخه بزګرو خپل محصولات او لاسي صنایع نندارې ته په کې ایښي دي. د پرانست مناسبتي غونډه کې یې د کرهني اومالداري وزیر ګډون کړي. څه ژمنې کوي. شرفیار به راپور کې له دې، او بل داراته ووایی چه مهرګان، لرغوني جشن کوموزمانو کې؟ چا تجلیلاوه.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په سه شنبه یازدهم مهر ۱۳۹۱ساعت 12:10  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د هرات د ګمرک مامورین تیروپنځه میاشتو کې د شپږنیم ملیارده افغانیو عوایدو په ټولیدو خوشحاله او د حکومت بریا یې بولي. خو سوداګر بیا د ګمرکي تعرفو له له لوړوالي او لویو لارو کې د غیر قانوي پیسو او ټوپکمارو څخه شکایت کوي په اړوندیې شرف الدین ستانکزی ر راپور راکوي
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په چهارشنبه پنجم مهر ۱۳۹۱ساعت 13:42  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د لومړۍ ځل لپاره د د ژورنالیزم د اخلاقو په نوم ورځ، د افغانستان هرات ښار کې ولمانځل شوه، دغه غونډه چه د SWIM په نوم د اخلاقي ژورنالیزم نړیوال مرکز چه مرکز یې بروکسل کې دي په نوښت جوړوه شوې وله. غونډه کې یې په دغه مسلک کې د اخلاقو د رعایت تاکید وشو ورسره په څنګ کې په ایران تور ولګول شو چه افغانستان کې یو شمیر رسنیو څخه په ناوړه استفاده د دیموکراسي له ادرسه د دیموکراسي خلاف هلي ځلي کوي. دغه غونډه چه ګډوال یې د ییلابیلو ولایاتو تر سلو زیات ځینې خبریال او داطلاعاتو فرهنګ وزارت مرسیتال وه شرفیار ورغلي په اړوند یې راپور راکوي:
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په دوشنبه سوم مهر ۱۳۹۱ساعت 10:39  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|