«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

امريکا کډوال او کباب ملی ميله

له مودې وروسته دوديزه خواړه خوري
ويديو او رپوټ : شرف الدين ستانکزی 
محفل ورجنياکې ميشت افغان کورنيو په لګښت دامريکا ددفاع وزارت او فارت لی، ښار دمسولينو په نوښت ترتيب شوی وو 
ددغه ارګان يوه افغان مامور ډګروال محمدشاکر انوری يې موخه افغان کډوالو ته هرکلی ياد کړ
دغه ځای کې دفرت لی، موقتی مهاجر کمپ دی چه يواځې اداری پروسس لپاره يوشمير افغان کډوال دلته دمه ځی لری 
دافغان حکومت دپی پی ايس يا پخوانی ولسمشر غنی ځانګړی ځواکونو يو مامور هم کډوالو کې راغلی دلته دکباب پخولو کې رضاره خدمت کوی  مجلس څخه خوښی وښوده 
که څه هم امريکا ته نويو راغلو مهاجرو ته دخدماتو هيڅ کمښت نشته، خو بياهم دخپل وطن کلتور اودوديزه خوراک څخه دڅه مودې راديخوا محروم پاته شوی دی. ټول هغه ګډونوال چه ( ور) سره وغږيدل خوښ وو 
ځينو خويې  دمحفل يوه څنډه کې په ملی اتڼونو او وطنی نڅاه خوښی څرګنده کړه 
دروان کال اوګست ۱۵ داشرف غني دحکومت ړنګيدو سره همهاله امريکا ته دمقاماتو په وينا ۱۲۴زره خلک راغله يا راځی چه بيلابيلو ايالاتو کې ميشت دی
فورت لی يې يو له هغو ده مالی لګښت يې دنظامی ادارې په غاړه دی

+ لیکل شوی په  یکشنبه هجدهم مهر ۱۴۰۰ساعت 4:26  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

انځور شهوره کړه يسرا،

تازه مهاجره افغانه دانځور په ژبه دهيواد ناخوالې انځوروی
ځکه يې نو پيژندګلوی رسنيزه شوه 
ليکونکی او وديو : شرف الدين ستانکزی 

يسرا، نومې لس کلنې افغان کډوالې ته له دکبله امريکاکې درسنيو پام واوښت چه دانځور په ژبه يې هيواد کې دښځو لپاره دتعليم دمحدوديت او نورو انسانی لومړنيو حقوقو ضعف خپل روزنيزه مرکز کې نندارې ته کيښوده. 
ديسرا، فاميلی نو ستانکزۍ، ده مياشت وړاندې دورجنيا فارت لی، ښار دنظامي ځواکونو په مالی کومک يوه هوټل موقتی کمپ کې ميشت ده، چه  دنورو بشری اسانتياوو ترڅنګ يې روزنه هم کيږی 
نوموړې دانګليسی ژبې ترحنګ کلتوری معلومات هم دلته دګڼه نورو افغان ماشومانو ترڅنګ زده کوی چه دټولګیوالو په وينا دنورو په کچه کم عمر لری
خو دلوړ استعداد له کبله يې شهرت اوس دزرنفريز کمپ څخه دايالت ترکچې واوښت ځکه نو ددغه هيواد دبهرنيو چارو وزارت دفرهنګی چارو ادارې يې دلاښه برمختګ په منظور نظامی سيمې ته دخبريالانو دراتګ ور پرانست 
کله چه طالبانو دروان کال  ۱۵ داوګست په کابل ولکه وکړه يسرا له خپلې ۸ نفری کورنۍ سره امريکا ته راکډه شوه 
په خپل کمکی عمر يې دوطن او وطنوالو ځوروی 
 ويويل په هرممکنه وسيله چه کيدی شی غږ به يې تر نړيوالو ورسوی
ديسرا موجوده روزنيزه مرکز يوه خيمه کې ودان دی مسؤلين يې لنډمهاله بولی ځکه نو دمهاجرت داسنادو ترپروسس وروسته به لکه نور ګڼه افغان کډوال دخپلې خوښې ايالت ته کوزنۍ سره ستنه او زده کړو ته ددوام هيله لری.

+ لیکل شوی په  شنبه هفدهم مهر ۱۴۰۰ساعت 18:29  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

معلم

خوشحاله شوم!
لومړی داچه مشر ورور مې ( معلم عين الدين) خپل کلی نرخ څخه عصری تکنالوژی ته په لاس رسی مخامخ خبرې راسره وکړې، دزړه خواله او ډيرې ناويلې مو سره وويلې، دکلی کور په ټوله کې  دخپلو خپلوانو له وړې، زړې يې راته وغږيده زيری يې راباندې وکړ چه هيواد کې دواکمۍ له بدلون سره ټولنه کې ټولې بدبينۍ اوتاويلې ماويلې ختمې شوی دی  له شل کلنې اوږدې فاصلې وروسته دښار خلک کلی ته او کليوال ښارکې ددوستانو حال احوال ته ورځی دخوښيو خوږې خورې او دمړيو دوستانو په دعالاس لپه کوی.  چه دهغه په وينا مجالس يې په خلوص استوار وی  نه دپخوا په څير په سياسی ناندريو. 
په دغه دوستانه يون کې يې دمونږ دکورنۍ او قوم دمشر حاجی عبدلولی خان، چه مونږ يې له نازه شيرين ماما، بولو دوستانو سره ګډ انځور راوليږه چه کلی ته زمونږ کور کې له شل کاله ځنډ وروسته دوستانو سره تشريف لری. 
معلم، ورور مې  چه مونږ ته دمعنوی پلار مقام لری اولس کې دخلکو له بيوزلۍ شکايت وکړ 
مګر ځانته په ډاډينه ورکړه ويويل نيمه مړۍ د وی په سوله کې د وی. 
شکر يې وکيښ د کور مخته دمڼودبڼ او تر هغو چه دګرځنده ټلفون کامرې توان يې وو دکليوالی ماحول انځور يې راکړ.  دکامرې ديد سره يې شرح راکړه لارکې تلونکی خلک يې راياد کړل ويويل توريالی اوبه لګوی، دابل ملا سپين او دا هم زمونږ دمذدور لور شکريه ده...هاغه چه ښکاری کوزه کلاه ده، شکر ډيره اباده شوې ده دسيدنورخيلو او سهراب بابا کلا طرف ته يې هم کامره تاو کړه مګر ماورته ونه ويل چه نه ښکاري. دمدرسې او ښونځی يې هم دپرمختګ راته خبرې وکړې. وچکالی نه وغږيده  د مالداری او دکرهنې حاصلاتو يې وويل داسې چه بازار نلری ويويل؛ مڼې شته خو قيمت يې نده جوت... دبيلګې په توګه يې دبانجان روميو نوم واخيست ويويل قيمت يې دمن په ۳۰ افغانۍ دی  په داسې حال کې چه تير کال همدغه وخت  ترسل افغانيو زياد وو 
دليل يې ښار کې دمارکټ نه شتون دخلکو غربت او دپيسو کمښت ياد کړ 
ځکه نو اړونده اداره باندې وړاندې له دچه بزګر متضرر شی موضوع ته دپاملرنې غږ کوم.

+ لیکل شوی په  سه شنبه ششم مهر ۱۴۰۰ساعت 17:59  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |