«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دفغانستان غرب کی امنیتی چارواکی وایی دفراه پرچمن ولسوالی څخه پرته نورټولوولسوالیوته یی دټاکنومواد ولیږدول دوه نیم زره سیمه ایزه ځوانان په خپله خوښه پولیسوسره بیلابیلوسیموکی دټاکنیزه مراکزوامنیت ته دریدلی خوپه دی سربیره هم دزون په کچه ۴۵ټاکنیزه مرکزونه تهدیدلاندی دی نو رحال له سیمی زمونږخبریال راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  سه شنبه بیست و هفتم مرداد ۱۳۸۸ساعت 22:6  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دهرات ګذره ولسوالی کی دایتلافی ځواکونوعملیات اودمرګژوبلی ضدونقیص خبرونه راغلی اودهمدغه ولایت شندندولسوالی کی پولیس دلس تنه طالبانودنیولوحال ورکوی نورحال له سیمی زمونږخبریال راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  دوشنبه بیست و ششم مرداد ۱۳۸۸ساعت 17:38  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

بادغیس ولایت کی سلګونه خلکوولسمشری ته دنوماندی اشرف غنی احمدزی په ملاتړغونډه وکړه دوی احمدزی څخه وغوښته چه بادغیس کی به دبری په صورت کی دایتلافی ځواکونوتالاشی اوعملیات بندوی نورحال له سیمی زمونږخبریال راکوی.په بادغیس کی داشرف غنی احمدزی دتبلیغاتی کمپین مشرملازړګی په ټلفون سره ازادی راډیوته وویل سلګونه کسانوپه یوه پرکړه لیک خپرولوولسمشری ته دنوماندی اشرف غنی احمدزی ملاتړاعلان کړ.ده هغه اواز هم ردکړی چه ګواکی په داوروستیوکی داشرف غنی دټآکنیزه دفترولایتی مشردبل بوماندی په پلوی اوښتی ده.دغونډی ګڼه ګډونوالوپه ټلفون سره احمدزی وړنوماندی وباله دبری په صورت کی تری وغوښته چه بادغیس ولایت کی به دځوانانوبی روزګاری اودایتلافی ځواکونوعملیات ختموی.بادغیس دافغانستان شمال لویدیزکی یوله ناامنه ولایاتوپیژندل شوی مګردسیمی خلکویی ازادی راډیوته وویل چه قومی مشران دټولوټاکنیزه مرکزونودامنیت تضمین کوی ددوی په ویناټول وګړی به ټاکنوکی ونډه واخلی.

+ لیکل شوی په  شنبه بیست و چهارم مرداد ۱۳۸۸ساعت 19:10  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

په بادغیس کی دعبدالله دکمپاین کسان چه دری ورځی دمخه طالبانونیولی وه ازدشوه اوپه هرات کی اسمعیل خان دمجاهدینوسختونیوکوسره مخ دی .دوی وایی ولسمشری ته دنوماندی کرزی په ملاتړاعلانولویی دمجاهدیونوهیلوسره خلاف لوبه وکړه نورحال به زمونږخبریال راکړی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  شنبه بیست و چهارم مرداد ۱۳۸۸ساعت 18:26  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

           کرزی هرات ته تللی

ولسشمرحامدکرزی چه بلی دوری ته بیاکاندیددی دکمپیان لپاره هرات ته تللی خلکودبری به صورت کی دسولی دټینګښت اودکارموندلوغوښتنه تری کړی ده هم خپلی ژمنی بلیاتازه کړی نورحال له سمی زمونږخبریال راکوی.

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  جمعه بیست و سوم مرداد ۱۳۸۸ساعت 16:29  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

   غرب ولایاتوکی دعبدالله اواشرف غنی دټاکنیزه تبلیغاتی دفترمشران کرزی ته واوښتل.

دپنجشنبی په ورځ په هرات ښارکی په داسی حال چه یوشمیرکسانودعبدالله عبدالله په پلوی غونډه جوړه کړی وه ولسمشری ته ددغه نوماندی دیوټاکنیزه کمپین مشردکرزی په پلوی اعلان کړی اوپه بادغیس کی داشرف غنی ددفترمشرهم کرزی ته واوښته نورحال له سیمی زمونږخبریال راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیست و دوم مرداد ۱۳۸۸ساعت 15:30  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

