په هرات کې د ولایت یو داسې مامور چه ټولو محرمو دولتي اسنادو ته یې لاس رسي، لاره ایران ته د جاسوسي په اتهام نیول شوي ده. دی ایران ته د تلو په مهال د اسلام قلعه سرحدي ښارکي نیول ملي امنیت ونیوه. د ولایت ویاند یې پيښه تاییدوي وایي ډير مهم اسناد ورسره نیول شوي دی. شرفیار یې په اړوند د خلکو په نظریاتو راپور راکوي
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په جمعه سی و یکم شهریور ۱۳۹۱ساعت 10:28  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
نن سهار (د چهارشنبې په ورځ) د هرات ادرسکن ولسوالۍ د پولیسو تعلیمي مرکز د موټرو پارکینګ کې له یوه پارک شوي موټر سیکله په استفاده چاودنه وشوه چه ۲ تنه یې مړه ۵ تنه ټپیان کړه
د هرات د والي ویاند وویل مړو، ټپيان ټول د یوې شخصي امنیتي کمپني ساتونکي دي او پییښه کې دي وایی بهرنیو ځواکونو ته زیان نده اوښتي.
د ادرسکن تعلیمي مرکز د هرات ښار ختیځ ۷۵ کلومتري کې د غرب زون په کچه د پولیسو تر ټولو لوي د روزنې مرکز ده.
د تازه چاودنې عامل یې دولتي ځواکونه د وطن دښمنان یادوي خو د دغه خبر تر لیکلویې چاه مسولیت په غاړه نده اخیستي
+ لیکل شوی په چهارشنبه بیست و نهم شهریور ۱۳۹۱ساعت 10:10  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د کډوالو او راستنیدونکو د چارو مامورین وایي ایران یو ځل بیا افغانستان د کډوالو د راشړلو لړۍ تیزه کړې ده. خو د افغانستان بل ګاونډ پاکستان کې بیا د نورو ۳ کلونو لپاره د افغان کډوالو د استوګنې کارتونو د تمدید د تړون وایي. خو ترکومه ځایه چه ایران کې د کډوالو خبره شوه د حکومتي مامورینو د سخت چلند شکایت کوي. هرات کې د دویچه ویله راډیو خبریال شرفیار، د موضوع د څرنګوالي لپار سرحدي ښار اسلام قلعه ته تللي مهاجرو سره په خبرو یې راپور راکوي:
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په دوشنبه بیست و هفتم شهریور ۱۳۹۱ساعت 10:35  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د افغانستان مرکز او یوشمیر ولایاتو د پوهنتونونو محصلینو په لاریون لاس پورې کړي ده. د هغوي دغه مظاهرې امریکایې د یوه تن له خوا جوړ شوي فلم باندې د اعتراض له کبله دي. هغه چه د دوي په وینا د سلام پیغمبر ته توهین پکې شوي ده. دغه عمل خپله امریکایی ټولنې او ولسمشر اوباما، هم غندلي او عربي هیوادونو کې خو یې لا په وړاندې له تاوتریخوالي ډکې مظاري شوي دي. نور جزیات یې له هرات شرفیار، راکوي
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په یکشنبه بیست و ششم شهریور ۱۳۹۱ساعت 11:36  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د سپتمبر ۱۱ افغانستان کې د یاغي وسله والو ګڼه بیردونو او تلفاتو سره مله وه، په هرات کې ځان وژونکې حمله شوې نږدې ۱۵تنه مړو ټپیان شوه او فراه کې پنځه پولیس طالبانو وژلي دي همداراز د افغانستان په کچه د ناټو تر ټولو لوي مرکز بګرام کې هم په یوه چورلکه راکټي برید مرګ ژوبله اړولي ده. په اړوند یې شرفیار راپور راکړي:
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په سه شنبه بیست و یکم شهریور ۱۳۹۱ساعت 17:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د غرمې ۱۲ بجو مهال د هرات کشک کهنه ولسوالۍ کې ځان مرګي برید وشو چه د حکومتي چارواکو په ویناهدف یې دولت پلوه ولسي مشران وه ۵ تنه یې مړه ۶ تنه نور ټپیان کړي دي
د هرات د والي ویاند محي الدین نوري، د دغه مطلب په تایید سره وویل دغه کسان ټول پیژندل شوي ولسی مشران دي او دووژنې پړه یې د وطن په دښمنانو واچوله
د هرات د امنیه قومانانۍ ویاند سمونوال نورخان نیکزاد، بیا وویل دغه کسانو د یوه ارباب عبدلحکیم په مشرۍ د ښار یوه هوټل کې په مجلس سره ناست وه، څو د دولت په طرفدادري د محلي پولیسو(اربکیانو) ځواک تشکیل کړي، چه دهغه په وینا د یوه ۱۷ کلن ځوان له خوا اتحاري حمله په وشوه. ده هم د وژل شویو کسانو شمېر ۵ او ټپیان شپږ تنه یاد کړه. په پیښه یې د پولسو د لټون وویل.