           دعبدالله عبدالله دبادغیس دټاکنیزه کامپین مشرله ملګروسره برامته کړی شو

دعبدالله عبدالله دبادغیس دټاکنیزه کامپین مشرله خپلوپنځه تنه ملګروسره برامته کړی شودولتی مامورین پیښه منی خودعبدالله دغرب زون دټاکنیزه دفترپه دولت نیوکه کوی چه دپلویانوامنیت ته یی پام نه ساتی نورحال له سیمی زمونږخبریال راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و یکم مرداد ۱۳۸۸ساعت 19:6  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دعبدالله عبدالله دبادغیس دټاکنیزه کامپین مشرله ملګروسره برامته کړی شو

دعبدالله عبدالله دبادغیس دټاکنیزه کامپین مشرله خپلوپنځه تنه ملګروسره برامته کړی شودولتی مامورین پیښه منی خودعبدالله دغرب زون دټاکنیزه دفترپه دولت نیوکه کوی چه دپلویانوامنیت ته یی پام نه ساتی نورحال له سیمی زمونږخبریال راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و یکم مرداد ۱۳۸۸ساعت 19:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

       په هرات کی دسرک جوړولودپنځه پروژوکارپیل شو

دهرات دری ولسوالیوکی په سرک دریګ اچولوپنځه پروژی پیل ددری میاشتوپه اوږدوکی به تکمیل شی لګښت دمخدره موادووزارت له خواورکول شوی چاری یی دملی پیوستون پروګرام څخه په مخ ځی نورحال له سیمی زمونږخبریال راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  سه شنبه بیستم مرداد ۱۳۸۸ساعت 21:11  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

په هرات کی دافغان ملت دګوندڅانګی کرزی څخه ملاتړاعلان کړ

په هرات کی دافغان ملت ګوندسلګونه غړی سره راټول شوی وه په خپلوپلویانوغړوکړچه کرزی ته رایه ورکړی دوی دکرزی دولسمشری تیردورکارونوباندی په رڼااچولوستایلی دی نورحال له سمی زمونږخبریال راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  یکشنبه هجدهم مرداد ۱۳۸۸ساعت 22:23  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

په هرات کی ۶۰تنه وسله وال طالبان دولت ته واوښتل

په هرات کی دسولی اوملی پیوستون پروګرام ته ۶۰تنه وسله وال مخالفین ددوه مشهوروقوماندانانوپه شمول تسلیم شوه ددوی مشران سیدمیرزااوسیدفریدیادشوی چاچه په داوروستیوکی دهرات چشتی شریف ولوسوالی اودغورولایت شهرک ولسوالیوکی په ډاګه ددولت په مخالت جګړوکی ونډه لرله نورحال له سمی زمونږخبریال راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  یکشنبه هجدهم مرداد ۱۳۸۸ساعت 22:22  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

  هرات کی دټاکنودمرکزونودامنیت لپاره ۱۰۰۰تنه ولسی خوانان په دنده دریدیږی

دوالی ویاندوویل پریکړه وشوه چه هرات کی دټاکنودمرکزونودامنیت لپاره ۱۰۰۰تنه ولسی خوانان په ناامنه سیموکی په دنده ودریږی همدارازپه دغه ولایت کی دشهنوازتڼی دتبلیغاتی مرکزپه وړاندی دمین چاودنه شوی نورحال له سیمی زمونږخبریال راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  یکشنبه هجدهم مرداد ۱۳۸۸ساعت 22:21  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

په هرات کی په یوه ورځ دسل ځوانانوودونه

په هرات کی دسل تنوځوانانوودونه په یوه ورځ دیوی خیریه موسیسی په لګښت ترسره شوه ددغه واده مراسموکی زمونږسیمه ایزه خبریال ستانکزی ګډون کړی راپورراکوی.

د


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  شنبه هفدهم مرداد ۱۳۸۸ساعت 10:29  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

جبارثابت طالبانوسره بایدسوله وشی دبری په صورته کی عبدالرشیددوستم سره قانونی چلندکوم

ولسمشری ته نوماندی عبدالجبارثابت په هرات کی کمپین کوی ازادی راډیوته یی ویلی وسله واله مخالفینوسره به تربری وروسته خبری وکړی ،په جنایی جرمونومتهم قوماندان جنرال عبدالرشیددوستم به قانون کشکاږی اودناکامی په صورته کی دټاکنونتایجوته غاړه ږدی مګرحکومت کی دنده نه اخلی څه کوی ؟دابه زمونږدخبریال راپورکی واوری.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  جمعه شانزدهم مرداد ۱۳۸۸ساعت 21:14  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

بالامرغاب کی سوله پرځای دی

هغه اوربندچه په داوروستیوکی دبادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالی ځایی دولتی مخالفینواواودولت ترمنځ وشولاهم پرځای اودټاکنولپاره تیاری روانی دی خوپه دی سربیره هم دطالبانوویاندتازه تهدیدکړی چه دټاکنوبهیربه ګډوډکړی نورحال له سمی زمونږخبریال راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  جمعه شانزدهم مرداد ۱۳۸۸ساعت 14:25  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

 دهرات ادرسکن دپولیسومرکزڅخه ۳۶۰تنه پولیسوبری لکونه واخیستل

دهرات ادرسکن دپولیسومرکزڅخه ۳۶۰تنه پولیسوبری لیکونه واخیستل امنیتی چارواکی وائی دوی دساتنمندپه رتبه فارغ دټاکنودامنیت لپاره به دعامه نظم برخه کی دنده واخلی نورحال له سیمی زمونږخبریال راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  پنجشنبه پانزدهم مرداد ۱۳۸۸ساعت 21:35  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دملی دفاع وزیرهرات ته تللی.

دافغانستان دملی دفاع وزیرهرات کی له خپلوځواکونواوجزتامونوپه کتنه خبریالانوته په خبروهیوادوالوته ډاډورکړچه دټاکنولپاره یی ټول امنتی تدابرینیولی هیڅ ډول دناامنی پیښه به رامنځته نشی اوکه څوک دناامنی هڅه وکړی جدی عکسل عمل سره به مخ شی نورحال له سیمی زمونږخبریال راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  پنجشنبه پانزدهم مرداد ۱۳۸۸ساعت 21:34  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

خواجه عیسی مړشو

دهرات یووتلی نومیالی پولیس له ورپیښوټپونومړشوداسړی دانجیل امنیه قوماندان وه په زړورتیائی دهرات ټول خلک پوهیدل دوه ورځی وړاندی دطالبانوله خوادسړک دغاړی مین له امله په داس یمهال ټپی شوچه ترخوائی لږترلږه ۴۰تنه ملکی وګړی مړوټپیان شوه خواجه عیسی څوک وه دابه زمونږدسیمه ایزه خبریال راپورکی واوری.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  چهارشنبه چهاردهم مرداد ۱۳۸۸ساعت 14:19  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کی به ۶۰زره ټنه شولی بزګرټولی کړی.

هرات دکرنی اومالداری ریاست مامورین وائی داسی شولی شوی چه تیرولس کلونوکی ئی ثاری نه وه ددغه ولایت ځمکه اوهوادوریجودفصل لپاره تیاره روان کال کی دڅه دپاسه ۶۰زره ټنه وریجودټولولوطمعه لری نورحال له سیمی زمونږخبریال راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  سه شنبه سیزدهم مرداد ۱۳۸۸ساعت 17:6  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کی چاودنه شوی مړوټپیان ئی ترپنځه دریش تنوزیات دی دحملی هدف دانجیل ولسوالی امنیه قوماندان وه مسو

دهرات ښارترټولوګڼ میشته سیمه دوینوبانک واټ کی دسرک دغاړی مین ګڼه ملکی کسان مړوټپیان کړه.دبریدهدف دهرات امنیه چاروقوماندان جنرال عصمت الله علیزائی په ټلفون سره دانجیل ولسوالی امنیه قوماندان خواجه عیسی وښوده ویویل خپله دی زخمی خو ۱۲تنه ملکی وګړی مړه شوه.امنیه قوماندان وویل خواجه عیسی له خپل کوره ددندی په لورروان وه مړویوکی دوه تنه پولیس یوه میرمن اودنوروملکیانوترڅنګ یوه ماشومه ووژل شوه. پیښه کی ۲۶تنه زخمیان شوی وه چه ډیرښځی وماشومان یادشوه.یوتن  چه په واقعه کی یی ځوان ورورله لاسه ورکړی وه پیښه ئی ظالمانه وبلله دولت څخه یی دعاملینومجازات وغوښته«دی وايی ورویی هیڅ کومی سیساسی ډلی سره تړاونلاره مزدورکاره روغتون ته یی په ټپی حال راوړمګردکموامکاناتوله کبله مړشو»دچاودنی ډول عینی شاهدانوډیرزوروروښوده دسترګولیدلی حال یی داسی ووایه«دوی وایی دپولیسوپه دوه موټردتلوپه مهال زوروره چاودنه وشوه په سترګویی ولیدل چه موټرتخریب اوڅوتنه په ځمکه ولویدل اوډیری دلاری پلی خلک وه»همدارازدروغتون مشرسیدنعیم عالمی وویل تراوسه ۲۹تنه ټپیان لس تنی مړی روغتون ته راغلی درملنه کی یی ستونزه نلری.ددغی پیښی مسولیت طالب ویاندقاری مجمدیوسف احمدی په ټلفون سره په غاړه واخیسته ویویل ټول وژل شوی کسان پولیس دی خودغه ادعائی دولتی مامورین نه منی.