تر دغه وخته د برید پړه چاه په غاړه نده اخیستي
+ لیکل شوی په سه شنبه بیست و یکم شهریور ۱۳۹۱ساعت 14:2  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
فراه ولایت کې په نشو روږدو کسانو ته د درملنې ځای نشته، ځکه نو د معتادینو ډیریوالی بیلابیل ټولنیز مشکلات خلکو ته پیداکړی دی د دویچه ویله سیمه یزه خبریال شرف الدین، په مخدره توکو څوتنه روږدوکسانو او د اړونده ادارې چارواکو سره په ستونزه خبرې کړی راپور راکوی:
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په دوشنبه بیستم شهریور ۱۳۹۱ساعت 9:14  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د فراه حکومتي ماموین د څلور یوځایی چاودنو په وجه د ۱۶ ټپیانو او یوه ماشوم د وژنې خبر ورکوي ټپیانو کې درې پولیس، نور ټول یې ملکي وګړي دي.
خو دبادغیس د بالامرغاب خلک بیا د سړک د غاړې د مین چاودنې په ځواب کې د ځایي پولیسو په ډزو کې د ګن شمیر ملکیانو د زخم او څارویو د وژنې تور لګوي. په اړوند یې شرفیار راپور راکوي:
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په یکشنبه نوزدهم شهریور ۱۳۹۱ساعت 16:52  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په فراه ښار کې شیبه وړاندې د ولایت د ودانۍ شاه وخواه څلور لویې چاودنې وشوې چه تراوسه یې دولتی مامورینو د ۳ ماشومانو د ټپیکیدو، اویوبل ملکي وګړي د وژنې خبر ورکړي دي
د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي دویچه ویله راډیو ته وویل پیښه تازه ښایی د ده په وینا د تلفاتو دغه رقم تغیر وکړي طالبانو لا نظر نده ورکړي
+ لیکل شوی په یکشنبه نوزدهم شهریور ۱۳۹۱ساعت 12:6  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ ګڼه خلک په حکومتي ځواکونو ملکي وګړو سره د زورزیاتي تور لګوي. دغه کسان چه د شنبې په ورځ په ټلفوني تماسونو خبرې کولې ویویل د میران زو، په کلي کې برایي ورځ د پولسو په یوه موټر دسړک د غاړې مین پټاو شو ځوابي حمله کې یې ځايي دولتي پوستي په عامو کلیوالو ډزې کوي چه تراوسه یې د دوي په وینا د ښځو او ماشومانو په ګډون تر شل تنه زیات ټپیان او ځینې وژلي هم دي.
دوي ویل ټپیان یې نږدې کلنیک او هرات روغتون ته د موټرو په زریعه ولیږدول او د مړیو شمیر ځکه دقیق نشي ویلي چه لاهم په سیمه کې ډزې روانې او خلک د دوي په وینا له یوه کلي بل ته نشی تلي.
د دغې ادعا په اړه لا ځایی چارواکو نظر نده ویلي خو په تیرو کې څوځله ورته پیښې تکرار او د جګړې په منځ کې د ملکیانو د زیانونو خبرونه خپاره شوي وه. چه حکومتي مامورینو هغه مهال تر ډيره بریده پړه په وسله واله طالبانو اچوله چه د دوي په وینا د ولسي خلک د سپر په توګه کاروي.
خو طالبان بیا برخلاف پړه په دولتي ځواکونو اچوي، ولي که هر څه وي حقیقت داده چه تل ولسي خلک د جګړي له طرفینو د نه ترحم شکایت کوي. وایی د جګړې اصول او دخلکو حقوق تر پښولاندې ګوي شسیمه یزه خلک د خپلې ادعا دثبوت لپاره سیمې ته دولتي پلاوي او د ولسمشر حامدکرزي ځانګړې توجه غواړي.
+ لیکل شوی په شنبه هجدهم شهریور ۱۳۹۱ساعت 18:26  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په ميدان وردګو ولايت کې دغازي محمدکريم خان په نوم جوړ شوې تالار دڅه باندې(۱۵ ) ميليونو افغانيو په لګښت ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. دموضوع بشپړ جزیات په لاندې متن کې لوستلي شی چه دمیدان وردګو دولایت مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خبرپاڼه کې خپاره شوي دي:
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په چهارشنبه پانزدهم شهریور ۱۳۹۱ساعت 14:11  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
فراه ولایت کې تر درې زره کیلو مخدره توکې پولیسو وسوځول. مامورین وایی دغه مواد یې د یوه کال په موده کې ۱۰۰ تنه متهمو قچاق وړونکو سره نیولي دي. چه متهم کسان عدلي او قضایی ادارو ته سپارل شوي دي. همداراز له دغه یوه ورځ د مخه د فراه ګاونډ غور ولایت کې هم یوټن څخه ډیر نشه یې توکې وسوځول شوه. د ملګرو ملتونو د یوه راپور په اساس د نشه یې توکو کارو بار ډيره پیسه د وسله واله طالبانو جبونو ته لویږي. په اړوندیې شرفیار راپور راکوي:
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په سه شنبه چهاردهم شهریور ۱۳۹۱ساعت 17:47  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په غور وولایت کې دولتي مسولینو او سیمه یزه خلکو ویلی چه ناڅرګندو وسله والو چار سده، ولسوالۍ کې په ملکي کلیوالو برید کړې دی، لس تنه ماشومان، چه د ښونځي زده کونکي دی تښتولي څو تنه یې له منځه وژلي او نور یې ورسره برامته دي. د قربانیانو شمیر یې ضدو نقیص یاد شوي دی. او عاملین یې طالبانو پورې اړوند سړي یاد کړي شوی دی. مسولین وایی حمله کونکو د خلکو شخصي مالونه هم لوټلي دي. په اړوند یی راپور راکوي:
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په یکشنبه پنجم شهریور ۱۳۹۱ساعت 17:39  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|