+ لیکل شوی په  دوشنبه دوازدهم مرداد ۱۳۸۸ساعت 13:18  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

نیمروزکی خلک خپله دټاکنودمراکزونوامنیت ساتی

دولتی مامورین وائی دنیمروزناامنه سیموکی خلکوهوډکړی چه پخپله به دولسمشری اوولایتی شورادټاکنودمراکزوامنیت ساتی داپه داسی حال کی دی چه طالبانودپاڼوپه خپروولوسره دغه سیمه کی خلک ټاکنوکی له ګډون څخه منعه کړی دی نورحال له سیمی زمونږخبریال راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  یکشنبه یازدهم مرداد ۱۳۸۸ساعت 18:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

په نیمروزاوفراه کی دناامنی پیښی

 دنیمروزغورغوری ښارګوټی دسقوط ضدونقیس خبری کیږی هرات اوبادغیس کی هم تازه نښتی شوی چه په اړوندیی زمونږسیمه ایزه خبریال راپورراکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  شنبه دهم مرداد ۱۳۸۸ساعت 18:39  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

په هرات کی دیوه خاص اسلامی تلویژیون نشرات پيل شوه

په هرات کی دلومړی ځل لپاره دیوه داسی شحضی تلویژیون نشرات پیل شوه چه دمشرپه وینااسلامی نشرات لری سندری اودښځوګډابه نوی پکی داپه هرات کی ۷شخصی تلویژیونی چینل دی نورحال له سیمی زمونږخبریال راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  شنبه دهم مرداد ۱۳۸۸ساعت 10:24  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

     ربا ْطسنګی کی نښته مړوټپیان لری.

دهرات رباط سنګی ولسوالی خلک وایی تیره شپه یی دولتی ځواکونویوشمیرکلیواله ترنیولووروسته په ولچک حال وژلی دی مګرامنیتی مامورین وایی سیمه کی طالبانوپه دولتی ځواکونوبریدکړی ۱۱تنه طالبان مړه اوپولیسوته هم زیان اوښتی دی نورحال له سیمی زمونږخبریال راکوی.

درباط سنګی ولسوالی سیمه ایزه حلکوپه ټلفون سره په دولتی قواووتورولګاوه چه طالبانوسرديوی نښتی په مهال يی ګڼ شمیرکلیوال ترنیولووروسته وژلی دی.دهرات امنیه چاروقوماندان جنرال عصمت الله علیزائی سیمه کی جګړه تائیدکړه وژل شوی کسان یی ۱۱تنه طالبان اویوپولیس وښوده.دملکی وګړودوژنی ادعاباندی دامنیه چاروقوماندان وویل دقیق نه پوهیږی خوپه پیښه پلټنه کوی.دپیښی ځای ترکمنستان ته ورپه څیرمه ربا ط سنګی ولسوالی چهل دختراویکه توت کلی یادشوه.

 

+ لیکل شوی په  جمعه نهم مرداد ۱۳۸۸ساعت 14:18  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

په هرات کی پولیسویوملکی مړکړ

هرات ولایت کی یوه ملکی وګړی دوژنی په اعتراضی مظاهره کی دیوه دینی عالم په شمول شپږتنه پولیسودلمسونی په تورونیول په دغه مظاهره کی دازادی راډیوخبریال شرف الدین ستانزی په شمول یوشمیرخبریالان هم وهل شوی دی نورحال له سیمی زمونږخبریال راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  چهارشنبه هفتم مرداد ۱۳۸۸ساعت 21:54  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

غورولایت کی نښته

امنیتی مامورین وایی دغورولایت پساوندولسوالی کی دوسله واله طالبانواوولسی وګړودغنموپه عشرنښته وشوه څلورطالبان مړه شوه .طالبان دخپل نفوس سیموکی خلکونه دحاصلاتولسمه برخه دخان حق ګڼی نورحال له سمی زمونږخبریال راکوی .

 


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  چهارشنبه هفتم مرداد ۱۳۸۸ساعت 9:12  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |